شعـــــرونه

حمد

پناه په تا چي شک گمان په زړه کي ساتو ربه!
پرتا باور پرتا ایمان په زړه کي ساتو ربه!

له تا پنځه وخته پناه غواړو له شرکه ځني
خو ستا له ياد سره جانان په زړه کي ساتو ربه!

دالاهو په زمزمو کي يو پر وجد راغلي
ستا د پاک ذات ذکر دا شان په زړه کي ساتو ربه!

موږ ستا دعشق کتاب د زړونو په رحیل کي ايښي
موږ ټکی ټکی دقران په زړه کي ساتو ربه!

تسبیح دي وايو ددي شنه اسمان پر سپینو ستورو
ستا دپاکئ يو كهكشان په زړه کي ساتو ربه!

ستا د رحمت پر دروازه چی سجده پراته یو
ارزو بيشكه دغفران په زړه کي ساتو ربه!

دحلمیار دقلم څوكي ته سياهي وركوي
تل درڼو اوښكو كاروان په زړه کي ساتو ربه!

حمدالله حلميار

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x