شعـــــرونه

د جمعې ورځ/ رضوان الله فيضاني

رضوان الله فيضاني

مبارکه ده بې شانه د جمعې ورځ
خپه نه کړې مسلمانه د جمعې ورځ

دغه ورځ ده رب خاص کړې عبادت ته
هر مؤمن لره ده ګرانه د جمعې ورځ

د ( الکهف سورت ) ويل پکې ضرور دي
برکات لري پرېمانه د جمعې ورځ

د جمعې په ورځ چې مړ شي خلاصوي يې
له دهشت د قبرستانه د جمعې ورځ

ډېر صفت يې احاديثو کې راغلي
پټه نه ده له هېڅ چا نه د جمعې ورځ

د الله نېک بنده ګان ورته لېوال وي
مدام غواړي له رحمانه د جمعې ورځ

په دې ورځ دورود سيده ځي ګران رسول ته
رب دې تل لري ودانه د جمعې ورځ

( فيضاني ) په عبادت يې تل سينګار کړه
ده اعلیٰ له درست جهانه د جمعې ورځ

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x