
غزل/ کوچۍ احمدزۍ
کوچۍ احمدزۍ
فضا ټوله توره شپه وه چې ته راغلې
دغفلت تیاره خپره وه چې ته راغلې
عقیدې د شرک خپرې وې هرې خواته
رسوایې او غلامی وه چې ته راغلې
ژوندۍ لور باندي به خاورې انبارې شوې
جوړ د ظلم تود بازار وه چې ته راغلې
په هر لوري د باطل اورونه بل وه
د حق ټولې ډیوې مړې وې چې ته راغلې
انساني ارزښت له پښو وه لاندي شوی
د وحشت تورې تیارې وې چې ته راغلې
تیارې لاړې سپین سحر شه په هر لوري
د حق لمر په جهان خپور شه چې ته راغلې
ستا د نور جلوې خپرې شوې هرې خواته
جهان ټول رڼا رڼا شه چې ته راغلې
“کوچۍ” تا باندي درود او سلام وایې
د توحید ولې اوږدې شوې چې ته راغلې
” کوچۍ احمدزۍ”