شعـــــرونه

غزل/ هدايت الله حقمل

هدايت الله حقمل

پاچا دا څه حال دی وطن کې او دا څه راوان دي
زنا لواطت په عام محضر کې دغه ښه روان دي؟

پخپل قانون اساسي مو هم تېری کړی دی
په خدای له شرمه مې د سترګو نه باڼه روان دي

زما ګیله له دې پردیو اشغالګرو نه شي
بیخي ناتوان یم اربکېان په دېواله روان دي

وخ دغه خلک پخپل لاس ځان تر ګړنګ رسوي
دا خو ړانده نه دي نو ولې بیا کاږه روان دي؟

حقمله نور مې د قلم څوکه له درده چوي
اوس بې سترۍ د پښتنو ته پښتانه ر وان دي

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x