دیني، سیرت او تاریخ

د نر او د ښځي توپیر په اسلام او ساینس کي (۱۲)

لیکنه او څېړنه: عبدالغفار جُبیر

ښځه ناقص العقله ده- ددې مطلب:

په حديث شريف کي چي د ښځو لپاره (ناقص العقل) ويل شوي دي له دې څخه مطلب دادئ چي ددوی د پرېکړې توان کم دئ، دا چي حساسي دي، تکليفونه او کړاوونه ئې ډېر دي له همدې کبله ئې د فيصلې توان کم دئ، د نبي کريم صلی الله علیه وسلم له دې څخه مراد چي ښځې ناقص العقله دي د ښځو توهين او سپکاوی يې مراد نه دئ بلکې له دوی سره د همدردۍ او خواخوږۍ خبره کوي، له دوی سره د ترحم خبره کوي، يعني که په عمر کي له ښځې څخه غلطي کيږي نو تاسي رحم پر وکړي او ددوی د غلطيانو څخه ور تېر شي او انتقام مه ورڅخه اخلئ.

د اسلام لپاره د ښځو حيرانونکي قربانۍ:

۱: تر ټولو مخکي ښځې ايمان راوړ:

هغه چاچي تر ټولو لومړی يې ايمان راوړ هغه ښځه وه، هغه ام المؤمنين حضرت خديجة الکبری رضي الله عنها وه.

۲: د اسلام لومړۍ شهيده ښځه ده:

هغه چا چي تر ټولو لومړی ئې د اسلام لپاره ځان قرباني کړه يعني د اسلام لومړی شهيد هغه ښځه وه، هغه حضرت سُميه رضي الله عنها وه.

۳: لومړی هجرت ښځې وکړ:

هغه چاچي لومړی ئې د اسلام لپاره خپل کور، خپلوان او هر څه پرېښودل هغه حضرت رقيه رضي الله عنهاوه د فخرالموجودات حضرت محمد صلی الله علیه وسلم مبارکه لور وه.

په اسلام کي د نر او د ښځې حقوق:

حقوق پر درې ډوله دي د نفس، د مال او د عزت

په اسلام کي د جان حق د نر او د ښځې دی دواړه سره برابر دي، داسي نه چي د نر روح ارزښت لري او د ښځې روح قيمت نلري، په دې کي هيڅ توپير نشته، د مال حق، د نر خپل ځانته د خپل مال حق او ملکيت دئ او د ښځې خپل ځانته د خپل مال ملکيت دئ، د نکاح په کولو سره د ښځې ملکيت نه ختميږي هر هغه شي چي د ښځې په ملکيت کي وي هغه ددې دئ، او اخري حق هغه د عزت حق دئ چي په دې کي ئې توپير شته، په اسلامي ټولنه کي د ښځې و عزت ته ډېره پاملرنه شوې ده.

د ښځې او د نر د کار تر منځ تقسيم:

الله جل جلاله د نر پر ذمه د کوره څخه دباندي کارونه د بيلګې په ډول سره کسب، روزي ګټل، سياسي بوختياوي او د ترقۍ ټول کارونه و نر ته سپارلي دي او د کور دننه ټول کارونه ئې و ښځې ته سپارلي دي، د ښځې فطري جوړښت همداسي الله جل جلاله جوړ کړيدئ چي هغه کارونه چي نر ئې توان لري ښځه ئې نشي کولای او هغه کارونه چي و ښځې ته ئې وړتيا ورکړيده هغه نر نشي کولای.

د کورني نظام سمبالول:

الله جل جلاله د ښځو په هکله وايي:

و قرن في بيوتکن
ژباړه: تاسي پخپلو کورونو کي کښېنئ.

چي ددې ايات څخه په ښکاره څرګنديږي چي د کور ټول نظام دي ښځه سمبالوي او کنترولوي.

د حضرت علي کرم الله وجهه او د حضرت بې بې فاطمې رضي الله عنها تر منځ د کارونو وېش:

حضرت علي کرم الله وجهه به ټول د کور د باندي کارونه کول او حضرت بې بې فاطمې رضي الله عنها به د کور دننه کارونه کول لکه پخول، د کورصفايي او نور و سرته رسول.

د ښځې امامت څنګه دئ؟

د قرآن کریم او سنتو مطابق د ښځې امامت نارينه و لره نه دی روا، پر دې باندي د مذاهب اربعه و امامان، جمهور محدثين، فقهاء، او مفسرين ټوله په يوه خوله دي.

فقه حضرت امام شافعي رحمة الله عليه :

ولايجوزان يکون امرأة امام رجل في صلاة بحال ابدا
ژباړه: د ښځې لپاره نه ده روا چي په لمانځه کي د نر امامت وکړي.

فقه حضرت امام مالک رحمة الله عليه:

فالجمهور علي انه لايجوزان تؤم الرجال.
ژباړه: د جمهورو علماء پر دې باندي اتفاق دئ چي ښځه دي د نر امامت و نکړي.

فقه حضرت امام ابوحنيفه رحمة الله عليه:

د فقه حنفي متقدمين او متاخرين علماء ټوله پر دې باندي په يوه خوله دي چي د ښځې امامت مکروه تحريمي دئ.
علامه شامي رحمة الله په (رد المحتار علي الدرمختار- باب الامامة- ۱/ ۲۶۵)
کي تصريح په کړېده.

فقه حضرت امام احمد بن حنبل رحمة الله عليه:

علامه ابن قدامه المغني ليکي:

۱۱۴۰: مسألة: وان صلي خلف مشرک اوامرأة اوخنثي مشکل اعاد الصلاة
ژباړه: که چيري د مشرک، ښځې او خنثي مشکل تر شا لمونځ وشي هغه دي راوګرځول شي.

د مفسرينواقوال:

امام رازي رحمة الله عليه په تفسير کبير کي تر دې ايات لاندي ليکي:
الرجال قوامون علي النسآء

وان منهم الانبياء والعلماء وفي الامامة الکبري والصغري والجهاد والاذان والخطبة والاعتکاف والشهادة في الحدود والقصاص بالاتفاق.

ژباړه: په نارينه و کي انبياء او زيات علماء دي، چي دا امامت کبری دئ دا په اتفاق سره د نارينه و لپاره دئ، او امامت صغري هم د نارينه و لپاره دئ لکه جهاد، اذان، خطبه، اعتکاف په حدودو او قصاص کي ګواهي.

علامه الوسي رحمة الله عليه په تفسير روح المعاني کي ليکي:

ولذاخصوابالرسالة والنوة علي الاشهر وبالامامة الکبري والصغري واقامة الشعائر کالاذان والاقامة والخطبة الجمة.
ژباړه: له همدې کبله رسالت او نبوت د نارينه و لپاره خاص دئ، د امامت کبری او امامت صغری اسره اسلامي شعاير لکه اذان، اقامت، خطبه دا هم د نارينه و لپاره دي.

علامه عبدالعزيز فرهاروي رحمة الله عليه يوه اجماع رانقل کوي:
قداجمع الامة علي نصبهاحتي في الامامة الصغري

ژباړه: د امت پر دې باندي اجماع ده چي ښځه امامت نشي کولای او ددې امامت درست نه دئ.

په اعلاء السنن، بذل المجهود، تحفة المنهاج، المجموع او نورو کي هم دا اجماع رانقل شوي ده چي د ښځې امامت ناجايز دئ.
نوربیا..

لمن لیکونه:
(کتاب الفتاوي، لومړۍ برخه پاڼه: ۵۲۳/ ليکوال: مولاناخالدسيف الله رحماني- خپرونکي: زمزم پبلشرز)

(خطبات احتشام ټوک ۱، پاڼه: ۴۰۰، ليکوال: حضرت مولانا احتشام الحق تهانوي رحمة الله عليه/ خپرونکي: اداره تاليفات
اشرفيه)

(اصلاحي خطبات ټوک۱ – شيخ الاسلام محمدتقي عثماني صاحب/ خپرونکي: ميمن اسلام پبلشرز)

(کتاب الام للامام محمد بن ادريس الشافعي- ۱/ ۶۳- ط: دارالمعرفة لبنان)

(بداية المجتهد- کتاب الصلوة- الفصل الثاني- ۲/ ۲۸۹ ط: بيروت)

(التفسيرالکبيرللامام الرازي- ۱۰/ ۸۸)

(روح المعاني للعلامة الالوسي- ۵/ ۲۳- ط: داراحياء التراث العربي)

(النبراس شرح العقايد- ص: ۳۲۱: مکتبة حقانيه ملتان)

(بذل المجهود- باب امامةالنساء- ۱/ ۳۳۱)

( اعلاء السنن- باب عدم جواز امامة المرأة لغيرالمرأة- ۴/ ۲۵۰- ادارة الکي والعلوم الاسلاميه)

(فتاوي بينات ټوک ۲، پاڼه: ۲۳۴/ ترتيب وتخريج مجلس دعوت وتحقيق اسلامي/ خپرونکي: مکتبه بينات حامعه العلوم الاسلاميه)

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x