افغانستان

لوګر:د کانکور ځوابي پاڼې اوبو ته د غورځولو پر خلاف لاریون شوی

پرون د مرغومي په ۶ لوګر ولایت کې  د ٢٨٠ نجونو په ګډون د لوګر ولايت له ٣٦٣٢ زده کوونکو څخه د کانکور ازموينه واخيستل شوه.د لوګر ولایت چارواکي وايي، چې دکانکور ازموينې لپاره د لوړو زده کړو وزارت څخه ٢٨ کسيز پلاوى راغلى و.د دغه ولایت چارواکي وايي،کله چې پلاوى بېرته کابل ته په لار و، نو په لاره کې يې د کانکور د ازموينې پاڼې له صندوقونو راوېستلي او په ويالو کې يې غورځولې دي. د لو ګر د معارف رئیس اکبر ستانیکزی وايي چې په دې اړه يې د لوړو زده کړو له

وزارت سره اړیکې نیولي خو تر اوسه يې څه ځواب نه دی ورکړید لوګر ولایت چار واکي او اوسیدونکې د يادې پيښې له امله سخت په قهر دي او نن يې د همدې پلاوي پر خلاف یو ستر سوله یز لاریون وکړ
. لاریون کونکو د کانکور کميټې هغه پلاوي ته سزا غوښتله چې د تيرې ورځې د کانکور ازموينې پاڼې يې په ويالو کې غورځولي دي.دوی همداراز ګواښ وکړ چې که آزموينه له سره اخيستل کيږي نو نوي سوالونه نه مني.دا پداسې حال کې ده چې له دې مخکې چې يو شمېر رسنيو د خپلو سرچينو له قوله ويلي وو چې د کانکور اموزينې پاڼې يې سيند ته غورځول شويدي. د دغه ولايت اوسېدونکو د دغو اسنادو يو شمېر پاڼې له اوبو را ايستلي او کابل ته يې لېږدولي دي. د لوګر والي هم د پېښې پخلى کړى او دغه کړنه يې ملي خيانت بللى دى. ده ويلي د دغه خيانت پټول هېڅ راز توجيه کېداى نه شي.

 

 

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x