نظــر

تیت پرک اسلامي امت

لیکوال: احمد الله عاطفي

کفري نړۍ ته تیت پرک اسلامي امت دیو منظم سالم بدن بیلا بیل غړې بریښي،ددوی لید په رښتیا دیو څوتنو سرښندونکو مجاهدینو، ددعوت اوحماسو برکت دی، چې داتیت پرک امت ورته متحد ښکاري، که نه په تیرولو او هضم کې شیبه قدرې معطل او پروانه کوي.

له بلی خوا همدا اوس درسول الله صلی الله علیه وسلم مبارک حدیث په بشپړه توګه عملي دی چې په یو مرفوع حدیث کې دحضرت ثوبان(رضی الله عنهُ) نه (مشکوة، کتاب الرقاق، باب تغیر الناس، الفصل الثاني) سربیره فتح الباري شرح صحیح البخاري، سنن ابو داود، مسند احمد،معجم الکبیر،امام بیهقي په دلایل النبوت اوزیات شمیر داحادیثو مشرحینو هم روایت کړی دئ …

حَدَّثَنَا أَحْمَدُ بْنُ بِشْرٍ الْمَرْثَدِيُّ ، قَالَ : حَدَّثَنَا عَلِيُّ بْنُ الْجَعْدِ ، قَالَ : أَخْبَرَنِي الْمُبَارَكُ بْنُ فَضَالَةَ ، عَنْ مَرْزُوقٍ أَبِي عَبْدِ اللَّهِ الْحِمْصِيِّ ، عَنْ أَبِي أَسْمَاءَ الرَّحْبِيِّ ، عَنْ ثَوْبَانَ مَوْلَى النَّبِيِّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ ، قَالَ : قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ : يُوشِكُ أَنْ تَدَاعَى عَلَيْكُمُ الأُمَمُ مِنْ كُلِّ أُفُقٍ كَمَا تَتَدَاعَى الأَكَلَةُ عَلَى قَصْعَتِهَا ، قُلْنَا : مِنْ قِلَّةٍ بِنَا يَوْمَئِذٍ ؟ قَالَ : لا ، أَنْتُم يَوْمَئِذٍ كَثِيرٌ ، وَلَكِنَّكُمْ غُثَاءٌ كَغُثَاءِ السَّيْلِ ، يَنْزَعُ اللَّهُ الْمَهَابَةَ مِنْ قُلُوبِ عَدُوِّكُمْ وَيَجْعَلُ فِي قُلُوبِكُمُ الْوَهَنَ ، قِيلَ : وَمَا الْوَهَنُ ؟ قَالَ : حُبُّ الْحَيَاةِ وَكَرَاهِيَةُ الْمَوْتِ.

رسول الله (صلی الله علیه وسلم) فرمايي:

هغه زمانه نژدې ده چي ټول اسلام دښمنه قومونه به ستاسي د مقابلې لپاره يوبل ته د مېلمستيا بلني ورکوي.

يوه صحابي عرض وکړ: ای د لوی څښتن استازیه! آيا دابه له دې امله وي چي زموږ شمېر به کم وي؟ هغه وفرمايل: نه! بلکي تاسي به زيات یاست، خو تاسي به د سيلاب د ځګ غوندي ياست. الله تعالی به د دښمنانو له زړونو څخه ستاسي رعب او بېره وباسي او ستاسي په زړونو کي به کمزوري او ټيټ همتي واچوي. یوه عرض وکړ:

ای د الله رسوله! له ټيټ همتۍ څخه موخه څه ده؟ ويې فرمايل: د دنيا مينه او غوښتنه، له مړيني بېره .

درسول الله (صلی الله علیه وسلم) په مبارک ارشاد کې (الْوَهَنَ) لامل دنیاسره محبت او له مرګه ویره په ګوته کړی ده.

همدا اوس دور دمبارک ارشاد انځور وړاندی کوئ، چې په مسلمانانو به داسی وخت راشي چې کفار به پری له هر لوری داسی حملی کوئ لکه وږي د ډوډی په دستر خوان!

راځئ نن داسلامي اُمت حال ووینئ، افغانستان، عراق او دادی دسورئې مظلوم بی دفاع مسلمانانو حال ، همدا حقیقت نه روښانه کوئ؟! دامریکا ، فرانسه، روسیه ، انګلستان او دوی سره تړلي ټول کفار څومره په بی رحمی او شقاوت بمونه وروي او توغندۍ توغوي چې په هر کلی او بانډې دښارونو په شمول داوسیدونکو دوزن نه زیات ،داوراو باروتو په قوت د تودواُسپنو باران او دبمونو ورولو او توغندیو مسابقي تر سره کوي او دسورئې د مظلومانو په ټول وژنه افتخارکوي !! له دینه زیات د خفګان او ویر حالت دا دی چې تش په نامه مسلمان واکمنو د ځواکونو په لاسو داسی جنایت تر سره کیږئ چې جنګي جرم هم ورته شرمیږئ، ددوی دنارواوو تیریو له وحشته چې کوم مظلوم سوري ښځی، ماشومان او بو ډاګان ژوندی پاتی شوي، دژوند ژغورلو لپاره دحرامو ځناورو دغوښو په خوړلو مجبور دي،چې هغو ته ئې اوس لاس رسی هم مهال بریښئ .

محارب کافر ته هر هغه څوک چې دشهادت کلیمه وائې او ځان مسلمان بولئ بنسټګر او په اصطلاح تروریست ښکاری او مرګ ئې ددوي په نږد روادی،که څه هم دا مظلوم دکلیمي په معنی او غوښتنه خبر هم نه دی، بس یواځې دنوم مسلمان دی!!

که داسی نه ده؟!

پلمه ئې وسلوالی ډلی دي، نښه کوئ مظلوم او بیدفاع مسلمانان ،صحی ده دبشار الاسد په خلاف وسلواله مبارزه مجاهدینو پیله کړي او دجنګ ډګر ته ئې دانګلي، مرګ ته غیږ ورکوي، که وژني او یا وژل کیږي، پخپله ئې دا لار غوره کړي، خفګان نشته،ځکه هغوي ځانونه مجاهدین بولئ ،خپل مرګ شهادت او دا دهغوی لوړه هیله ده او که مخالفین وژني خپله بریا او ځان غازی بولي!

دسورئې ټپ دنړیوالو واکمنو او په تیره دبشري حقوقو کاذب مدعیانو په ټنډه دشرم تور داغ دی!!

که په سوریه دتجاوز او پوځی یرغل جواز چا سره وي؟ که هلته دړندو بمباریو، وحشتناکه توغندیو توغولو او دجنګ ماموریت لري؟ همت دوکړي په سوریه کې دې مخالفین تعقیب کړئ، مخامخ دجنګ همت تر لاسه کړي او خپله دعوی ته دي ریښتنی جامه واغوندي! خوګمان کوم هیڅ کله به داسی ونکړي!؟، دوی خو دمخالفو وسلوالو په پلمه ټول وژنه پیله کړي او دشیطانت نړیواله لوبه!

اخر ولي؟!

دامت په بچیانو نن داسي دظلم سیلی را الوتی ده چې محارب کفار ئې په ټول وژنۍ پسي تورې له تیکې ویستي دي ،خو له دینه دافسوس او ویر حالت دادی چې په اسلامي هیوادوکې له محدود ومشرانو علاوه، همدا مزدور واکمن داسلامي امت په ټول وژني بوخت دي، داسلامي امت زیرمي او پانګه ئې دمحاربو کفارو په واک کې ورکړې ده او هغوي دهمدی امتیازاتو نه په ګټی اسلامی

امت ځپي!!.

راځئ خپله دامت دحال پوښتنه وکړو..

داسلامی امت مظلوم او بی کسه تور سري،سپین ګیرې،معیوب او ماشومان چې په سوریه، فلسطین، برما، عراق، افغانستان ،پاکستان،کشمیر، هندوستان، چین، سومالیا… لنډه داچې په افریقا او اسیاکې په ټول وژني محکومیږي، دخوږو ټاټوبونه ویستل کیږي، مړه ضمیرونه مړه دي ،حتی په طرفداری ئې داواز پورته کولو جسارت نشته،که نه دداسي بی رحمه ظلم په خلاف داواز پورته کولو لپاره مسلماني شرط نه دی بلکه انسان اوسیدل کفایت کوئ، مګرانسانیت مړ نه دی؟؟که مړ نه دی؟ چیرته دی انسانیت؟؟!!

دبشري حقوقو کاذب مدعیان ئې ځواب ورکولای شئ؟

دمسلمانانو په مظلومیت ئې دبصیرت سترګې ړندې نه دي؟

که دا ومنو چې جنګ دی!

مسلمانانو ته دجنګ اوسولی په اړوند الله (جل جلاله) مبارک کلام او روښانه نبوي لار ښوونئ مخ کې دي ، چې هر ډول حالت وي دماشومانو، تور سرو، بوډاګانو، څارویو او فصلونو او حتی هغه بندیان چې په عمدی توګه په وژنو متهم نه وي دضرر رسولو څخه په کلکه توګه منع کړي دي!!

که څه هم ماخذ همدا اصول دي خودملګرو ملتونو دپریکړی او منشورپه اساس دبی وسلو خلکو وژل او ابادیوته تاوان رسول جنایتکارانه عمل او جنګې جرم دی…

راځئ دمنافقت او شیطانت بي پایه حد ووینئ! دبیلګی په توګه نن یواځې د سورئې د مظلومو مسلمانانو ویرجن حالت ووینئ… دنړي اکثر هیوادونه په مستقیمه او یا غیر مستقیمه توګه ددی مسلمان ملت په ټول وژنه کې ککړ او دجنایت لاسونه ئې د مظلومانو په وینو سره دي…شته داشي قوت چې دا جنګي مجرمین محاکمه کړي؟؟

که دا ومنو چې دمحدودو وسلوالو په خلاف ئې دجنګ نړیوال ایتلاف جوړ کړی دئ…؟!

دنړی سترو ځواکمنو پوځي قوتونو سره دیو موټی وسلوالو پرخلاف ډیرو پر مختللو راکټونو، جنګې الوتکو او هلیکوپترو، رهبري شویو مرمیو، نیمه غنی شویو توغندیو په مټ هر شیبه او هره ګړې د اور، وسپنو او باروتو باران جوړ کړی، چې قربانیان ئې زیاتره ښځۍ او ماشومان دي…

ویلای شئ ؟؟

ددي تیرو پنځه کلونو موده کې مو څومره باروت، توغندی او نور بیلابیل پر مخ تللی وسلی کارولي؟ ویلای شئ؟ په لاسته راوړنو کې مو د مظلوم او بې دفاع ملت له ټول وژنی پرته، څومره وسله وال وژلي؟ سومره سیمي مو نیولي؟؟!

نن چې په مظلوم اسلامی امت دغه ویر جن حالت راغلی غوښي په بمونو شیندل کیږی ، په بحرونو کې دماهیانو خوراک ،په دشتو،غرو او ځنګلوکې له ولږی او موسمي تغیراتو دډیری ناکسی او بی وسی په عالم کې وژل کیږئ، دسا وتو په وخت کې خپل تاټوبی او مظلومیت تر سترګو کیږي،

څه فکر کوئ داسلامی هیوادو تش په نامه مشرانو!! دالله له غضبه موڅوک خوندي کولای شئ؟؟

که خوندي کولای موشي؟ هغه به څوک وي؟ ددنیا دڅوورځوپه بی باوره ژوندکې دالله ددښمنانو تر شا ودریدئ، خو پوه شئ چې مرګ به مو د رسوائې بیلګه وئ او همدا داسلامي اُمت قسم خوړلي دښمنان به تاسي ته دخیلخندۍ او رسوايي لاملونه برابروئ، څرنګه چې داسلامي امت د ماشومانو او ښځو په بی حده مظلومیت ددوی دتمساح اوښکې هم تویئږی خو دبی حسه مسلمان تندی ګونجي کیږی قدری نه!

ایا مونږ مسلمانان او د سرور کونین اُمتیان یو؟؟!!

که یو؟… ایا درسول الله صلی الله علیه وسلم په دی مبارک ارشاد ته مو غور کړی او منی ئې؟! چې فرمائې:

اسلامي اُمت دیو جسم په توګه دی که دجسم هر غړی ته تکلیف پیښ شي؟، ټول جسم ورسره په تکلیف کې دی.

ایا زمونږ واکمنان داسلام له دایری بهر شوي، احساس ئې مړه دي او یا دداړونکوتر شا دډارڅادر ئې اغوستي دي؟؟

ملامتیا یواځې واکمنان او دقدرت په کدیو ناست مزدورانو ته مخ نه اړوئ، بلکه مونږ هم دستری غمیزی ښکار یو،چې اغیار مو په کومه ستر ګه وینئ ایا هغه همت، جوهر او پوهه په مونږ کې شته؟؟ چې مقابله ئې وکړو؟.

دا و دمظلومیت اړخ بل اړخ چې له دینه بوږنونکی دی هغه دی دشرعي پوهی نه لریوالی!!

راځئ بل اړخ ته لا زیاته توجه وکړو چې دټولو دردونو درمل پکی نغښتی دی، هغه دپوهی بیلا بیل اړخونه دي، چې کولای شو دپوهی په تر لاسه کولو دهر ناروا مقابله او په خلاف ئې دجهاد علم لوړ او رپانده وساتو!
کفار مونږ بنیاد پرست بولي!

عجیبه خو لا داده چې زمونږ دټولنی اکثریت دکلیمی په معنی او غوښتنه نه پوهیږی، د اولاد اسلامی روزنه عارګڼئ، دصله رحم پروانه لري، د خپلوانو او حتی دمور او پلار حقوق نه پیژني اونه ورته پاملرنه کوي، دمسلمان حق خولرې خبره ده!

راځې سر په ګریوان له ځانونو وپوښتو، څومره دالله په کتاب (چې مونږ پری ایمان لرو او دهمدی په ساتلو مونږ ته بنیاد پرست ویل کیږي) پوهیږو؟، دورځیۍ څوکرښی تلاوت کوو؟ څومره غوښتنوته مو عملي بڼه ورکړی ده؟ له څومره نواهیوموځان ساتلی؟ په شریعت موخپله څومره عمل کړی او نورو ته مورسولی؟،په لمانځه څومره تاکیدات لرو ؟ ایاغور مو کړی چې لمونځ مو دبدو ژغوری؟ او ورسته له مانځه ادکولو زمونږ حالت رښتیا له بدو منع شوی؟ اسلامي روزنی په اړوند مو څومره هڅه کړي؟ او اولادونه موڅومره هڅولي؟ څومره حلال او حرام پیژنو ؟ څومره په معاملاتو کې ریښتني یو؟ دګاونډیو په هکله مو اسلامي لارښووني لوستي؟ داسلام په رڼا کې دحیواناتو حقوق راته معلوم دي؟

ددي ټولو پوښتنو حل مونږ سره په ژوندی بڼه دالله (جل جلاله) ستر کتاب،قرآنکریم او درسول الله (صلی الله علیه وسلم) مبارک احادیث همدا اوس شته،چې دزدکړی او ښوونې لمن ئې پری نږ دو او دالله په کرم په هره ژبه ئې معنی او تفسیرونه، دامت بزرګانو په پراخه پیمانه تر سره کړي،او ددی سترې وجیبی په زدکړه کې مونږ ددین علماوو درسي حلقو په خدمت کې حاضري ورکړو،خپله ئې زده کړو او اولادونه دی لورته لزوماً وهڅوو، سر بیره پر دې هغه وخت ددي پوښتنو دځوابونو ور کولو بشپړ جوګه کیدای شو چې دمسولیت احساس وکړو او ددنیاوی ژوند پایلۍ ته مو توجه وي.

درسول الله صلی الله علیه وسلم مبارک ژوند او دهغه په سیرت پوهیدا هم ددي ټولو پوښتنو دځواب اساسي بنسټ او بیلګه دی،رسول الله (صلی الله علیه وسلم) زمونږ ددین معلم اولار ښود دی، قرآنکریم مونږ ته دهغه مبارک په برکت دالله په فضل او کرم رسیدلی او ښودل شوی.

د هغه مبارک ژوند زمونږ ددین دبیلا بیلو برخو [عقاید، عبادات، ټولنیز احکام، مدني احکام، مالي احکام ، اخلاقي احکام ، د الله (جل جلاله) حق او دمخلوق حق لارښوونۍ، حقوق، مکافات او مجازات] بیلکې، معلم اوعملي لارښود دی، نو پر مونږ لازم دی چې درسول الله (صلی الله علیه وسلم ) مبارک سیرت زده کړو او دخپلو اولادونو،کورنۍ غړو سربیره نورو ته ئې هم ورسوو.

هر چا چې دا وجایب خپل کړي او نورو ته ئې رسولي بریالي دي،پرمونږ هم لازمه دی چې دتوان په اندازه دمسؤلیت په احساس درسول الله (صلی الله علیه وسلم) ددی مبارک ارشاد دجوګه کیدو هڅه وکړو چې فرمايي: بلغوا عني ولو آية .

الله جل جلاله دي زمونږ او زدکونکو په پوهي کې خیر او برکتونه نازل کړي! آمین

اللهم إني أسألك فهم النبيين وحفظ المرسلين والملائكة المقربين، اللهم أخرجنا من ظلمات الوهن، وأكرمنا بنور الفهم، وافتح علينا بمعرفة العلم، وحسن اخلاقنا بالحلم، وافتح علينا أبواب جودك وخزائن رحمتك يا أرحم الراحمين. اللهم اجعل السنتنا عامرة بذكرك وقلوبنا بخشيتك وأسرارنا بطاعتك.انك على كل شيء قدير وحسبنا الله ونعم الوكيل.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
محمد عبدالله الخراسانی

په قرآن او سنت محمد ص باندی عمل کوی د مسلمانو اتحاد او د خپلمنځی اختلافاتو څخه زان ساتل یوازنی دخلاصون لیاره ده چی تر څو تول مسلمانان د یو بل په خلاف د جنګ کولو پر عوض یو له بل سره دکفارو په مقابل کی کمک نشی نو همدا حال به روان وی نن دمسلمانانو په مینځ کی هر نوع اختلافاتو اوج دی د تولو طرفونو څخه مسلمانان وژل کیږی ناموس یی بیعزته کیږی او کفار تماشا کوی دا سه عجبه لوبه ده ولی مسلمانان نه ویخیږی ؟ ولی د مسلمانانو ډلی دکفارو په دوستی زانونه محفوظ بولی او… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x