افغانستان

په لوګر کې ژورنالیست وژل شوی دی

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، لېندۍ ۲۵مه، ۱۳۹۵ل): د لوګر ولایت د یوې سیمه ایزي راډیو مدیر مسؤول د ناپيژاندو وسلوالو په ډزو وژل شوی دی.

د ملي پیغام په نامه راډیو مسؤول مدیر «قاضي محمد نصیر مدثر» هغه مهال ووژل شو کله چې نوموړی له دفتر څخه د کور پر لور روان وو، چې وسلوالو ډزي باندي وکړې او ځای پر ځای یې ووژلی.

د لوګر والي ویاند «سلیم صالح» رسنیو ته د پيښي تایید کړی او ویلي چې پيښه نن ماښام پنځه بجې د محمد اغي ولسوالۍ په کتب خېلو کلي کې را منځته شوه.

نوموړي وویل چې د ډزو وروسته وسلوال په خوندي توګه له سیمي لادرکه شوي دي. خو پولیسو یې پلټنه پيل کړې ده.

د قاضي نصیر مدثر زوی «زبیر الهام» رسنیو ته ویلي چې پلار یې له هیڅ چا سره شخصي دښمني نه لرله، نه پوهیږي چې چا به دا کار تر سره کړی وي.

نوموړي ویلي چې د ملي پيغام راډیو په لوګر ولایت کې له تېرو ۱۲ کلونو راهیسي فعالیت کوي، په دغه موده کې دوه ځله نامعلومو وسلوالو برید کړی او دوه ځله بهرنیو ځواکونو چاپه باندي اچولې ده.

باید وویل شي چې په دې وروستیو کې د افغانستان د حکومت له لوري هم د ژورنالیستانو پر تګ راتګ بندیزونه زیات شوي او هغوی نه پرېښودل کیږي چې په ازاد ډول خپل کار وکړای شي، چې په دې لړ کې د ملي امنیت اداره او د ارګ مامورین په ځانګړي ډول لیکوالان او ژورنالیستانو سره اړیکې نیسي او هغوی د ځینو خاصو رسنیو سره له همکارۍ منعه کوي او د لیکني د طرز پر بدلون یې مجبوره وي.

د نن ټکی اسیا سره په اړیکه کې یو شمېر ژورنالیستانو په وار وار نن ټکی اسیا ته د خپلي همکاري د معذرت تر څنګ دا خبره کړې چې د ملي امنیت له لوري څارل کیږي او یو شمېر یې ریاستونو ته غوښتل شوي او ګواښل شوي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x