fbpx

ژورنالیزم او په ټولنه یې اغیزې!

خالق یار احمدزی

له کله چې امریکایی تاړاک د افغانستان خاورې ته په ډیر غرور داخل شو، نو له فزیکي او وسلوال جنګ سره سره یې رسنیزې جګړې هم پیل کړې.

او د ځوان نسل د بې لارۍ، او د خپلو تبلیغاتو د رسونې په خاطر یې په سلوګونو، چاپي، انخوریزې او غږیزې رسنۍ په لار واچولې چې د اذهانو په مغشوشولو، او د ملت په دوکه کولو کې یې رغنده رول ولوباوو.

رسنۍ د کړکیچونو په جوړولو او کنټرولولو کښې مهم رول لري. هغوي په مختلفو طریقو کوشش کوي چې د په نښه کړو ډلو ذهني فضا د واکمنانو د غوښتنو او موخو په لړ کښې برابره کړي.

انګلستان په ۱۹۸۲ کال کښې له ارجنټین سره د فالکینډ په جنګ کښې، د امریکې د ویتنام د جنګ له تجربو کار واخیسته.

دا د پرمختللو رسنیو د تیزو سترګو په وړاندې د برطانیې وړومبنی جنګي تجربه وه.

په سویلي اټلانټک کښې د جنګي سیمې لرې والي رسندوي مدیریت اسان کړ. د سمندري ځواک کشتۍ محدودې وې او دا حکومت او د پوځ مشران وو چې د فیصلې کولو توان یې درلود. غیر انګلیسي رسنۍ تقریباً ټولې حذفې شوې وې او له جنګي سیمې څخه د خبرونو او رپورټونو لیږل تر کنټرول لاندې وو، خبري استازي هم مجبور وو چې په سمندري ځواک اعتماد وکړي او خبرونه د هغوي له لارې مخابره کړي.

رپورټونه به په ځنډ سره او له سیسنر کیدو وروسته مخابره کیدل. د انګلستان حکومت او پوځ د (دوکې او فریب) ، د غلطو خبرونو misinformation د وړاندې کولو او د بې خبر ساتلو Disinformation خبري سیاست اعمال کړ. د فاکلینډ د جنګ په دوران کښې د انګلیسي رسنیو مدیریت د امریکې د پوځي رسنیو لپاره یو داسې ماډل ایجاد کړ چې هغه یې په نورو جنګونو کښې وکاروه.

د نني اطلاعاتو او ارتباطاتو په دور کښې رسنۍ د کړکیچ د رامینځته کولو، د هغه د کمولو یا زیاتولو او کله کله د جنګ جوړولو لپاره په یو قوت باندې بدلې شوې دي. په هغه اوزار چې د پوځي ځواک بشپړونکی او د فردي، ملي، بین المللي او نړیوال په شمول په مختلفو سطحو کښې د امنیت ګواښونکی ګڼل کیږي. څیړنې ښودنه کوي چې رسنۍ د شلمې پيړۍ په ټولو جنګونو کښې د ډیرو هیوادونو په تیره بیا د ښکیلاکګرو هیوادونو لخوا د رواني جنګ او جنګی تبلیغاتو لپاره د یو اوزار په توګه استعمار شوې دي. د سیمه ایزو او نړیوالو رسنیو په برخه کښې روانو هلوځلو ته یوه سرسري کتنه دا تریخ حقیقت څرګندوي چې د نړۍ کابو ټولې مسلطې رسنۍ که هغه مکتوبې یا پرنټ وي او که غږیزې یا تصویري، د نړیوال استکبار لپاره عملاً په یو اوزار بدلې شوې دي. د نمونې په توګه د ویتنام، بالکان، کارائیب، افغانستان او د فارس خلیج په دوو جنګونو کښې د امریکې کړچار او همداشان د ایران د اسلامي جمهوریت په خلاف د دغه هیواد رواني او رسندويي اقدماتو ته په یوې کتنې سره په دې حقیقت ډیر ښه پوهیدلی شو.

په دې رسندوي جنګ کښې یوه نوې راڅرګنده شوې ښکارنده د خبریالانو د یو نوي ډول کارول و چې پینټاګون ورته له څو میاشتې مخکښې راهیسې روزنه ورکړې وه او د فارس خلیج سیمې او عراق ته په لیږل کیدو سره، له پوځي یونټونو سره یوځاې د جنګ په ډګرونو کښې حاضر شوي او د خبریالانو لپاره د پنټاګان د ۱۲ مخیز حکم سره سم به یې د جنګ له ډګرونو څخه خبرونه او تصویرونه برابرول. دغه ډله خبریالان چې څه باندې پنځه سوه تنه و او زیاتره پکښې د بي، بي، سي، سي، این، این او فاکس نیوز خبریالان وو، په مل خبریالانو مشهور شول. په دغو سربیره زر تنه نور خبریالان هم په عربستان، کویت او عراق کښې دیره شول څو د جنګ خبرونه، د پینټاګون په خوښه رپورټ کړي. د دې طریقې خپلول د ویتنام د جنګ وختونو او هغه درس ته ورګرځي چې امریکې په دغه جنګ کښې د رسنیو له کردار څخه اخیستی و.

کاناډايي پوه مارشل مک لوهان لیکي: په راتلونکو وختونو کښې جوړیدونکي جنګونه به د جنګي وسلو او په میدان جنګ کښې نه وي بلکې دا جنګونه به د هغو تصوراتو او خیالاتو په وجه رامینځته کیږي چې ډله ایزې رسنۍ یې خلکو ته القاء کوي. او دا هغه حقیقت دی چې نن سبا یې وینو.

ضروري نه ده چې د دا ډول پروګرامونو هدف او مخاطب دې د پردیو هیوادونو خلک یا د دښمن ځواکونه وي بلکې د خپل هیواد خلک هم د دغو فعالیتونو هدف دي ځکه چې د جنګ د سیاست جوړونکو او واکمنانانو د سیاستونو ملګرتیا او ورڅخه دفاع د داشان پلانونه مثبت نتایج دي.

رسنیو په اوږدمهاله پروګرامونو او سترو ستراتیژیو سره د (رضایت د تولید) په عنوان سره یوه نوې کړنلاره رامینځته کړې ده. په دې طریقه کښې رسنۍ په اوږده موده کښې د خپلو مخاطبانو ذهن داسې مدیریتوي چې په کړکیچونو کښې د سیاستوالانو کړچار دقیقاً د هغوي د نظر وړ وي. دا طریقه که څه هم ډیر وخت غواړي خو ډیرې ښې او پایدارې پایلې لري. د دې طریقو د کارولو یو وخت، جنګونه دي چې له رسنیو سره د پوځي، سیاسي، اطلاعاتي او امنیتي برخې نزدې ملګرتیا او غږملتیا او رواني او تبلیغي عملیات غواړي.

په دې وجه رسنۍ د شلمې پیړۍ په ټولو جنګونو کښې د ډیرو هیوادونو لخوا د رواني جنګ لپاره د یو اوزار او جنګي تبلیغاتو په موخه کارول شوې دي. په جنګونو په تیره بیا د امریکې په رسندويي ډیپلماسۍ کښې د رسنیو استعمال لازیات ترسترګو شوی دی.

د نمونې په توګه د ستمبر د یولسمې له پیښې وروسته چې د امریکې د رسنیو په هراړخیز ملاتړ سره د افغانستان او عراق په خلاف وشوه، د امریکې شپیته فیصده خلک او د فاکس نیوز چینل د خبرونو اتیا فیصده کتونکي دې باور ته ورسیدل چې وړومبی په عراق کښې ډله وژونکې وسلې پيدا شوي دي، دویم، د عراق او القاعدې ترمینځ د تړاو په هکله یو لړ مدارک شته او دریمه دا چې د دنیا ټول عامه افکار په افغانستان او عراق کښې د پوځي لاسوهنې ملاتړ کوي.

په دغو دوو هیوادونو کښې له جنګ جوړیدو وروسته هم رسنیو هغه طریقه خپله کړه چې یرغلګرو هیوادونو ورڅخه غوښتې وه.

د افغانستان په جنګ کښې ګډون کونکو ځواکونو د دنیا د عامه افکارو په وړاندې د چوپتیا او د اطلاعاتو خلاف روده خپله کړه.

د فارس خلیج د ۲۰۰۳ کال په جنګ او د عراق د نیواک په بهیر کښې هم دا رسنۍ وې چې د جنګي ځواکونو او وسلو د ځاې ناستي اوزار په توګه د سلطې د نظام د رواني عملیاتو په واک کښې راغلې او په دې وجه مشهور شول چې د ۲۰۰۳ کال په جنګ کښې پوځي جنګ له رواني جنګ سره مل و.

په ۱۹۶۰ او ۱۹۷۰ لسیزو کښې د ویتنام جنګ د امریکایانو او د هغو د ملګرو د ماتې سبب شو، او دا هغه ماتې وه چې سیاستوالانو یې رسنۍ اصلي علت وبللې.

د هغوي په نظر رسنیو په دغه وخت کښې د خلکو په عامه افکارو باندې په اغیزشیندنې سره په سویل ختیځې اسیا کې د امریکې له سیاستونو څخه د هغوي د ملاتړ د نشتوالي سبب شوې وې.

د داشان نتیجو اخیستلو دلیل پکار دي د ټیکنالوژیکو بدلونونو رامینځته کیدل وګڼو چې په پراخه کچه یې د تلویزیون خپریدل ممکن کړي وو.

کله چې امریکا او د هغې متحد ځواکونه په ویتنام کښې ونښتل، تقریباً د هر امریکايي په کور کښې یو تلویزیون و.

د جنګ کوریج او د هغه رپورټول د خبریالانو لپاره اسان شوي وو، وړومبی د پخوا په پرتله د ډیر لږ وزن لرونکو او د غږ په ټیپولو د سنبالو کیمرو په جوړولو کښې د ټیکنالوجۍ د پرمختګ په وجه او دویم په ټرانسپورټ او ارتباطاتو کښې د پرمختګ او ترقۍ په وجه.

پر دې سربیره په ۱۹۶۳ کال کښې له ۱۵ منټو نه نیم ساعت ته د خبري پروګرامونو د خپرولو د وخت زیاتیدل یو بل هغه دلیل و چې د امریکې د پوځ د عملیاتو د جزئیاتو د خپرولو امکان یې برابر کړی و.

داشان به د امریکې خلک پخپله کوټه کښې د ارام کولو په وخت د شپې مهال د خبرونو د ډیرو وحشتناکو او بوږنونکو جنګي صحنو کتونکي هم وو.

د دې تصویرونو او فلمونو فوري او په ژوندی او ویرونکې بڼه خپریدو ډیره اغیزه لرله او خلک به د جنګ له تاوانونو خبریدل او نوره یې د جنګ زیان او تاوان ته غاړه نه کښیښودله. د امریکې د هغه وخت د ولسمشر لینډن جانسن په عقیده، د جنګ ویرونکو او مهلکو حقیقتونو ته د خلکو نیغ په نیغه او دوامدارې لاسرسۍ هغوي د جنګ په خلاف راوپارول او امریکايي ځواکونه یې وتنې ته اړباسل او په ویتنام کښې یې د کمیونیسټانو د بریالیتوب لاره هواره کړه. خو په ویتنام کښې د امریکې ماتې د دغه هیواد په سیاسي او پوځي چارواکو باندې ډیره لږه اغیزه هم ونکړه.

هغوي به داسې چلند کوه چې ګني جنګ رسنیو جنګ بایللی وي.

له هغه وروسته امریکې مجبوراً پخپلو رسندوي سیاستونو کښې بیاکتنه او لارښوونه وکړه او جنګي سیمو ته د خبریالانو د تګ مخه یې ونیوله.

په ۱۹۸۳ کال کښې چې امریکايي ځواکونه په یولړ ناڅاپه کمانډويي عملیاتو کښې په ظاهره د امریکايانو د ژغورنې لپاره ګرناډا ته لاړل، د امریکې دفاع وزیر له همهغه پيله د ژورلسټانو له منلو ډډه وکړه.

د امریکې د پوځ د لوې درستیز جنرال وِسي جی آر په غوښتنه یو کمیشن جوړ شو چې پکښې وړاندیز وشو چې ډیر کسان دې د امریکې په پوځ کښې شامل شي څو په هر هغو عملیاتو کښې ترې استفاده وشي چې په راتلونکي کښې رامینځته کیږي.

په ۱۹۸۹ کال کښې په پاناما کښې د امریکې په نورو محدودو جنګي عملیاتو کښې چې د جنرال نوریګا په خلاف پلان شوي وو، هم له کیوبا سره د امریکې د جنګ په شان له همهغه پيل څخه د رسنیو د فعالیت مخه ونیوی شوه او جنرلسټانو ته د جنګ موضوع ته یوازې یوځل د نزدې کیدو اجازه ورکړې شوه. هغوي د خبرونو د انتقال او خپرولو په لړ کښې د امریکې په پوځ ملا تړله او رپورټونه به یې د امریکې د پوځ لخوا سینسر کیدل او داشان رسندويي تاریخ لیکونکو په ګراناډا او پاناما پورې اړوندې تجربې د پوځ د مقرراتي او بې روحه مدیریت د یوې مرحلې په توګه درک کړې. دا هغه طریقه ده چې د نړۍ په سلطه غواړو پورې پیئلو رسنیو د شلمې پیړۍ په وروستیو لسیزو او د ۲۱ پيړۍ په وړومبنیو کلونو کښې په رامینځته شویو جنګونو کښې وکاروله څو د حقایقو په پټولو سره د تل په شان د سلطه غواړو ګټې برابرې شي.

خو د کلونو په تیریدلو د تکنالوژۍ ډګر وده وکړه او د فسبوک او تویتر په څیر لسګونه ټولنیزې یا سوشل رسنۍ منځ ته راغلې او تر ډیره یې د سلطه ګروهیوادو هغه هڅې او پانګونې چې په رسنیز بانډ یې کړې وې په اوبو لاهو او خلک ته زیات سهولیات برابر شول.

اوس هغه رسنۍ چې نړیوالو پرې میلیاردونه پانګونه کړې وه له دې کبله چې بازار یې یوړ وو یا په ټولیز ډول تړل شوې یا هم د امکاناتو د نشتون له کبله د تړل کیدو له ګواښ سره مخ دي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د