د حلب ویرنه…..

ثاقب خپلواک

ها ! تور لوګي چې د بمبار ګرځي د حلب پر فضا
بیا د بارودو، ګرد غبار ګرځي د حلب پر فضا

هلته ! بیا ویر له ویره زیږي ، تسلسل د ساندو
چې له ویرونو جوړ ناتار ګرځي د حلب پر فضا

چې یې د بورو میندو ، لاندی کړی ارمان تر خاورو
هلته ! چورلکی بیا کتار، ګرځي د حلب ، پر فضا

غیږ کي ماشوم بچی ، د پلار دی له سلګیو سره
وینو کې تم ارمان ایسار ګرځي د حلب پر فضا

د هری مور، غیږ کې معصوم ماشومان چیغی وهي
چې الوتکی تر سهار ګرځي د حلب پر فضا

چې ځي معصومی ارواګانی ، د جنت په لوری
هلته ! بیا ژوند پر اوږو بار ګرځي د حلب پر فضا

بیا ژړوي د حلب ویرنه ، مو مظلومی خویندې
چې د شهید ورور یې یادګار ګرځي د حلب پر فضا

چې بدرنګۍ غشي کړل ښخ ، بیا د ښکلا په ټټر
ثاقبه ! څه ښکلي اسرار ګرځي د حلب ، پر فض

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د