د زرداد تر نیول کیدو وروسته د حکومت او حکمتیار د سولې برخلیک

شاهد (غزنیوال)

د تیرې چارشنبې په ورځ یوه په یوه خبري رسنیو خبر ورکړ چې د تنظیمي جګړې د وخت یو مشهور قومندان زرداد فریادي په لندن کې تر څو کلن اسارت وروسته کابل ته راغي . د زرداد یو شمیر پلویان چې د نوموړي انځورونه يي هم له ځان سره لیږدول د کابل هوايي ډګر ته د نوموړي د ښه راغلاست لپاره ورغلل خو د دوي تر ور رسیدو وړاندې ښاغلی زرداد امنیتي ځواکونو نیولی او له ځان سره نا معلوم لورته بیولی و.

ښاغلی زرداد د شوروي اشغال په مهال د حزب اسلامي تنظیم مربوط یو محلی قومندان و ، خو سیاسي تبارز یې د کمونیستي نظام تر سقوط وروسته په تنظمي جګړو کې د ښکیلتیا په مهال تر لاسه کړ.

ښاغلی زرداد د تنظیمي جګړو په مهال د ولسي خلګو په وړاندې د بشرضد جنایتونو په ترسره کولو تورن دی او ډیر شهرت یې د هغه انساني سپې د ساتلو له امله تر لاسه کړ کوم چې د سروبي په ځنځیر یې د کابل ـ ننګرهار د لویې لارې مسافرینو د لوټلو او ځورولو لپاره توظیف کړی و.

د زرداد انساني سپی وروسته د تنظمي جګړو د وحشت د یوه منفوریاد ګار په توګه په ولس کې پراخ شهرت پیدا کړ.

د طالبانو لخوا د کابل تر نیولو وروسته ښاغلی زرداد لندن ته سیاسي پناه یووړه او هلته یې د هوټل کاروبار پیل کړ.

په کال ۲۰۰۵ کې په لندن کې د تنظیمي جګړو د یوشمیر متضررو افغانانو له لوري ورباندې د جنګي جنایتونو د ترسره کولوو دعوه وشوه او سمدلاسه د سکوتلند یار پولیسو ( امنیتي ځواکونو) لخوا اسیر او دهغو اسنادو له مخې چې په کابل کې د انګلستان د سفارت په وسیله د لندن د جنايي جرمونو له محکمې سره شریک کړای شول یادې محکمې په شل کلن بند محکوم او د بند موده یې همالته د میدیستون په زندان کې تیره کړه.

په تیر سپتمبر کې له حکومت سره د حکمتیار تر پخلاینې وروسته د جانبینو ترمنځ د شوي توافق د یولسمې مادې له مخې د حکمتیار په شمول ټولو هغو کسانو ته چې د تنظمي جګړې په مهال په بشري جرمونو تورن دي قضايي مصؤنیت ورکړل شو ښاغلی زرداد هم د همدې مصؤنیت له مخې له لندن نه کابل ته را وغوښتل شو .

که څه هم چې د حکمتیار د سولې مشر مرکچي ښاغلي امین کریم رسنیو ته ویلي چې د زرداد خلاصون او کابل ته راتګ د سولې له پروسې سره کوم تړاو نه لري ، خو کابل ته د زرداد له رارسیدو سره سم هلته د حکمتیار د پلویانو له لوري په بینرونو او شنو بیرغونو سره د نوموړي استقبال د دې ښکارندوینه کوي چې د هغه خلاصون د حکمتیار اړوند د یوه جنګي قومندان په حیث شوي او نوموړی مشخصا د سولې د بهیر جُز دی.

د سولې په هوکړه لیک د زرداد د نیول کیدو اغیزې

لکه چې پورته ورته اشاره شوه ښاغلی زرداد له حکومت سره په تفاهم کې له لندن نه کابل ته راوغوښتل شو او په کابل کې پرته له دې چې د ده د بیا نیول کیدو په اړه د امنیتي چارواکو لخوا رسمي توضیحات ورکړل شي په مبهم ډول اسیر او نامعلوم لوري ته یو وړل شو.

ښايي دا کار د جانبینو ترمنځ د ترسره شوې سولې د توافقاتو خلاف لومړی نقض وي چې رامنځته کیږي.

د سولې په توافقاتو کې له دې پرته نور هم داسې موارد شته چې د وخت په تیریدو سره به د هر یوه په مخته راتلو سره د طرفینو ترمنځ دغه ډول ستونزې را منځته او د اعتماد فضاء له منځه وړل کیږي.

ځکه یواځې زرداد نه ، بلکې د تنظیمي جګړې د وخت ډیری نور تنظمي وسله وال هم شته چې پر بشر ضد جنایتونو تورن دي، هغوی ته که هرڅومره د سولې د توافقاتو له مخې قضايي مصؤنیت ورکړل شي خو په حق العبدي قضایاوو کې د دوي له جنایاتو متضررشوي کسان هغوی کله هم نه بښي او خامخا به د هغو د قضايي مجازات او یاهم د هغوی په وړاندې په انتقامي عمل لاس پوري کوي چې په دې سره به د سولې په اړه تر سره شوي ژمنې متضررې او د جانبینو ترمنځ د اعتماد فضا له منځه ولاړه شي.

همدا راز په کابل کې د زرداد دوباره نیول کیدل ښايي د دې لامل وګرځي چې د حکمتیار په شمول نور په جنايي جرمونو تورن کسان کابل ته د راتګ لپاره زړه ښه نه کړي.

له بلې خوا په کابل کې د زرداد له نیول کیدو تر دوو ورځو تیریدو وروسته هم د کوم مسؤل امنیتي مقام لخوا د نوموړي د نیول کیدو په اړه رسمي وضاحت نه دي ورکړل شوي، چې دغه ابهام او عدم وضاحت دا اندیښنه هم قوي کوي چې ښايي ښاغلی زرداد د ګډ حکومت د کوم بل سهیم لوري لخوا نیول شوي او نامعلوم ځای ته بیول شوی وي.

که څه هم چې د تنظیمي جګړې ډیری برخوال او په بشري جرمونو تورن کسان همدا اوس د ګډ حکومت اصلي او مسلط چارواکي دي چې نه د جنګي جنایاتو نړیواله محکمه ، نه د بشري حقونو د دفاع کمیټه او نه هم نور حقوقي او دفاعي سازمانونه د هغوي د مجازات په اړه کوم اقدام کوي او نه دوی د ځان د محاکمې په اړه د خطر احساس کوي.

خو حکمتیار چې اوس یې پخوانی پوځي او سیاسي وجاهت له لاسه ورکړی او په خپل شاوخوا کې د دوستم، ډاکټرعبدالله ، حاجي محقق او د ګډ حکومت د نورو مطرحو چارواکو په څیر وسله وال او ملیشه يي ځواک نه لري د دې لپاره ډیر مناسب دی چې امریکایان او بل هرڅوک یې د جنګي جنایتونو د تورن په حیث د محاکمې په پلمه بندي او د زرداد په څیر نادرک کړي.

زرداد ولي ونیول شو؟

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسون وايي چې زرداد په لندن کې د محکومیت وخت پوره کړی او برتانوي محکمې ورته برائت ورکړی، که واقعا هم نوموړی برائت ترلاسه کړی وي نوبیا په کابل کې ولي ونیول شو؟

که خبره دا وي چې نوموړی په کابل کې د جنايي جرمونو په تور نیول شوی نو تر زرداد خو ډیر لوی مجرمین هم دا اوس بالفعل د ګډ حکومت په تر ټولو لوړو منصبونو کې قرار لري.

واقعیت دا دی چې د زرداد فریادي د نیول کیدو عوامل تر جرمي زیات سیاسي دي او هغه دا چې که سبا ښاغلی حکمتیار کابل ته راځي نو د هغه ترڅنګ هیڅ داسې کوم مسلط پوځي ځواک نشته چې دی ورباندې باوري او امنیت يي خوندي کړي. کوم کسان چې د حزب په نوم په متعددو ښاخو کې اوس مهال په حکومت کي فعال دی هغوی له پوځي قوت نه تجرید او هریو په جلاجلا ډول په خپلو شخصي مصلحتونو مصروف دي، نه د حکمتیار د مصاحبت سوچ ورسره دی او نه د هغه د اطاعت کولو پروا.

زرداد یواځینی شخص دی چې هم پوځي سابقه لري ، هم نسبي قومي پشتوانه او هم د حکمتیار په پلوي د تنظیمي جګړې تجربه، چې د همدې ارجحیاتو له مخې نوموړی د جُرمي سابقي له شتون سره سره له لندن نه کابل ته راوغوښتل شو.

د حکمتیار پخواني سیالان (نظار شورا) په دې پوهیږي چې د حکمتیار په راتګ سره به بیا د دوی ترمنځ سیاسي او تنظیمي کشمکش رامنځته کیږي او زرداد به د دې کمشکش د یوه اتل په توګه د هغوی په وړاندې مقابله کوي.

دا چې نظار شورا او شمالي ټلواله اوس هم د ګډ حکومت په ترکیب کې قوي سهم لري ، نو هم له دولت سره د حکمتیار د یوځای کیدو او هم تر یوځای کیدو وروسته د نوموړي د ځواکمن کیدو په ټینګه مخالفت کوي.

نن ورځ په کابل کې د نظار شورا د پلویانو لخوا د حکمتیار د تصویرونو سوځول او دهغه په خلاف شعارونه ورکول زمونږ د ادعاء ژوندئ بیلګه ده.

همدا وجوهات دي چې زرداد د حکومت له رسمي توضیحاتو پرته کابل هوايي ډګرته له رسیدو سره سم دستګیر او ښايي د مختلفو دلائلو په ارائه کولو سره تر ډیر وخت پوري بندي او یاهم تر نظارت لاندې وساتل شي.

د زرداد نیول کیدل ښاغلی حکمتیار ته بل دا پیغام هم رسوي چې که نوموړی په کابل او یا بل هرځای کې اوسي د شمالي ټلوالې چې په موجوده نظام کې تر حکمتیار ډیر تسلط لري له برلاسي باید بي پروا اونه اوسي.

خلاصه:

د حکومت او حکمتیار ترمنځ تر سره شوې سوله که په تبلیغاتي او سیاسي لحاظ په هرنوم تعبیریږي خو په حقیقت کې هغه د پخواني تنظیمي سیالانو د سیالۍ یوبل خونړی تسلسل دی چې په هیواد کې د کورنۍ جګړې د تداوم په غرض د واشنګټن او دهغه د سیمه ییزو ایتلافیانو لخوا پلان شوی.

په دې تسلسل کې به په شته مفسدینو سر بیره د زرداد په څیر له هیواده تښتیدلې مجرمین هم را یوځای کیږي او د امریکایانو د پوځي ، مالي او سیاسي حمایت په مټ به یو د بل په خلاف جنګول کیږي.

د امریکايي ځواکونو په موجودیت کې د هغوي د لاس پوڅي رژیم هره پریکړه د امریکايي مصالحو له تحقق پرته افغان ولس ته هیڅ پیغام نه لري.

ځکه نو ویلی شو چې همدا لوبه په هیواد کې د اجنبي اشغال یوه بله هغه خطر ناکه دسیسه ده چې د شهرت او قدرت پرسته بوالهوسانو له لوري په افغانستان کې د نیابتې جګړې د تداوم په غرض د مصلحتي سولې په نوم عملي کیږي نه د جګړې د پایته رسیدو واقعي سوله.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د