نظــر

د افغان طرف پرانستي لیک ته د حکمتیار ځواب

د حكمتيار له لوري محترم ورور افغان طرف ته السلام عليكم و رحمة الله و بركاته و بعد:

بسم الله الرحمن الرحيم

الله تعالى مو روغ، خوښ او موفق لره او د خپلو ايماني مسئوليتونو د اداء كولو توفيق مو تل په برخه وه.

ستا ليكنه مي ترلاسه كړه، ستا د نېكو احساساتو او پاكو هيلو قدرونه كوم، اميد دئ د مسلمانانو د يووالي په اړه ستا سپېڅلې هيله ترسره شي او هغه ورځ په خپلو سترگو وگورو چي نه يوازي زموږ په گران هېواد كي ټول مؤمن افغانان په يوه مضبوط او مرصوص صف كي او تر يوه بيرغ لاندي راغونډ شوي وي بلكي د نړۍ په سطح واحد سرلوړى اسلامي امت رامنځته شوى وي.

ستا د دې غوښتني په ځواب كي چي له ملامحمد عمر مجاهد سره بيعت وكړم څو عرائض لرم:

باور وكړه چي زه د اسلام لپاره هري قربانۍ ته چمتو يم، د سر، مال او اولاد قربانۍ ته، له امارت تېرېدل او د بل چا امارت منل خو پرېږده كه زما په وينو د اسلام بڼ سمسورېدى شي نو خپل رب ته مي دعاء دا ده چي زما او زما د اولاد ويني دي د دې بڼ د خړوبولو لپاره توى شي، ما د كعبې خوا ته او د طواف په حال كي خپل رب ته دعاء كړې چي اسلامي امت ته داسي صالح قيادت ورپه برخه كړې چي د دې مظلوم امت تېر مجد او عظمت اعاده كړي، د قيادت هغه وړتياوي ولري چي ته ئې د مسلمانانو د مشرتابه لپاره غوره گڼې، او ما ته د دې توفيق راكړې چي د دې زعيم په خوا كي او د ده د مطيع او مخلص سپاهي په توگه عمل وكړم، باور وكړئ كه داسي زعيم ومومم نو زه به له  ځنډ پرته بيعت ورسره كوم او د هر چا په وړاندي به له هغه دفاع كوم. باور وكړه چي زه تر سياسي كار فكري او فرهنگي كار ته ترجيح وركوم، دې ته تل چمتو وم او يم چي له سياسي كارونو ځان فارغ كړم او خپل پاته ژوند د دعوت كارونو ته مختص كړم.

د افغانستان او اسلامي امت ستونزه په دې نه حل كېږي او دا د واحد زعامت د رامنځته كولو معقوله لار نه ده چي يوه او بل ته بلنه وركړو چي له فلان زعيم سره بيعت وكړه، ځيني وايي ملاعمر مجاهد دي له حكمتيار سره بيعت وكړي او ځيني وايي حكمتيار دي له ده سره بيعت وكړي، په دې سره يوازي د څو مخلصينو هيله ترسره كېدى شي خو د يوه ملت او امت ستونزه نشي حل كېدلى، بايد د زعيم د غوراوي داسي اسلوب غوره كړو چي تل وكولى شو له لاري ئې اصلح او افضل زعيم انتخاب كړو او هيڅكله د مشرتابه تشه موږ له لانجو سره مخامخ نه كړي، همغسي لكه چي د رسول الله (صلى الله عليه وسلم) له رحلت وروسته مسلمانان وتوانېدل څلور خلفاء له شخړي او منازعې پرته غوره كړي، هلته ابوبكر او عمر (رضي الله عنها) په جومات كي او د ټولو مسلمانانو په اتفاق غوره شول، عثمان (رضي الله عنه) د دوو نوماندانو له منځه د اكثريت په خوښه غوره شو، وروسته ټولو ورسره بيعت وكړ، ورپسې علي (رضي الله عنه) په جومات كي او د مسلمانانو په اتفاق غوره شو. ولي د صحابه وو دا منهج نه غوره كوو؟! ولي نه وايو: امير به هغه وي چي د مسلمانانو اكثريت ئې د امارت لپاره اصلح او افضل گڼي؟!

 ملا محمد عمر مجاهد ته مه وايئ چي له حكمتيار سره بيعت وكړه، ما ته مه وايئ چي له ده سره بيعت وكړم، موږ ته ووايئ: امارت د هيچا مورنى حق نه دئ، دا حق الله تعالى مسلمانانو ته وركړى، پرېږدئ چي مسلمانان د خپلي خوښي امير غوره كړي، تاسو به د هغه چا امارت منئ چي مسلمانان ئې د امارت لپاره اصلح او افضل گڼي، زه د الله تعالى په نامه ژمنه كوم چي د هغه چا امارت به منم چي د مسلمانانو اكثريت ئې په خپله خوښه او له بهرني فشار او اغېز پرته غوره كړي، كه څه هم زما له نظره د امارت وړ نه وي، يا به ئې په اخلاص سره ملگرتيا كوم، كه هغه زما له ملگرتيا ځان مستغني گڼلو او يا ما د هغه پر تصرفاتو اعتراض درلود نو خپل اعتراض ورته وايم خو له مخالفت ئې ډډه كوم.

 راشئ ټول په څو خبرو توافق وكړو: اوس دي ټول مجاهدين خپل دريځ او تگلاره توحيد كړي، د دښمن په وړاندي دي واحد موقف او دريځ غوره كړي، په سياسي، نظامي او فرهنگي محاذونو كي دي له هر ډول اختلاف ډډه وكړي، يو د بل په ضد له هر ډول تبليغاتو دي ځان وساتي، هغه مشبوه څېرې دي له خپلو ليكو وباسي چي په خپلو منځونو كي د مجاهدينو د جنگولو ناروا هڅي كوي، د هري برخي او د هر ولايت لپاره دي صلاحيت مني شوراگاني جوړي كړي، ټول؛ د مشر او كشر په شمول دي د دې شوراگانو پرېكړو ته په بشپړه توگه التزام او درناوى ولري.

د واحد زعيم موضوع دي يا مستقبل او د افغانستان له آزادۍ وروسته پړاو ته پرېښودل شي او يا دي اوس له پېژندل شوو نېكو شخصيتونو يوه لويه شورى جوړه شي او دغي شورى ته دي واك وركړى شي چي د مجاهدينو لپاره موقت مشر غوره كړي، ټول به دا مشر تر هغه مني چي هېواد آزاد شي او دا شرائط رامنځته شي چي د ملت رأيي ته د رجوع له لاري نوى مشر غوره شي.

دغه لويه شورى به دا صلاحيت هم لري چي د مجاهدينو لپاره تگلاره، د امير لپاره اجرائيه شورى  او د راتلونكي افغانستان لپاره اساسي قانون جوړ كړي.

زه د الله تعالى په نامه تعهد كوم چي د دې طرحي له پلي كېدو سره د زړه له تله موافق او هر راز مرستي ته چمتو يم، د حزب اسلامي غړي او ټول افغان ولس به دې ته رابلم چي د دې طرحي ترشا ودرېږي.

و الله على ما نقول وكيل

حكمتيار{jacomment off}

1/10/١٣92

 ————–

د افغان طرف لیکنه په لاندي ادرس موندلای شئ:

http://www.nunn.asia/leekani/articles/8715

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x