
غزل/ نصيب رحماني
نصيب رحماني
ما له سترګو نه وینځلي کله نه دي
ستا د یاد اثرات هلته لا ویده دي
یوه موده وه چې په سر مي پیټی نه وُ
اوس چي ژاړمه یادونه دي درانه دي
کومي پیغلې ته یې بیا زیری راوړی
د ماشوم هلک په سترګو کي رانجه دي
د بوُرا او د ګلاب مینه رښتنې
دا تقدیر ده یو له بله چې خواږه دي
رحمانی د زړه په کور کې مي ساتلي
څو یاران لکه اغزي داسي تیره دي
ــــــــ
نصیب رحماني