شاه زمان

دافغاني پاچاهانو لنډ ژوندليک: شاه زمان

لیکوال : شهید بشیراحمد ریان

له تيمور شاه څخه وروسته دهغه زوى زمان شاه واکمن شو.(اتم شوال ١٢٠٧هـ)[1]

زمان شاه دتيمورشاه دوهم زوى و،[2] مور يې يوسفزۍ وه.[3]

تيمور شاه دمړينې په وخت کې څوک دځاى ناستي په توګه انتخاب نکړ، کله چي هغه وفات شو، زامن يې په کابل کې سره راټول شول ،هر يوه دپاچا کېدلو کوښښ کاوواو دهمدې لپاره يي بېلا،بيل سرداران ملګري کړي و.

زمانشاه يو ډېر پياوړى سردار پائنده خان دځان ملګرى کړ، پائنده خان اعلان وکړ تر څو دتيمورشاه دټبر ټول وګړي او اميران راټول شي،هغوى چي کله سره راټول شول او په يوه قصرکې کېناستل،نو زمان شاه او پائنده خان ترې راووتل، دماڼۍ دروازې يې بندي کړې،پوځ يې تر ماڼۍ راتاو کړ او اميران يي مجبور کړل تر څو له زمان شاه سره بيعت وکړي.[4]

اميرانو هم له زمان شاه سره بيعت اعلان کړ، خو دزمانشاه وروڼو او دتيمورشاه زامنو بيعت ونه مانه.

زمان شاه په پلاز دناستي په مهال ٢٤ کلن ځوان و.[5]

په همدې وخت کې چې زمانشاه دپاچا په توګه اعلانيدو ، همايون په کندهار کې و.هغه دزمانشاه واکمني ونه منله، ځان يي دمشر په توګه دپاچهۍ حقدار ګاڼه،له يوه پوځ سره له کندهاره راوخوځېد.

په کلات کې دزمانشاه او همايون پوځونه سره مخامخ شول، همايون ماتې وخوړه او دبلوچستان په لور وتښتيد.[6]

زمانشاه چي کله پاچا شو،درحمت الله خان په نوم کس يې چي دسدوزي قبيلې څخه و،دخپل وزير په توګه وټاکو او د وفادارخان  لقب يې ورته ورکړ.[7]

زمانشاه غوښتل ترڅو دخپل نيکه برم راژوندى کړي، دهمدې موخې لپاره يي ډېري هڅې وکړي.پوځونه يې پوځاى کړل،دپنجاب په لوري وخوځيد،کله چي تر اباسين واوښت ، دهمايون دپرمختګ خبر يې واوريد،بېرته ناهېلى راوګرځيد او له همايون سره يې جنګ وکړ،هغه يې زنداني اوړوند کړ.

بيا يي پوځونه راجمع کړل او دسند په لور وخوځيد،تر څو دتالپور دسردارانو غوږ وروپېچي خو په سيند  کې و ، چي ورته له هرات څخه دشاه دمحمود دوړاندي تګ خبر ورغى ، نو له همدې امله يي دميرفتح علي خان تالپور سره سوله وکړه او درېمه خراج يي ورته وباښو،خپله په بېړه راوګرځيد، محمودته يې په ګرېشک کې شرموونکې ماتې ورکړه، هرات يې ونيو،خو له محمود سره دسولې له امله يې بيرته پرېښود.

په ١٧٩٥ زېږدېز کال بيا دپنجاب دتسخير لپاره راووت،په حسن ابدال کې و؛ چي دمحمدشاه قاجار دحملې خبر يې واورېد.بيرته دکابل په لور راغى خو محمدشاه قاجار سولې ته غاړه کېښوده.[8]

په ١٧٩٦ ز يي بيا پر پنجاب حمله وکړه،لاهور يې ونيو ، غوښتل يي پر هند حمله وکړي خو دمحمود دسرغړونې يې واوريدل،راغى؛ محمود يې مات کړ او هرات يې خپل زوى قيصر مرزا ته ورکړ.[9]

په ١٧٩٨ ز کال لاهور ته راغى ، له سيکانو سره يي سوله وکړه،خودمحمدشاه قاجار دحملې خبر يې واورېد، په هغه لوري ولاړ،خو محمدشاه قاجار له ډګر څخه په شا شو.

په دې جګړه کې دمحمدشاه قاجار موخه داوه ترڅو زمان شاه مخ له هند څخه واړوي، محمدشاه دانګريزانو په لمسون په افغاني خراسان حمله وکړه، انګرېزان دلاهور په نيولو ووېرېدل او په دې ترهه کي شول چي زمان شاه به ترې هند ونيسي،نوځکه يي محمدشاه قاجار ته وويل ترڅو په هرات حمله وکړي او دزمان شاه مخ له هند څخه واړوي.

زمان شاه بيا هند ته له پوځ سره دتلو جوګه نشو.[10]

کله چي زمان شاه له محمدشاه قاجار سره لانجه غوڅه کړه،نو بېرته کابل ته راوخوځيد، په کابل کې دسردار پائنده خان او نورو سردارانو له سازش څخه خبرشو ،دپائنده خان او نوروسردارانو دوژلو امر يي وکړ او دپائنده خان په زوى فتح خان پسي يي هم خلک واستول، خو هغه تري وتښتيد او له محمود سره يوځاى شو.(١٢١٤هـ)[11]

محمود او فتح خان په هرات حمله وکړه ، هرات يي ونيو او دبارکزيانو په مرسته يې په کندهار حمله وکړه،کندهار يې لاندي کړ او دکابل په لوري وخوځيدل،زمان شاه چي کله دمحمود له وړاندي تګ څخه خبر شو،مقابلې ته يې ورودانګل خو ماتې يي وخوړه ، دپېښور په لوري په شاه سو.

محمود کابل ونيواو په زمان شاه پسې يي لښکري ولېږلې، زمان شاه هم دپېښور خواته په تېښته شو، په لاره يې دجلال آباد په سيمه کې دملاعاشق شينواري کلا ته پناه يوړه.[12]

ملاعاشق شينواري په ډېره بي ننګۍ سره په داسي حال کې چي دميلمه پالني قدر يي هم ونه کړ،محمود ته دزمان شاه خبر ورکړ،محمود يوه ټولۍ دزمان شاه دنيولو لپاره ولېږله، زمان شاه يي ونيو (١٨٠٠ز) ،ړوند يي کړ او دکابل په بالاحصار کې بندي کړ.[13]هم هغه وخت چي زمان شاه دعاشق په کلا کې بندي و، دکوه نور مشهور الماس او نور جواهرات يي هلته خوندي کړل.[14]

کله چي شاه شجاع په ١٨٠٣ ز کال کې محمود مات کړ، نو زمان شاه يي خلاص کړ، هغه هم دکوه نور الماس او نور جواهرت هغه ته وروښودل.[15]محمود له ځان سمولو وروسته بيا په کابل حمله وکړه،شاه شجاع يي مات کړ او کابل يي ونيو،شاه شجاع دپېښور په لور وتښتېد او زمان شاه يي هم له ځان سره ملګرى کړ، هلته دانګريزانو په پناه کې اوسيده.[16]

سرچينې :

[1]- رجال و رويدادهاي تاريخي افغانستان، ٩ مخ.احمدعلي کهزاد،دانش کتابخانه ١٣٧٦ سرطان هـ ش.، پېښور،پاکستان.

[2]– افغانستان درمسير تاريخ ،٣٧٩ مخ ١ټوک.ميرغلام محمدغبار. مرکز نشر انقلاب با همکارى جمهورى ، ١٣٦٦ هـ چاپ.

[3]– پښتانه دتاريخ په رڼا کې،٧٠٨ مخ. سيدظفر کاکاخيل،يونيورسټي بک ايجنسي پېښور پښتونخوا ، ٢٠٠٩ ز کال چاپ .

[4]– پورتنى ماخذ.

[5]– افغانستان از امير کبير تارهبر کبير (حقيقت التواريخ)٦٤ مخ.علامه عبدالحق مجددي و داکتر فضل الله مجددي.بنګاه انتشارات ميوند، ١٣٨٧هـ ش.

[6]– دافغانستان لنډتاريخ ،٤٠٤ مخ ١ ټوک. عبدالحى حبيبي،ژباړن : عبدالرؤف بېنوا، ١٣٥٦ هـ ل کال دکابل چاپ .

[7]– دافغانستان پرمعاصر تاريخ يوه لنډه کتنه ،٤٧ مخ. کانديداکاډميسن محمد ابراهيم عطائي.ميوند خپرندويه ټولنه،١٣٨٣هـ ل.

[8]– پښتانه دتاريخ په رڼاکې،٧١٢ مخ.

[9]– هماغه ماخذ.

[10]– دافغانستان لنډ تاريخ ،٤٠٦ مخ.

[11]– افغانستان درقرن ١٩، ٩ مخ ١ټوک .سيدقاسم رشتيا .بنګاه انتشارات ميوند، پنځم چاپ، ١٣٨٤هـ ش.

[12]– افغانستان درمسير تاريخ ،٣٩١ مخ ١ټوک.

[13]– افغانستان تر وروستي افغانه ،٢٣٦ مخ ١ټوک.غلام محمد زرملوال،دانش خپرندويه ټولنه ،١٣٨٣ ل.

[14]– رجال ورويدادهاي تاريخي افغانستان ٢٠ مخ .

[15]– غازي احمدشاه بابا،١٣٤ مخ .

[16]– پښتانه دتاريخ په رڼاکې ،٧١٧ مخ.

د لیکوال په اړه

د افغان پاچهانو لنډ ژوند لیک د شهید بشیراحمد ریان شهکار اثر دی، دا کتاب لومړی ځل په ۱۳۸۷ هـ ش کال کې چاپ شو چي د لوستونکو له درانه استقبال سره مخ شو او په ډېره کمه موده کې د مينوالو له غوښتنو سره سم اوه ځله له چاپه راووت. تر دي دمه د یاد کتاب تر شل زره زیاتې نسخې د لوستونکو تر لاسونو رسېدلې.

د نن ټکی اسیا ویب پاڼې اداري وپتیله چي له دې کتاب څخه د یوه یوه واکمن ژوند ليک په قسط واره توګه د خپلو لوستونکو لپاره نشر کړي.

د نن ټکی اسیا اداره

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د