نظــر

د روسانو له خوا په مارجه او حلب کي وحشتونه

لیکوال: استاد عبدالمالک همت

ليکوال: عبدالمالک همت

د ۱۳۶۱ لمريز کال د غبرګولي(جوزا) په مياشت کي د روسانو سره پوځ د هلمند د لرغوني او تاريخي ناوې د مارجې په سمسوره سيمه کي وحشيانه جګړه ییز عمليات وکړل. ما هغه مهال تر دغه ناتار وروسته دغه سيمه وليدل. کله چي له هغه ځايه بيرته راغلم نو ډېرو دوستانو به راته ويل چي د مارجې کيسې راته وکړه، ما هغه وخت د هغو لپاره لاندنی نظم وليکه.

د روس په نامه دغه ”وايرس“ دا څو کاله د افغانانو په مټ غير فعال سوی وو، خو څنګه چي امريکايي او لوېديزو مکروبونو په خپلو تخريبي فعاليتونو د دې نړۍ د پږي ځيني ساحې مکروبي او تخريب کړې، روسي وايرس ته يې د بيا فعالېدو زمينه چمتو کړه او دادی دغه مخرب وايرس بيا په اوکراين، سوريه او عراق کي فعال سوی دی او دلته په افغانستان کي يې هم د بيا فعالېدو نخښي ښکاري. دغه کثيف وايرس افغانستان داسي وځپي چي تر اوسه ناروغه دی. تاسي به يې په لاندي نظم کي زموږ په مارجه کي د تخريب کچه وګورئ. اوس يې له ډېره مهاله په سوريه کي تخريبي فعاليت پيل کړی دي چي د هغې د حلب ښکلي ښار او د هغه اوسېدونکي يې داسي وځپل چي د چا زړه د کاڼي وي لا به پر وسوځي.

داسي ويل کيږي چي له څه مودې راهيسي په افغانستان کي د امريکايي مکروب په موافقو او مخالفو کړيو کي ځينو عناصرو د ايراني اخوندانو په دخالت او وساطت د روسي مکروب سره يارانه اچولې ده، چي خدای مکړه دا به زموږ د دې رنځور زړه(افغانستان او د هغه د بې وزلي ولس) لپاره تر سوريې لا وژونکي او خطرناکي پايلي ولري. زما مشوره د اسلام او خپل قوم د يوه کوچني خادم په توګه ټولو دغو پر بېراهه روانو عناصرو ته داده، چي د دې ازمايل سوي خطرناک وايرس سره د اړيکو مزي هر څه ژر غوڅ کړي او ولس ته يې ګزارش ورکړي.

او د نړۍ پر مسلمانو واکمنو د يوه مسلمان په توګه ږغ کوم چي د حلب او حلبيانو دفاع ته په مړانه ور ودانګي .

هغه د ټيپو سلمان په خبره :

د ګيدړ تر زر شپې ژوند د زمري د يوې شپې ژوند ډېر ښه دی. يا الله !

د مارجې خاطره

دي راوړي له مارجې، ماترخې، ترخې کيسې

څه کيسې به درته وکړم زما کيسې نه دي خوږې

که رشتيا راڅخه غواړئ لرم بدي خاطرې

مارجه زموږ د هلمند زړه دی ، لري هر ډول مېوې

وو جنت پر سر د ځمکي، پکښي جوړي وې مېلې

سره ګلونه يې درلوده، هم اوبه رڼې رڼې

ځای د عيش ود عشرت وو، پکښي شوخي معشوقې

پښتنې حوري پکښېکي، کار يې وو نازونخرې

خو افسوس ورته څارو سوې، د روس بدي اندېښنې

شيرين ژوند يې په عذاب سوو باندي راغلې د غم شپې

دا مارجه وو بڼ د ګلو، اوس به شان د حضيرې

بازان ټوله آواره سول، پکښي ګرځي اوس باښې

چي وسله وه استعمال سوه، دښمن يخي کړې سينې

د قيامت ورځ باندي راغله، سرې په وينو سوې ولې

يو دوهمه کربلاوه، کونډي رنډي ژړېدې

يو له بله بې زاري وه، چي د غم راغلې څپې

رشتيا داده چي هر ځای کي، جوړي دي دا تماشې

د افغان پر کور او کلي، نن بلاوي مېلمنې

بمبارۍ دي چي پر کيږي، ودانۍ سوې ګنډوالې

هيڅ افغان زغملای نه سی، د غليم دا ناکردې

په هرګوټ، په هره خواکي افغانان وهي نارې

تر تا ځان قربانوو موږ، څو وطنه زموږ سې

های افسوس د بل په لاس کي ناببره ولوېدې

اوس دي هم والله که خپل کړي، ته اېل سوی هيڅ نه يې

اوسېدونکي دي زمري دي، د ايمان لري جذبې

آزادي کي دي وطنه قبلوي سړې، تودې

ژاړه مه د وطن موري چي دا رنګ بچي لرې

خامخا به دي کړي ښاده، ډېري مه کړه اندېښنې

ستادښمن به تار په تار کړی، کړی پر بلي به لمبې

ای پليد دښمنه څه وو، چي دي وکړې داکانې

ته هم خدایږو که مفت خلاص سې، پر تا هم راځی دا شپې

اخر دا مظلومان باسي، ستا په مړو هم خرې

تابه باسي له هيواده، که هرڅو دي بې اسرې

داسي پند به درله درکړي، ته افغان نه پېژنې

افغانان خو څه سپي نه دي چي يې ته وجنګوې

اخر ګوره چي سي پورته، کړي د پلار توري تېرې

بې ننګي نوره ترشاکړي، شنډي کړي ستا توطئې

جوړی کړي په خپله توره، د غيرت ښې حماسې

بيا «همت» به يې په شعر وستايي ښې کارنامې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x