
غزل/ مولوي محمد امين وقاد
مولوي محمد امين وقاد
د خوښۍ خیال یې په ویرونو باندې سم په اوږو
پردو زموږ له کلي وړی وي تل غم په اوږو
ټول کلیوال یې وشړلو ته له کلي وتي
د چا تبرونه په لاسو د چا اړم په اوږو
غرو کې تکبیر کړي انعکاس اواري ټولي کمین
غونډۍ مو هم ساتي غلیم ته اړین بم په اوږو
بیا د درخو د خلاصون لار د ازادیو لټون
وی به د کلي د طالب یار او ادم په اوږو
د تن په وینه یې پایښت لره موږ ملا تړلي
زخمي لیلی د ازادۍ ته وړو ملهم په اوږو
نه به وحشي لېمې جرئت د راکتلو وکړي
نه به خیثې پیښې ږدی زموږ د چم په اوږو
بیا د غازی اشنا د سوبې تبریکۍ په خاطر
وقاد په هسکه غاړه وړي ورته زم زم په اوږو