
غزل/ شرافت وياړ
شرافت ویاړ
په ژوند مې کړې نصیب الهي جام د شهادت
انعام غواړمه زه له تا انعام د شهادت
ویل یې د وختو تنده به ماته په کوثر کړم
زخمي طالب ته شوی و الهام د شهادت
دا څوک دی چې پر ټنډه ېې د وینو څاڅکي ښکاري
پر شونډو یې مسکا کوي اتمام د شهادت
په خوا کې یې څوک نه ښکاري خواله ورسره څوک کړي
راوړی ورته حورو دی پیغام د شهادت
خندا کې یې په ډاګه ویل پوهېږئ دا د چا دی
کټ اېښی یې خپل څنګ ته وو په بام د شهادت
دیدار د خدای،جنت،پکې د سپینو حورو غېږه
هم دا دی شرافت ویاړه ! انجام د شهادت
نېټه / ۱۳ / ۳ / ۱۴۳۸ هـــق دهجرت دیار