fbpx

کله چې امریکا اړ شو، اسلامي خلافت ته جزیه ورکړي‎ – څلورمه برخه

ژباړه: ذبیح الله شینواری

احمد پاشا هم دا ګمان کوه، چې له یوسف څخه دی زیات د طرابلس د واکمنۍ وړ دی. له بده مرغه د هغوئ د مرستې لپاره چمتو شو. هغه دننه په خپل ځان سره له ماتې هم ډارېده، چې د کافرانو مرسته کوي. هغه وخت دا راز کړنو ته په ځانګړې توګه د ډېرې سترې ګناه په سترګه کتل کېدل. امریکایانو د احمد پاشا د قبایلو په مرسته یو لوی لښکر چمتو کړ.

دې لښکر ته وویل شول: چې له مصر د طرابلس په لور دې ستانه شي، او هلته په رسېدو سره د لیبیا په مشرق کې (درنه) نومي ښار باندې دې برید وکړي، او د امریکایي قوم شوې سپکاوي، او بحري ماتې بدل دې واخلي، او حساب برابر کړي. د دې لښکر مشري امریکایي سفیر اېټن په غاړه وه، دا لښکر د د په مشرۍ خوځښت وکړ. درنه د مصر پولې ته نژدې وو، او له طرابلس زر کېلو متره لرې وه. لیبیا خلکو ښه غبرګون ښکاره کړ، خو ښار یې ژغورلای اونه شو، او په درنه ښار د امریکایي فوځیانو واک شو. دا د نړۍ پر مخ د زمکې لومړۍ هغه برخه وه، چې امریکایي پرې برلاسي شول. د عثماني خلافت حکمران یوسف پاشا د امریکا له دسیسو خبر وو، هغه په لنډ وخت کې له مراکش،الجزائر، او تیونس څخه فوځي مرسته راوغوښته، او له امریکایي فوځیانو سره یو نه هېرېدونکی جنګ وشو، او یو ځل بیا امریکا بربنډه ماته وخوړه د یوې ورځې جنګ پایله دا وه، چې ۱۸۰۰ امریکایان ووژل شول، ۷۰۰ ونیول شول، او نور د مسلمانانو فوځیانو محاصره کړل، امریکایي سفیر کلائټن چې په مستقیم ډول د امریکا له ولس مشر ورته لارښونه کېدله، هغه له دې عبرتناکې ماتې وروسته، اړ شو، چې عثماني خلافت سره تړون وکړي، په دې تړون کې طرابلس، مراکش، او تیونس ولس مشران هم ول.

کلائټن خپل فوځیانو او اېټن په دښته کې، وږي، تږي پرېښودل، او مسلمانانو فوځیانو محاصره کړي ول. د دې تړون له رویه امریکایانو باندې دا ومنل شوه، چې په جنګ کې شوي تاوان به ورکوي، د جنګی زیانونو اندازه نژدې درې ميلونه ډالر وشوه، او دا هم ومنل شوه پرې چې دوئ به د هر شهید شوي مسلمانان فوځي وینې تاوان هم ورکوي، او جزیه هم دوه برابره ورکوي، یعني شل زره ډالر د هر کال او داسې نور … او له یادو درې مسلمان هېوادونو به د خپلې کړنې لپاره بخښنه هم غواړي. تر اوسه امریکایي بحري فوځیان په ترانه کې دا اشعار وایي: د مونټي زوما له مېدانونو تر طرابلس وچې پورې مونږ د خپل هېواد لپاره د دښمنانو په خلاف د وچې او بحري او هوایي جنګونه کوو.

دا پېښه مونږ ته وایي، چې زمونږ تېر تاریخ او ځانګړی اسلامي تاریخ ډېر غښتلی او ځلېدونکی دی. زمونږ دښمنان زمونږ تاریخ یا له مونږ پټ ساتلی او یا یې په داسې ډول وړاندې کړی، چې کرکه ترې وشي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د