نظــر

افغانستان پټ «پوټېنشل» قدرت دی، نه ريښتنی «اکچول»! دريمه برخه

شمس رحمانزی – پونه، انډيا
دريمه برخه
شننه او انګېرنه

په تېرو برخو کې مو په عمده او فرعي طبيعي عناصرو په عمومي ډول رڼا واچوله او په ځانګړي ډول مو په هغه طبيعي عناصرو خبرې وکړې چې افغانستان ورڅخه شتمن دی، خو د پر ځای، نه کارونې په سبب يې افغانستان په يو پټ يا پوټېنشل قدرت بدل کړی دی. مطلب دا چې که افغانستان په نړۍ د يو رېښتني قدرت په توګه راڅرګندول غواړي نو بايد پټې زېرمې يې استخراج او د هېواد په دننه کې ورکارول شي.

اوس راځو دويم مهم عنصر ته چې يو هېواد د سيمې او نړۍ په کچه سيالۍ ته برابروي.

۲- علمي او ټېکنالوجېکل عناصر:

علمي او ټېکنالوجېکل عناصر له يو اړخه په صنعت، کرنې او له بل خوا په طبيعي سرچينو او خامو موادو تکيه کوي. که چېرې يو هېواد د ټېکنالوجۍ پرمټ پرمخ روان وي نو خپل ملي قدرت يې په رېښتني قدرت اړولی. د طبيعي سرچينو غني افغانستان به څنګه خپل پوټېنشل ملي قدرت په رېښتنی ملي قدرت تبديل کړي؟

د پوښتنې د ځواب لپاره راځو، علمي او ټېکنالوجېکل عناصر په فرعي برخو ویشو.

» ترټولو لومړی عنصر چې کولای شي پوټېنشیل قدرت په اکچوول قدرت تبديل کړي، ټېکنالوجي ده. ټېکنالوجي کولای شي غه خام مواد چې يو هېواد يې په ټېټه بيه پلوري او په ګرانه بيه يې رانيسي، مخ نيوی وکړي. افغانستان د خامو موادو صادرتي او په صنعت کې وارداتي هېواد دی. د ټېکنالوجۍ نه شتون سبب شوی، تر څو افغانستان ډېر خام مواد لکه د ځنګلونو لرګي په ټيټ قيمت پاکستان ته صادروي او بيا يې د مېز، چوکۍ، دروازو او کړکيو په ډول په لوړ قيمت بېرته رانيسي. سلګونه نوره بېلګې دي چې افغانستان يې په يو وارداتي هېواد بدل کړی دی. په داسې حال کې چې افغانستان د طبيعو سرچينو غني هېواد دی. د افغانستان ملي قدرت د نړۍ او سيمې په کچه تر هغه وخت سيال نشي بلل کيدای تر څو چې دغه هېواد په پوره اندازه د خدماتو او مادياتو توليد ونه لري. توليد يواځې او يواځې په ټېکنالوجۍ تکيه کوي. د ټېکنالوجۍ نشتون افغانستان د خامو موادو په يو ضعيف توليدکوونکي هېواد تبديل کړی دی. او ملي قدرت يې د خامو موادو په ډول خام پاتې دی. هغه هېوادونه ځواکمن هېوادونو شمېرل کيږي چې مهم خام مواد ولري او هم د توليد لوړه کچه ولري.

» کرنه: د هېواد د ملي قدرت بل مهم عنصر کرنه . که په يو هېواد اوږده جګړه مسلطه شوي وي، نو هغه هېواد بریالی او قوي دي تر څو وکولای شي خپل وګړي د اوږد مهال لپاره د کرنط په مټ تعذيه کړي.

» فوځي قدرت: ديو هېواد د ملي قدرت اصلی رېښه او ستن فوځ او وسلوال ځواکونه دي. وړاندې او ورسته نور ټول عناصر کولای شوو چې فرعي ونيسو. فوځ د يو هېواد د ملي قدرت د ملا تير دی. خو فوځ نن ورځ په پرمختللو وسايلو او ټېکنالوجۍ فوځ دی.

د ټېکنالوجۍ رول د ژوند په هر ډګر کې په ځانګړي ډول پدې يوشتمه پیړۍ کې خورا ډېر د اهميت او بحث وړ دی. وړاندې مو د ټېکنالوجۍ رول په توليد او د خامو موادو د ورداتو پرځای د صنعت په توليد او صادراتو کې واضح کړ. د ټېګنالوجۍ په نه شتون کې د فوځ وجود داسې مانا لري لکه د ۱۶ او ۱۷ پیړيو فوځونه. هلته د فوځ کميت ډېر د اهميت وړ وو. خو نن د کميت څخه ډېر مهم په پوځ کې ټېکنالوجۍ او کيفيت دی. فو ځ د جګړې او سولې په دواړو وختونو کې مهم رول لوبوي. د قوي فوځ لروونکی هېواد کولای شی په اسانۍ سره د جګړې لېکې خپلې کړي. او همدارنګه د قوي فوځ لروونکی هېواد په اسانۍ د سولې داسې تړونونو ته دننه کيږي چې تر ډېره يې خپلې ګټې پکې نغښتي وي. د سولې د خبرو اترو په وخت کې هم هغه هېواد چې قوي فوځ لري نو، ډېپلوماسي او ډېپلوماټان يې د قوي اغيز لروونکي وي.

د وېکېپډيا د مالوماتو په اساس په ۲۰۱۴ کال کې د افغانستان د ملي پوځ اردو شمېر کابو دوه سوه زره دی. چې څه باندې ۱۲ مېليارده ډالر خرڅ پرې کيږي.

د www.globalfirepower.com وېب پاڼې د مالوماتو په اساس د افغانستان فوځي قدرت په لاندې ډول دی.

۱- ځمکنۍ سېسټم:

۷۰۰ ټانکونه

۹۶۶۹ جنګي موټر

۲۶۶ ټاوډ توپونه

۵۰ لينچ راکېټ سيسټم

۲- هوايي فوځ:

۱۸۵ جنګي الوتکې

۱۰ وز لرونکي جنګي الوتکې

۱۵۳ ټرانسپورټي الوتکې

۳ تمرين ورکوونکي الوتکې

۱۲۹ هېلوکوپټر

د افغانستان د فوځ دد مصارفو د بودجې ډېره برخه مرسته کوونکي هېوادونه لکه امريکا، انډيا، روسيه او نور ورکوي. نو پدې بنسټ د افغانستان ملي قدرت د جګړې او سولې په وخت کې د يادو هېوادونو تر اغيز لاندې دی. د مرسته کوونکو هېوادونو مرستې رېښتني او د زړه له کومې نه دي. په داسې حال کې چې د نړۍ پرمحتللي هېوادونه د افغانستان د ملي فوځ مرسته کوي، خو افغان ملي ځواکونه د وخت له عصري او کارونکي ټېکنالوجۍ، فوځي لوړ تمرين او له پوره سپکو او درندو وسلو څخه برخمن نه دی. چې په پايله کې يې افغان دولت په کور د ننه له طالبانو سره له ۲۰۰۱ يو څخه بيا تر نن په جګړه بوخت دی خو جګړې تر اوسه پای نه دی موندلی. نو کله چې د افغانستان ملي پوځ د کور دننه بر لاسی نه وي نو په سېميزه او نړيواله کچه به يې اغيز او سيالي ډېره کمه وي.
نور بيا………..

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x