شعـــــرونه

نظم/ مسلم يار

مسلم يار

څنګه ښېرې ونه کړم

څنګه ازار ونه کړم

څنګه خفه نه شمه

څنګه اظهار ونه کړم

حلب په اورو کې سوزي

په سرو لمبو کې سوي

خدايه ته رحم وکړى

خلک کورو کې سوزي

ډېر شهيدان شو پکى

څوک يتيمان شو پکى

ډېر لادرکه دي اوس

ډېر اسيران شو پکى

زړه مې دردونه کوي

ډېر فريادونه کوي

د روس ظالم دلاسه

ډېر،ډېر اهونه کوي

اى مسلمانو واورئ

اى حقپالانو واورئ

ولې بې غمه ناست يې؟

بشر دوستانو واورئ

نن که مظلومه يو مونږ

خېر که معذوره يو مونږ

خو يوه ورځ به راځي

نن خو مجبوره يو مونږ

تا ته اسان دي خدايه

خولې مو ګويان دي خدايه

ته يې تباه برباد کړې

دا ظالمان دي خدايه

دا زورېدلې اولس

دا کړېدلې اولس

خدايه نور خلاص کړې ترېنه

دا دردېدلې اولس

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x