fbpx

د حج سورې په هکله په زړه پوري معلومات

لیکوال: استاد عبدالمالک همت

عبدالمالک همت

د حج سوره په قرآن کريم کي د عثماني مصاحفو د اوډني پر بنسټ مدني بلل سوې ده، خو عالمانو ويلي دي چي ډېر آيتونه يې په مکه کي نازل سوي وه، بيا چي رسول الله صلی الله عليه وسلم مدينې ته هجرت وکړ نور يې په مدينه کي نازل سول. له دې امله يې دا مختلطه (مدني- مکي) سوره بللې ده. امام قرطبي رحمه الله دغه خبره تر ټولو صحيح ګڼلې ده، بيايې د غزني د يوه مفسر دا قول هم نقل کړی دی چي وايي: دا له ډېرو عجيبو سورو څخه ده، هم په شپه نازله سوې ده، هم په ورځ، هم په سفر کي نازله سوې ده، هم په حضر کي، هم په مکه کي نازله سوې ده، هم په مدينه کي، هم د جګړې په حال کي نازله سوې ده، هم غير له جګړې، هم ناسخ آيتونه لري، هم منسوخ، هم محکم آيتونه لري، هم متشابه.

د دې سورت ټول آيتونه (۷۸) دي، لس رکوعي لري، په تلاوت کي (۲۲) مه سوره ده، د سورود نازلېدو په حساب (١٠٥) مه سوره ده او د ” النور“ تر سورې وروسته او د المنافقين تر سورت دمخه نازله سوې ده.

دا ښکلې او عجيبه سوره د رسول الله صلی الله عليه وسلم په زمانه کي د حج په سوره نومول سوې ده او بل نوم نه لري. په دې نامه يې د نوموني لامل دادی چي لوی څښتن سبحانه په دې کي یادونه کړې ده چي څنګه ابراهيم عليه السلام ته امر وسو چي خلک د بيت الحرام حج ته وبولي او څنګه هغه مهال د حج د درناوي لپاره خلکو ته د هغه مناسک او فضايل وښوول سول او هغه کسان وغندل سول چي مومنان له مسجد الحرام څخه منع کوي.

په مکه مکرمه کي مشرکانو پر مسلمانانو باندي ډول ډول ظلمونه کول. هلته مسلمانانو ته د صبر او زغم سپارښتنه کېده، خو څنګه چي مسلمانان مدينې منورې ته ولاړل په دغه سوره کي د لومړي ځل لپاره مسلمانانو ته د کفارو د ظلم او تېريو په وړاندي د جهاد کولو اجازه ورکړه سوه او ورته وفرمايل سول چي کومو کافرانو چي پر مسلمانانو باندي ظلم کړی دی او د خپل وطن او کور او کلي پرېښوولو ته يې اړايستلي دي اوس مسلمانان د هغو پر ضد توره له تيکي ايستلای سي. په دې توګه لوی څښتن جهاد يو عبادت وباله او دا زېری يې هم ورکړ چي نه دا چي د دې جهاد ثواب په آخرت کي درکول کيږي، بلکي په دې نړۍ کي به هم ان شاء الله د مسلمانانو فتح او بری په برخه سي.

د دې سورې بنسټيزه موضوع :

حج په دې سوره کي د لوی څښتن سبحانه له هغو شعايرو څخه بلل سوی دی چي يوداسي مجاهد امت جوړوي چي په ټينګه او ژوره توګه يې پر لوی څښتن او د هغه پر عبادت ايمان راوړی وی او همداراز په قيامت پر بيا راپاڅېدنه او حساب او کتاب او د امت پر يووالي داسي باور لري چي د ولسونو او توکمونو تر منځ هيڅ توپير نه کوي.
دغه خبري په دې سوره کي له دغو ټکو څخه څرګنديږي:

• حج خلکو ته د قيامت ورځ ور په يادوي: د عرفات په ورځ لمر وي، تودوښه او خولې وي، تنده وي، ګڼه ګوڼه، تکليف او دعاوی وي.

• حج انسان ته د قيامت د ورځي را پاڅېده او له قبرونو څخه راوته ورپه يادوي: مليونونه تنه ويده کسان د سهار د اذان په اورېدو سره يو دم د لمانځه او د جمرو(شيطانانو) د ويشتلو لپاره په داسي کالو کي را پاڅي چي د کفنونو سره ورته دي.

• حج انسان ته جهاد ور په يادوي:په ځانګړو کالو کي له يوه ځايه بل ځای ته تله وي، د ډېرو ډول ډول عادتونو پرې ښوده وي، بشپړ مساوات او برابري وي، داټول داسي ښکاري لکه په يوه پوځي روزنتون کي چي مليونونو مسلمانانو ته د جهاد روزنه ورکول کيږي.

• حج انسان ته د لوی څښتن لپاره بنده ګي او عاجزي ور په یادوی: د عرفې په ورځ الله ته زارۍ، ژړاوي او دعاوي وي او د دې دعاوو او زاريو يو عجيبه منظره او ننداره وي.

• او همداراز حج انسان ته د امت تر منځ وحدت او د مسلمانانو ترمنځ بشپړ مساواتور په زړه کوي، په حج کي هيڅ قومي او ولسي توپير نه وي، د هيچا رنګ، هيواد او ټولنيزي او اقتصادي کچي ته هيڅ پام نه کيږی.
په دې اړه د دې سورې فقرات :

لومړی: له قيامت څخه وېرونه او د دې خبري روښانول چي د قيامت په ورځ بيا راپاڅېدنه يو الهي سنت او کړندود دی او د ټولو ژونديو موجوداتو په ژوند کي د دې سنت دلايل: [۱ تر ۲۴ آيته].

دوهم: مسجد الحرام هغه متبرک مکان دی چي د لوی څښتن د وحدانيت پر بنسټ رامنځ ته سوی دی، څو د خلکو او د حج د شعايرو موخه او مقصد وي. نو پر مسلمانانو لازمه کړی سوې ده چي د هغو کافرانو سره وسله وال جهاد وکړي چي مسلمانان له دغه ځايه راګرځوي او له دغه متبرک مکان څخه بايد ننګه او دفاع وکړي او په دې لار کي بايد په دې باور وي چي که د لوی څښتن پرلار باندي سم ولاړ سي نصرت د دوی په برخه دی: [۲۵ تر ۴۱ آيته].

درېيم: د پيغمبرانو د درواغجن ګڼونکو بېلګې ښوول، کوم چي له منځه تللي دي، او پر دې ټينګار چي دا د لوی څښتن سنت او قانون دی چي د الله پيغمبران او مجاهد دوستان به بريالي کيږي، د دوی د دښمنانو د مکرونو او چلونو په وړاندي به داسي حمايه کيږي، لکه د شيطان له مکره چي حمايه کيږي: [۴۲ تر ۵۷ آيته].

څلورم: کله چي مومن مجاهدين د ظالمانو د تېريو او ظلمونو په وړاندي را پاڅيږي، نو الله سبحانه وتعالی يې په خپل مطلقه قدرت داسي مرسته او ملاتړ وکړي چي د دوی د دښمنانو هغه خدايان چي دوی يې قدرتمن ګني او بنده ګي يې کوي داسي بې وسي کړي چي هيڅ يې له لاسه نه کيږي (د اوباما غوندي پر خپله ماته او بې وسي اعتراف وکړي) او پړ او عاجز پاته سي. ورپسې سوره په دې لارښوونو پای ته رسيږي چي مسلمان ملت باید خپل ځان په ډول ډول چمتو والو او وسايلو چمتو او سمبال کړي چي پر ټول بشريت باندي د واکمنۍ او کالخوايۍ چاري او دندي په ښه توګه پر غاړه واخيستلای سي: [۵۸ تر ۷۸ آيته].

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د