افغانستان

ولسمشر اشرف غني د عطانور څخه د امنیت په ساتنه کې همکاري غوښتې

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، لېندۍ ۲۵مه، ۱۳۹۵ل): د بلخ ولایت سرپرست والي عطانور څرګنده کړې چې د ولسمشر اشرف غني سره د یوې توافقنامې پر اساس چمتو دی له خپلي دندي څخه لیري شي.

نوموړي دغه خبري تېره ورځ په یوه غونډه کې رسنیو ته کړي خو څرګنده کړې نه ده چې د یادي توافقنامې ټول بندونه څه دي.

هغه وویل چې دغه توافقنامه به ډېر ژر را ښکاره او عملي بڼه اختیار کړي.

نوموړي وویل چې ولسمشر اشرف غني له ده څخه غوښتي چې د هیواد د امنیت په ساتنه کې د ګډحکومت سره همکاري وکړي او د حکومت د بهرني سیاست تر څنګ د سولي له هلو ځلو څخه ملاتړ وکړي.

نوموړي همدراز ویلي چې ولسمشر اشرف غني به د حکومتي چارو د مهمو پریکړو دی په اعتماد کې اخلي او همداراز به د پریکړو تر مخه دی په جریان کې وي.

عطانور ددې تر مخه ولسمشر اشرف غني پر ضد سختي څرګندوني کولې او د اشرف غني له سختو منتقدینو څخه شمېرل کېدی.

نوموړی له ۲۰۰۴ راهیسي د بلخ ولایت والي دی، پخواني ولسمشر حامد کرزي هم هڅه وکړه چې هغه له دندي ګوښه کړي، خو ونه توانېد.

د ګډ حکومت مشر اشرف غني هم د خپل ټاکنيز کمپاين پر مهال ژمنه کړې وه، چې عطا نور به له دندې ګوښه کړي او واک ته له رسېدو وروسته يې د څلور دېرشو واليانو په ګډون عطا نور هم له دندې ګوښه او د ولايت سرپرست وټاکه، مګر هغه مهال هم د بلخ والي ګواښ وکړ، چې «د چا پلار يې هم له دندې نه شي لرې کولای.»

د بلخ سرپرست والي امريکايي ورځپاڼې نيويارک ټايمز سره په خپله تازه مرکه کې ويلي، چې ولسمشر غني بايد دی د والي په توګه ومني او له هغې وروسته دی کولای شي د بلې دندې منلو په اړه غور وکړي.

د تېرو ولسمشريزو ټاکنو پر مهال عطا نور د اشرف غني له سيال ډاکټر عبدالله سره ولاړ و او په زغرده به يې د عبدالله د حريف پر ضد څرګندونې کولې.

عطانور نيويارک ټايمز ته ويلي: «که زه د ولايت له دندې ګوښه کېږم، نو زما پر ځای به څوک راځي. دوی ما په زور له دندې نه شي ګوښه کولای، ما سره مې خپل خلک ولاړ دي او زه له دوی سره يم.»

ټولنیزو پاڼو کې ویل کېدل: ولسمشر اشرف غني د عطا نور له لوري په بلخ کې داسي استقبال شو لکه بل هیواد ته چې راغلی وي

په خپل دوه کلنۍ دوره کې تېره میاشت (نومبر ۲۹مه) ولسمشر اشرف غني د اقیني د ریل لاري د پرانیستلو مراسمو څخه د راګرځېدو پر مهال په بلخ ولایت کې تم شو او هلته یې د عطا محمد نور تر څنګ ددغه ولایت د چارواکو سره په لومړي ځل ولیدله.

داسي ګمان کیږي چې په شمالي ولایتونو کې د عطا نور د سیال جنرال دوستم سره د اړیکو د خرابېدو له امله ولسمشر د جنرال عطا سره یو لړ توافقاتو ته رسیدلی چې ممکن د جنرال دوستم د وروستیو دوسیو د څیړلو وروسته هر څه بربنډ شي.

ددې تر مخه داسي ویل کېدل چې جنرال عطا سره وعده شوې چې په ارګ کې به یوه مهمه وظیفه ورسپارل کیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالولی (فهیم)۰

د خدای لعنت دوی په دی نیکټایی داره جهادیانو باندی چی زمونږ ګران وطن او خلک یی در په دره او خاوری په سر کړل او اوس هم دا بیغیرته او بیشرمه خلک واکداری کوی.

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x