طالبان د ایران په کانفرانس کې ګډونوال نه دي

نن ټکی اسیا (جمعه، لېندۍ ۲۶مه، ۱۳۹۵ل): د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي نن ټکی اسیا ته په را لیږلې خبرپاڼه کې ویلي چې دوی ته د ایران له لوري کومه رسمي بلنه نه ده رسېدلې؛ ځکه نو دوی د «اسلام یووالي» په نامه کانفرانس ګډونوال نه دي.

تېره ورځ ځینو ایراني رسنیو خبر ورکړی و چې ګواکي په تهران کې جوړېدونکي کانفرانس ته د طالبانو پلاوی هم غوښتل شوی دی.

ایران وايي چې په دغه کانفرانس کې د اسلامي نړۍ څخه ۲۲۰ بانفوذه علماو او اسلامي شخصیتونو ګډون کړی چې په هغه کې ۱۰۰ کسان یوازي د ایران او پاته نور د اسلامي نړۍ شخصیتونه دي.

باید وویل شي چې څو کاله وړاندي طالبانو ته په ورته یوه غونډه کې بلنه ورکړل شوې وه او هغه وخت د طالبانو دوو استازو ګډون پکي کړی وو.

که څه هم رسنیو د امریکايي او افغاني چارواکو له خولي خبرونه ورکړي چې ګواکې طالبان او ایران نیژدې اړیکي سره لري، خو د ایران وزارت خارجه طالبان یو تروریستي ډله بللې او پر وړاندي یې د افغانستان د حکومت څخه د ملاتړ ډاډ ورکړی.

همداراز څه موده مخکې ویل کېدل چې طالبانو د ایران لپاره یو نماینده «مولوي نیک محمد» ټاکلی، خو وروسته نوموړي هم خپله او هم طالبانو دغه راپورونه رد کړل او د ایران د بهرنیو چارو وزارت دا خبرونه بې بنسټه وبلل.

باید وویل شي چې د امریکا ولسمشر باراک اوباما په دې وروستیو کې ومنله چې په افغانستان کې د طالبانو په ماتې نه دي توانیدلي.

د شنوونکو په نظر امریکايي چارواکي په افغانستان کې د خپلې ماتې پټولو په خاطر اوس پړه پر ګاونډي هیوادونو اچوي.

ایران په داسي وخت کې د «اسلامي یووالي» په نامه کانفرانس جوړوي چې عملا یې ځواکونه او شیعه ملیشې په عراق، سوریه او یمن کې د اسلامي ولسونو پر ضد په جګړه بوخت دي، په ملیونونو مسلمانان یې له خپلو سیمو کډوالۍ ته اړ کړي، په لسګونو زره مسلمانان یې وژلي او دا لړۍ لا روانه ده.

طالبانو د سوریې په حلب ښار کې د رواني ټولوژني په اړه په یوه اعلامیه کې د ملکي وګړو وژني وغندلې او له اسلامي امت څخه یې وغوښتل چې باید د ملکي وګړو پر ټولوژني بې تفاوته پاتې نشي.

د سوریې په حلب ښار کې د روسي الوتکو د بمباریو په مټ او پر ځمکه د شیعه ملیشو او د ایران د انقلابي ځواک په مټ د سوریې نظامي پوځیان وتوانېدل چې یو ځل بیا د حلب ښار تر خپلي ولکي لاندي راولي او هلته په سلګونو کسان اعدام کړي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د