افغانستان

پر واقعیتونو اعتراف…څو سپینې خبرې

پر واقعیتونو اعتراف د منصف انسان ځانګړنه ده. که شيدې سپينې نه ګڼې، اول خو یې څوک درسره نه مني، که  چا درسره ومنله، نو پوه شه، چې ځان درنه خلاصوي او په پټه خوله د لېونتوب او حماقت پرېکړه درباندې کوي. ښو ته به ښه وایو، او بدو ته بد. که ښه د نورو وي هم باید اعتراف پرې وکړو او که بد د زموږوالو هم وي، ښايي په خلاصو سترګو او پراخ زړه یې ومنو. خپل ټټو به ټټو ګڼو او د بل اس، اس.  

زما د لومړني کالم زیاته برخه د نړیوالې پېژندل شوې څېرې، بېل ګېټس پر وړتیاوو او لاسته‌راوړنو څرخېده. که ګېټس مړ هم شي، پر امریکا سربېره، چې د ده ټاټوبی دی، زموږ پر رسنیو کې به هم پرې خبرې او تبصرې وشي.

ګېټس له ۱۹۹۷م تر ۲۰۰۷م پورې د نړۍ لومړنی نمبر پانګوال و. که ووایو، چې دا نه منو! نو بې پري به څه پرېکړه وکړي؟! حتما راباندې د ړانده تعصب پرېکړه کېږي. که ووایو، ګېټس په ژوند کې هېڅ نه دي کړي، دا خبره به څومره عادلانه وي؟! یا په سویلي افریقا کې د تور پوستو پر ضد د کرکې غورځنګ (اپارتاید) مشر، نېلس منډېلا مړ شو. منډېلا خو څه عادي انسان نه و. په خپل هېواد کې يې د استعمار پر ضد مبارزه کړې، د پوټکي پر بنسټ يې تعصب رټلی او په پایله کې په لومړي ځل د سویلي افریقا تورپوستی ولسمشر شو. خپل ګرد مخالفین یې وبښل! دا کار به څوک وکړي؟!

د چین د کمونیسټ ګوند مشر او د چین معنوي پلار، ماوزوډونګ په خپل هېواد کې د بهرنیو ښکېلاکګرو پر ضد مبارزه وکړه، خپل ولس یې په ډېر مهارت سره رهبري کړ. ماو د ژوند په لومړیو کې یو خوار انسان و، په یوه کتابتون کې یې کار پیل کړ، مطالعه یې وکړه، د کارل مارکس له کمونیستي افکار اغېزمن شو. ماوزوډونګ انقلابي سیاستوال، شاعر، نظامي ستراتیژیست او اجتماعي-سیاسي مفکر و. د مارکس افکار یې هم هوبه هو –لکه زموږ د کمونیستانو په څېر- ونه منل، د خپل هېواد، د خپل ولس او خلکو له اړتیاوو او غوښتنو سره سم یې په کمونیزم کې بدلونونه راوستل او نن په نړۍ کې د کمونیزم یو ځانګړی مکتب د ماو دی، چې پلویان یې ماویسټ کمونیستان او فکر یې ماویزم باله شي. ده په همدې کمونیزم خپل هېواد کې پر ۱۹۴۹م کال انقلاب راووست. زما یې یوه خبره ډېره خوښه ده: «چې زه مړ شوم، زما د مړینې ورځې په درناوي، رخصتي مه کوئ، څو ساعته اضافه کار وکړئ!» اوس که د ماوزوډنګ پر شخصیت، وړتیاوو، لاسته‌راوړنو او ژمنیتا سترګې پټې کړو، څوک به یې راسره ومني؟!

دا هم پر خپل ځای، د سویل ختیځ اسیا هېواد، وېټنام وضعیت له دویمې نړیوالې جګړې وروسته له بلا ستونزو سره مخ و. وېټنام د فرانسې مستعمره (۱۹۴۵-۱۹۵۵)و. د هوچيمین په نامه یوه لیډر پکې راڅرګند شو، خپل ولس یې رهبري کړ، د ازادۍ جګړه یې پیل کړه. خبره له فرانسې سره تر مذاکراتو ورسېده، فرانسویانو له خپلې وتنې سره سم وېټنام پر دوو برخو، سویلي او شمالي وېټنام ووېشه. شمالي وېټنام د هوچيمین له نظامي چریکانو «وېټ مین» سره و او سویلي د امریکا په ملاتړ د «ویټ کانګ» ډلې ولکه کې و. هوچيمین د خپل هېواد تجزیه ونشوای زغملای، بیا یې مبارزې ته ملاتړله، له فرانسې وروسته د امریکايي اشغال پر ضد له دې بل زبرځواک سره په ډغره شو. په خپلې حکیمانه رهبرۍ يې امریکا بلااخره ماتې ته اړوېسته. په ۱۹۶۸م کې امریکا مذاکراتو ته غاړه کېښوده او سویلي او شمالي وېټنام سره یو شول او وېټنام بېرته متحد شو.

هوچيمین د هېواد له متحید کولو یو کال وروسته، په ۱۹۶۹م کې د سپتمبر په ۲مه د زړه د حملې له امله مړ شو. وېټنامیانو د دې ستر رهبر په درناوي او د ده د هڅو او کوښښونو په قدردانۍ خپله پلازمېنه (سیاګان) د ده په نامه کړه او نن د وېټنام پلازمېنه د «هوچيمین» ښار دی.

په اسلامي نړۍ کې، ډاکټر مهاتیرمحمد له ۱۹۸۱ کاله تر ۲۰۰۳م پورې د مالیزیا لومړی وزیر و. ډاکټر مهاتیر مالیزیا په اقتصادي لحاظ داسې یوه پړاو ته ورسوله، چې د «سړي سر» کچه یې تر اسراییلو لوړه ده، د ده د واکمنۍ په پیل کې سړي سر ۳۰۰ډالر و، چې ده تر ۴۰۰۰ډالرو ورساوه. ډاکټر مهاتیر د نوې مالېزیا پلار ګڼل کېږي. د مهاتیر د واک پر مهال په مالیزیا کې د غربت کچه له پنځوس فیصدو تر شپږ فیصدر راکښته شوه.  په اسلامي نړۍ کې صنعت کې لومړی هېواد دی. په سیاسي لحاظ پتمن موقف لري. اسلامي بانکدارۍ کې تر ټولې اسلامي نړۍ مخکښ هېواد دی، د سروزرو درهم او د سپينو زرو دینار په لومړي ځل دوی بیا دود کړل، چې د انفلاسیون په مخنیوي کې ډېر اغېزمن رول لري. مهاتیر دا هرڅه د خپل هېواد لپاره وکړل. په خپل ولس کې پاموړ ځای لري.

 راځو ترکي لیډر ته. رجب طیب اردوغان په ۲۰۰۳م کال کې د ترکیې لومړی وزیر وټاکل شو. ترکیه هغه مهال د ۲۳ملیارده ډالره پوروړې وه. ښاغلي رجب طیب اردوغان په خپل لس کلن حکومت کې ترکیه د پرمختګ او اقتصادي رفا داسې پړاو ته ورسوله، چې پورونه خو یې خلاص کړل او علان یې کړ، چې ترکیه چمتو ده چې نړیوال بانک یا د پیسو وجهي صندوق ته پور ورکړي. له لومړي وزیر اردوغانه د ده د اقتصادي پرمختګونو په باب پوښتنه وشوه، چې لامل یې څه دی. اردوغان په ځواب کې ورته وویل: «زه غل نه یم». یوه بله خبره یې هم د یادولو وړ ده، چې وايي، هره شپه ټولې هغه عریضې لاسلیکوم چې زما د لاسلیک په تمه دي. سربېره پر دې، ترکیه په سیمه کې د یوي موثر، ځواکمن او مطرح هېواد په توګه راڅرګنده شوه. په اسلامي نړۍ کې له کمبودیا، تر سومالیه او د سوریې تر کډوالو او بیا په مصر کې د سیکولر-کودتايي رژیم پر ضد د لومړي وزیر اردوغان پتمن دریځونه هغه څه دي، چې اردوغان یې تر ترکیې ډېر ستر کړ او د ټولو مسلمانانو غمخور کړ.

اوس خبره دا ده:

له عیسوي، تر کمونیسټ او بیا تر مسلمانو رهبرانو پورې مې شخصیتونه ستاسې مخې ته کېښودل. د دوی وړتیاوو او لاسته‌راوړنو ته اشارې شوې دي. اوس که ووایو، چې بېل ګېټس ټیکنالوژۍ ته هېڅ پاموړ کار نه دی کړی. مایکروسافټ د بېل ګېټس کمال نه دی. ماوزوډنګ چين ته هېڅ نه دي کړي، یا که یې کړي هم وي، مهم نه دی چې موږ ترې خبر شو. یا هوچیمین د خپل هېواد د ازادۍ لپاره مبارزه نه ده کړی، یادونه یې بې ارزښته ده. ډاکټر مهاتیر مالیزیا ته هېڅ نه دي کړي او اردوغان بویه او ترکیه یې، زما و ستا پر څه! که زموږ دغه دریځونه یو بې پري انسان وګوري نو یا د ړانده تعصب، یا د بې حده تنګ‌نظرۍ، یا د حسد او یا هم کوم بل تور راپورې کوي او حق یې هم دی. دا نړۍ اوس ډېره نژدې او سره راټوله شوې ده. له ما و تا نه وېټنام لرې دی، نه چين، نه مالیزیا او نه هم ترکیه. موږ یوه نړیوال کلي کې ژوند کوو.

د دې مثالونو او مقدمې هدف دا و، چې زما پر لومړي کالم ځینو دوستانو نقد کړی و. هر چا له خپل لیدلوري نیوکه کړې وه. په ټوله کې نیوکه دا وه، چې ولې بېل ګېټس ستایل شوی. زه وایم، دا شخصیتونه ما ستاسې مخې ته کېښودل، بې‌شکه چې موږ د دوی تجربو او وړتیاوو ته اړ یو. باید له دوی د پرمختګ لارې زده کړو. موږ تر بل هرچا د کامیابو شخصتونو ژوندلیکونو ته اړ یو. له اردوغانه حکومت‌داري او وطندوستي زده کړئ. له مهاتیر، منډېلا، هوچیمین او مازوډونګه یې زده کړئ. عقاید، دین او مذهبونه د هر یوه پر خپل ځای، دین مو خپل، خو تجارب او وړتیاوې د نورو خپل کړئ.

لیکوال: ذاکر جلالي

کالم: تم شه!

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x