حقوق بشر: د «زرداد» د خوشي کېدو وروسته د «شاهدانو» ژوند په خطر کې دی

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، لېندۍ ۲۵مه، ۱۳۹۵ل): د حزب اسلامي قومندان «فریادي سرور زرداد» چې د طالبانو د حکومت څخه د تیښتي وروسته یې په لندن کې سیاسي پناه واخیسته، او بیا هلته د افغانانو په غوښتنه محکمه او په 2005 كې په دوه واره شل کلن بند محکوم شو.

نوموړي په زندان کې ۱۱ کاله تېر کړل، خو په دې وروستیو کې د حزب اسلامي او ګډحکومت تر منځ تر جوړجاړي وروسته له زندان خوشي او تېره ورځ کابل ته په داسي حال کې را ورسید چې په استقبال کې په لسګونو کسان د وسلو سره ولاړ وه او هغه یې د «اتل» په نوم نومولی وو.

زرداد فریادي د لارې شکولو، وژلو، اختطاف، غلا، د خلکو په تعذیب او نورو جرمونو کې مشهوره څېره بلل کیږي. نوموړي په نویمو کلونو کې د کابل-جلال اباد په لویه لاره د خپلسرې تالاشۍ پاټک جوړ کړی و.
د هغه په پاټک کې د خلکو د تعذیب او شکنجې لپاره یو تن ګومارل شوی و چې په «سپي» یې شهرت درلود، هغه به لارویان د سپي په څیر داړل.

د زرداد پلویان په هوايي ډګر کې تر امنیتي کرښي ور تېر شوي او د وسلو سره یې استقبال کې ولاړ دي

د برتانیې د قانون سره سم «زرداد» یو بهرنی تابعیت لرونکی کس دی، هغه له برتانیې څخه دباندي جرم کړی، په برتانیه کې باید نه وای محکمه شوی، خو بیا هم چې کله افغانانو د هغه محکمه وغوښتل ، نو د محکمې قاضي د زورول شویو افغانانو په غوښتنه او شواهدو ته په کتو محکمه وکړه او هغه یې په بشر ضد کړنو تورن وباله. (دا یو استثنائي او د خپل نوعیت له امله لومړنۍ محکمه وه).

په افغانستان کې د حقوق بشر د څار ادارې مشره «پاټریسا ګوسمان» وايي چې د نوموړي په محکمه کې ۱۶ کسانو د شاهدانو په حیث ګډون وکړ او د نوموړي پر ضد یې د افغانستان څخه د ویډیو او سکایپ له لاري شاهدي ورکړه.

ګوسمان وايي اوس چې «زرداد» یو په یو خوشي کیږي، او هغه شاهدي ورکوونکي کسان په اعتماد کې نه اخیستل کیږي ، د برتانیې د حکومت یو ډیر «غیر مسؤولانه» اقدام دی.

«په دغه پریکړه کې د هغو کسانو هیڅ لحاظ نه دی ساتل شوی چې خپل ژوند یې په خطر کې واچوی او د نوموړي پر ضد یې شاهدي ورکړه، زه په یقین سره ویلای شم چې هغه (زرداد) به انتقام ځیني اخلي».

او زیاته یې کړه: که چیري د زرداد په محکمه کې شاهدانو ته اوس د زرداد یا د هغه د پلویانو له لوري کوم ضرر ورسیږي، بیابه کله هم په جنګي جرمونو تورن کسان په افغانستان یا بل کوم هیواد کې محکمه نه شي.

د ګارډین ورځپاڼي د خبر سره سم «زرداد» د کابل په هوايي ډګر کې استقبال شو او پلویان یې د وسلو سره د هوايي ډګر تر لومړنۍ امنیتي کرښي را تېر شوې وه او له ځانه سره یې بېنرونه راوړي وه چې پر هغو باندي ورته «اتل» ویل شوي وه.

قومندان زرداد د حزب اسلامي د مشر ګلبدین حکمتیار سره – ارشیف

د افغانستان د تحلیل ګرانو شبکې یوې لیکوالي «کیټ کلارک» په خپل تازه لیکنه کې لیکلي چې د زرداد محکمه لومړنی مثال وو چې په بشر ضد او جنګي جرمونو تورن کس د نړۍ په هر کونج کې محکمه کېدلای سي، که چیري دداسي محکمو شاهدانو ژوند خوندي نه شي، نو بیا به کله هم داسي یو محکمه ممکنه نه شي.

هغې زیاته کړې: «د برتانیې حکومت یوه شاهد ته هم د هغه د خلاصون په اړه خبرداری نه وو ورکړی، او نه یې هم داسي اقدامات تر سره کړي چې د هغوی ژوند خوندي شي».

په هغه وخت کې د برتانیې حکومت ویلي وه چې د «زرداد» په قضیه کې شاهدان د ویري له وجي نه شي کولای چې په ښکاره شاهدي ورکړي.

د پيټر کلارک په نامه د «سکاټ لېنډ» امنیتي تحقیقاتي ادارې د تروریزم د څانګي مشر تر محکمې وروسته ویلي وه: « مونږ اړ وو چې د افغانستان له لیري پرتو سیمو څخه د زرداد پر ضد شاهدان پیدا کړو، او هغوی ته باور ورکړو چې مخته راشئ او د برتانیې محکمې ته د نوموړي د ظلمونو په اړه شاهدي ورکړئ».

ګوسمان وايي چې چارواکو شاهدانو ته باور ورکړی وو چې دوی به خوندي وي او زرداد به بیا ژر نه خوشي کیږي تر څو له دوی څخه انتقام وا نه خلي.

«دوه کاله تر مخه په افغانستان کې د برتانیې سفارت ویلي وه چې دوی به کله هم په مشروطه توګه هغه (زرداد) خوشي نه کړي».

او زیاته کړې: په کابل کې د برتانیې سفارت هغه وخت ویلي وه چې د برتانیې پولیس به د زرداد تر خوشي کېدو مخکې حتما د هغه په محکمه کې شاهدانو ته خبر ورکوي.

د ګارډین ورځپاڼه وايي، د برتانیې د عدلیې وزارت، د مشروط خوشي کیدو کمیټې، د لندن ښار پولیس او هغه ټیم چې افغانستان ته یې د عسکرو په امنیت کې سفرونه کړي وه او شاهدان یې پوښتلي وه، هیڅ څوک هم دې ته حاضر نه شول چې پر دې موضوع اوس خبرو ته تیار شي.

د صمیم په «مستعار» نامه یوه کس ورځپاڼي ته ویلي: زه کشر وم، د زرداد پر پاټک باندي د هغه کسانو له موټره ښکته کړم، تر اوه ورځو پوري يې سخت شکنجه کړم او بیا یې زما د کورنۍ څخه پیسې وغوښتې، هغوی کور خرڅ کړ او د پيسو په بدل کې یې زه ځیني را خوشي کړم.

«ځکه چې دغه کس هم له محبسه را خوشي شو، زه نور پر دیموکراسي باور نه لرم».

ورځپاڼه وايي: نوموړي شاهدي نه ده ورکړې، خو د هغه وخت تعذیب چې ور په یاد کړي اوس هم د ویري احساس کوي. حتی تر دې چې د ویري له وجي يې خپل اصلي نوم بدل کړ او په مستعار نوم یې پورته خبره وکړه.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د