نظــر

د جدي د شپږمې په بهانه

زهرا خپل میړه عبدالله ته د واده په شپه وویل: ټول خلک له انګریزانو سره جهاد ته ووتل او ته دلته ناست یې. عبدالله د واده له تخته کوز شو او ویې ویل: رښتیا دې وویل په داسې وخت کښې نارینه باید د جنګ په میدان کښې وي او بیا یې مور ته وویل که مې زهرا بیاځلې ونه لیده نو په هغې دنیا به ورسره ووینم. عبدالله عاشقان عارفاني خپله تومانچه اوسیلاوه راواخسته او د خپل کلي کور له مجاهدینو سره په داسې حال کښې چې لاس یې د نکاح په نکریزو سور وه، د جهاد میدان ته ووت.

په سبا ورځ چې کله انګریزان له ټول کابل نه جارو شوي ول او د شیرپور جنګي کلا ته په منډه ننوتي وه نو د عاشقان او عارفانو د سیمې مجاهدینو د عبدالله جسد چې په وینو لت پت وه د هغوی کور ته راوړ او د زړې مور و مخې ته یې کښېښود. ناوې زهرا راغله او د عبدالله په نکریزو سره ګوته یې مچو کړه او د عبدالله مور ته یې وویل: مورې ژآړه مه، تر هغو چې ژوندۍ یمه د عبدالله پر  ځای زه ستا زوی یم. دا بي بي زهرا، پاک لمنې، عفیفه  او طاهره بي بي زهرا، تر هغو چې ژوندۍ وه د عبدالله په کور کښې، د عبدالله په نامه اوسېده

او د عبدالله په کور کښې یې له دې نړۍ خپل رفیق اعلی ته رحلت وکړ، د هغې نوم په کابل کښې د هر چا په خوله وه او ټولو هغې ته د عزت او غیرت د مثالي نمونې په سترګه کتل.  

غازیانو په جوش او جذبه همدا ناره او ترانه غږوله او د انګریزانو په صفونو کښې یې لیکې جوړولې پرمخ روان ول:  

محمد جان خان مرد میدان است            ایوب خان شیر غران است
میربچه خان رس رسان است                 آزادي فخر افغان است

په ۱۸۷۹ عیسوي کال د اکتوبر په شپږمه سره لدې چې په ډېرو محاذونو کښې انګریزان له ماتې سره مخ شوي ول خوکابل یې تسخیر او لاسو ته یې ولوېده. او پوره ۱۰۰ کاله، ۲ میاشتې او ۲۰ ورځې وروسته افغانستان د لویې لوبې د ښکار په څلورم قسط کښې د شوروي د سره پوځ تر نظامي حملې لاندې راغی. د انګریزۍ اردو مشر رابرټس په شپږو ورځو کښې خپله اردو د سیاه سنګ په لوړو او د مرنجان په تپه کښې ځای پر ځای کړه او د ښار حاکمه نقطې یې په توپخانو باندې سمبال کړې، او د هغه پلان په پلي کولو یې سمدستي عملي کار پیل کړ چې لیتن   ورته ورکړی وه. هغه پلان داسې وه: د افغانستان د پایتخت بالاحصار ورانول، د ټولو جنګي کلاګانو ورانول، د ټولو نظامي او مالي ذخایرو ورانول، د ملي مبارزینو وژل او د خلکو د هر ډول مقاومت اېل کول، او بلاخره د افغانستان د حکومت په لاس کښې نیول او د انګریزانو د دایمي استیلاء او استعمار په پار د افغانستان تجزیه کول او ټوټې کول.

رابرټس وپتییله چې د خلکو د استعمار او د هغوی د فکري تسخیر لپآره ضرور ده چې ځینې تعلیمي پروګرامونه پر مخ یوړل شي لکه، د فساد تولید، اخلاقي انحراف، د خلکو تر منځه د نفاق او دښمنۍ رامنځته کول او ځینې نورې داسې برنامې پر مخ وړل چې هغه د خلکو تر منځه د نفاق او د هغوی د پاشلو په لاره کښې مثبتې تمامېدای شي. په همدې خاطر یې د کابل ټولو خلکو، مامورینو او افسرانو ته اعلان وکړ چې په ۱۲ د اکتوبر دې ټول خلک بالاحصار ته راشي او په افغانستان کښې دې د انګریزانو د حکومت پروګرام ته غوږ شي چې د هغه له لوري به اعلانیږي. خلک راغلل او رابرټس یې ولیده چې د عسکرو په منځ کښې د جنرالۍ په دریشۍ کښې راتیر شو او په بیانیې یې پیل وکړ. خلکو چې هغه ولیده نو همالته یې د (راپت کل) نوم پرې کیښود، او تر څو چې له افغانستانه تښتیده همدا یې نوم وه. له دغه حالت دوه ورځې وروسته د بالاحصار ښار ورانیږي، د دولت ټولې جبه خانې او خزانې انګریزانو ته په لاس ورځي، او په کابل کښې د انګریزانو نظامي دولت علناً په کار پیل کوي.  رابرټس د بالاحصار د دروازې له سره  د کیوناري (د برتانیې د سفارت بیرغ) ښکته کړ او پر ځای یې د برتانیې د دولت بیرغ ټینګ کړ. خلکو ته یې اعلان وکړ چې د کابل په پنځه میلۍ کښې به مسلح څوک نه لیدل کیږي او د متخلف سزا اعدام ده، خلک دې خپل ټوپک انګلیسي حکومت ته د ۵ کلدارو په مقابل کښې تحویل کړي، ( لکه څنګه چې یې اوس د DDRډي ډي آر او DIAG ډایاګ په نامه د وسلو ټولولو پروسه شروع کړې ده)، په هغه وخت کښې د یوه پټاقۍ ټوپک قیمت ‍۱۵ کلدارې، د رایفل قیمت ۴۰ کلدارې وه، او د یوه نفر د وینې دیت ۳۰۰ کلدارې وه). د برتانیې په سفارت حمله کوونکي باید د برتانیې سفارت ته تسلیم شي، او د هر نفر په بدل کښې دې له ۵۰ تر ۷۵ کلدارو پورې انعام ترلاسه کړي او د یوه لوی افسر  قیمت یې ۱۲۰ کلدارې تعین کړی وه. عینا لکه اوس چې یې د هر مجاهد او مبارز پر سر لکونه ډالره قیمت ایښی دی او د هغوی د ساتلو او تعذیب لپاره یې ډېر پټ او ښکاره زندانونه جوړ کړي دي.

دغه حالت ډیر وخت دوام ونکړ او پوره ۵۵ ورځې وروسته د دسمبر په میاشت کښې خلکو په ځآنګړې توګه کروندګرو چې له خپلو کارونو او کښت څخه خلاص شوي ول د انګریزانو د ایستلو په خاطر د ملي مبارزینو تر بیرغونو لاندې راټول شول او په انګریزانو یې هجوم وروړ. جنرال رابرټس چې د لندن له خوا د هغه د نظامي نوښتونو او ښه کار په خاطر تقدیر شوی وه او د جنرالۍ رتبه ورکړل شوې وه له سخت شکست سره مخ وه. هغه له خپل پوځ سره د شیرپور په کلا کښې محصور پاتې وه او له هند او کندهار څخه یې د مرستې هیله درلوده چې بالاخره د کندهار له لوري د انګریزي عسکرو یو ټولی یې مرستې ته راورسید خو کومه نتیجه یې ورنکړه. انګرېزانو د ۱۸۸۷ په اواخرو کښې وروسته لدې چې امیرشېرعلی خان فرار وکړ، امیر محمد یعقوب خان تسلیم شو، او ټول دولت له نشست سره برابر شو نو سالسبري، لیتن او دیزراییلی تصمیم ونیوه چې افغانستان پدې ډول ټوټه ټوټه کړي: هرات او سیستان ایران ته ورکړل شي، کندهار او کابل د شیرعلی او ولي محمد په واسطه نظامي مرکز شي چې د انګلیسانو د ادارې لاندې راغلل، جلال آباد د نظامي اشغال لاندې راغی، رابرټس پدې مؤظف شو چې پروان، کاپیسا، بامیان او د هندوکش تر جنوبه پورې سیمې تسخیر کړي، ولې محمد پدې مامور شو چې بدخشان، تخارستان، بلخ او میمنه د انګریزي حکومت تر ادارې لاندې راولي، او جنرال برایټ دې د غلځیو تخمه له نړۍ ورکه کړي او ددې ټولو لښکر کشیو لپاره یې عجالتاً۵۶ زره عسکر وګومارل. مګر انګریزانو ته دغه پلان یو خوب پاتې شو او هغسې ماتې یې وخوړه لکه څنګه چې یې ۳۸ کاله مخکې یعنې په ۱۸۴۱ کال کښې مکناټن او الفنسټن  خوړلې وه او تښتیدلي ول او انګریزانو هغه حادثه (( په افغانستان کښې زموږ مصیبتونه)) په نامه نومولې ده.

جنرال رابرټس چې کله خپله ماتې او شکست حتمي ولید نو په  فوري ډول یې د انګریزانو د حکومت نوی نظر د اعلامیو له لارې د افغانستان خلکو ته واوراوه او ویې ویل: د برتانیې پوځ له افغانستانه وځي او له افغانانو سره د جنګ او جګړې هېڅ کوم پلان په نظر کښې نلري، او خلک دې خپل ځآنته پاچا انتخاب کړي. د رابرټس د اعلامیو خپرول د ۱۸۸۰ کال د اپریل په ۱۳ مه کښې ترسره شول چې د برتانوي پوځ په علني شکست او ماتې تمامه شوه. په دغه وخت کښې د انګریزانو سیاسي وفد، لیال، ریجوی، او ګریفن یو پر بل پسې کابل ته راغلل تر څو د (سوله ییز سیاست) له لارې په افغانستان کښې د برتانوۍ اردو  د معدوم شوي حیثیت اعاده وکړي.

بالکل هماغه سل او پنځه دېرش کلنه پخوانۍ ډرامه یې پدغه ناروا، ناقانونه او د هر ډول نړیوالو اصولو  خلاف تیري کښې بیا تکرار کړه. وروسته لدې چې له ماتې او شکست سره مخ دي د سولې قلابي خبرې یې پیل کړي، هغه ترورست طالبان اوس ناراضه طالبان بولي، خپل ماموریت هم تمام بولي او وایي چې افغان ځواکونه اوس ددې ښه وړتیا لري چې خپل امنیت پخپله ونیسي او په ډیرو ولایتونو او ولسوالۍ ګانو کښې یې افغان امنیتي ځواکونو ته د امنیت د انتقال پروسه هم تکمیل کړې ده چې لدې لارې غواړي د خپل وژل شوي شخصیت او حیثیت اعاده وکړي او نړیوالو ته دا وښیي چې زموږ هغه موخې چې موږ یې تر دې ځایه راورسولو هغه مو لاسته راوړې. ددوی هغه دروغجنې وعدې او پروپاګند داسې وه؛ په افغانستان کښې د نړیوال تروریزم ختمول، د مخدره توکو د کرکیلې او قاچاق مخنیوی او له منځه وړل، د دیموکراسۍ پیاده کول او ښځو ته د هغوی د حقوقو ورکول. خو ټولو نړیوالو او د افغان ملت ته معلومه ده چې دا یو هم ندي ترسره شوي ټولې هسې دروغجنې وعدې او ببولالې وې چې نړیوال او افغانان یې تېر ایستل.
سل کاله وروسته ۱۹۷۹ د دسمبر ۲۷ مه، د جدي شپږمه، په افغانستان د شورویانو د تیري ورځ:

 د روسیې سفیر تابییف، سر مشاور او دکې جي بي یو جنرال په نیمه شپه کښې د حفیظ الله امین کور ته ورځي، له هغه سره ګوري او ورته وایي چې: زموږ د دقیقو معلوماتو له مخې د پاکستان په کراچۍ بندر کښې امریکایي ځانګړي ځواکونه پلي شوي دي او غواړي چې د پاکستاني ملیشو په مرسته د دولت مخالفینو ته د کونړاو نورستان ځینې برخې ونیسي او خپل بیړنی حکومت اعلان کړي چې دا حکومت به وروسته د امریکا او نورو غربي هیوادونو له لوري په رسمیت پیژندل کیږي او بیا به د هر ډول وسلو مرسته ورسره کوي. نو ددغه کار د مخنیوۍ په خاطر موږ ته ضرور ده  چې ځینې ځواکونه له شوروي څخه د افغانستان دغې بیړنۍ مرستې ته راواستوواو دا توطیه شنډه کړو. حفیظ الله امین د توطیې خبره ومنله خو د شورویانو وجود یې ونه مانه او ورته یې وویل چې تاسو یوازې موږ ته وسلې راکړۍ او زموږ اردو کښې دومره وړتیا شته چې ددې توطیې مخه ونیسي او مقاومت وکړي. نوموړی هیئت په ظاهره څه ونه ویل او له امین سره یې خبره ومنله او ولاړل. موضوع جدي وه او په همدې دلیل یې ټول ټانګونه، وسلې او عملیه د هوا له لارې کابل ته راوړل، او د حکومت په اختیار کښې ورکړل شول. خو په عملیه کښې تر اړتیا زیات شوروي عسکر راغلي وه چې شمېر یې د سي آی اې CIA د راپور پر بنسټ  ۷۰۰ تنو ته رسېده، او کله چې حفیظ الله امین لدې خبر شو نو د سیاسي بیورو بیړنۍ غونډه یې راوبلله او دا خبره یې له هغوی سره مطرح کړه. پدې فیصله وشوه چې هغه ټول کسان چې له وسلو او مهماتو سره کابل ته راغلي وه هغوی باید بیرته سبا د کابل – حیرتان له لارې ولاړ شي او دا اعلان پخپله امین دراډیو تلویزیون له لارې هم خپور کړ.

خو په هغه شپه چې کله دا غونډه د ډوډۍ د وقفې لپاره تم شوه، دویته په سوپ کښې زهر اچول شوي وه چې پرته له دستګیر پنجشیري او صالح محمد زیري، د حفیظ الله امین په ګډون نورو ټولو ګډونوالو دا سوپ وخوړ چې وروسته پرې باندې ګنګستیا راغله او له هغې سره څوک مړه او څوک هم زندانونو ته ولیږل شول. د ماښام د اوو بجو شاوخوا یرغلګرو شوروي پوځیانو چې د افغان امنیتي ځواکونو په شان یې جامې اغوستې وې، فوري جنګ شروع کړ چې لومړی ګوزار یې د مخابراتو په وزارت کښې د تلیفون پر شبکې وه چې هلته ټول عسکر او دفاعي پوستې یې ونړولې او د امنیت لپاره ولاړ ټانګونه یې تخریب کړل. وروسته یې د رادیو تلویزیون په ریاست او د دولت د رئیس په مقر باندې حملې وکړې چې د لږ څه مقاومت وروسته غلې شوې. له دغه جنګ څخه وروسته سمدستي ببرک کارمل له تاشکند څخه د رادیو کابل پر څپو داسې بیانیه خلکو ته واوروله چې: انقلابي شورا حفیظ الله امین په مرګ محکوم کړ، حکم تطبیق شویدی او د امین رژیم له منځه تللی او زه (کارمل) د مرکزي کمیټې د عمومي منشي او د انقلابي شورا رئیس او صدراعظم مقرر شوی یم. دده خبرې په دا ډول وې: (( اینجانب ببرک کارمل منشي عمومي کمیته مرکزي حزب دموکراتیک خلق افغانستان و رئیس شورای انقلابي جمهوري دموکراتیک افغانستان….))

روسانو حفیظ الله امین له خپلو زامنو او نورو لوړ رتبه ملکي او نظامي افسرانو سره وواژه او د هغه په ځآی یې خپل بل ګوډاګی او ګوډاګۍ ډله ببرک کارمل د قدرت په ګدۍ کښېنول چې لدې سره د افغانستان د مستعمره کېدو رسمي لړۍ پیل شوه او اولس یې په مقابل کښې مقاومت ته راولاړ شو.

اسدالله سروري، ګلاب زوی او اوطنجار چې د حفیظ الله امین مخالفین ول او د تره کي ملګري ول، له حفیظ الله امین سره یې د ثور د اومې کودتا وروسته مخالفت پیل شو. هغه مهال حفیظ الله امین د دفاع وزیر وه او نور محمد تره کی جمهور رئیس، او د هیواد هر ګوټ کښې به چې کومه عامه وژنه، تعذیب، او نورې نادودې کېدلې نو تره کي به پر امین د ټولو پړه اچوله او امین به پر تره کي، په همدې کښې د دواړو تر منځه شدید اختلافونه راپیدا شول چې پدې کښې د ګوند لوړپوړي چارواکي لکه، سلطان علي کشتمند، سلیمان لایق، نور احمد نور، کریم مشتاق، بارک شفیعي، عبدالوکیل، فرید مزدک، شیرجان مزدوریار، نجم الدین کاویاني، صالح محمد زیری، قدوس غوربندی، جنرال نبي عظیمي او داسې نور د حفیظ الله امین پلویان ول او سید محمد ګلاب زوی، محمد رفیع نیروز، اسدالله سروري، اسلم وطنجار، ډګروال عبدالقادر او یو څو نور د نور محمد تره کي پلویان ول. حفیظ الله امین به په هر مجلس کښې اسد الله سروري، اسلم وطنجار او ګلاب زوی په فحاشیو، زنا او لواطت تورنول او برالا به یې ورته ویل چې تاسو په ګوند کښې په ښآیسته انجونو او هلکانو جنسي تیری کوئ.

اسدالله سروري، اسلم وطنجار او ګلاب زوی په حفیظ الله امین باندې د ۱۳۵۸ کال د سنبلې په ۲۴ مه ناکامه حمله وکړه چې په ترڅ کښې یې دوی د روسیې سفارت ته وتښتیدل او هلته یې پناه یووړه. څو ورځې وروسته شورویانو هغوی له سفارت څخه په داسې تابوتونو کښې واچول چې یواځې د ساه ایستلو لپاره پکښې یو څو سوري ایستل شوي او د تاشکند په هوایي ډګر کښې یې ښکته کړل. له هغه ځایه یې د کې جي بي په مخصوصه الوتکه کښې بلغاریا ته یووړل، او په الوتکه کښې د کې جي بي استازي ورته وویل چې تاسو باید د شوروي اتحاد څخه د رسمي پناه غوښتنه وکړۍ او همدلته خپل مشر هم معلوم کړۍ، چې اسد الله سروري یې مشر او ګلاب زوی او وطنجار ددې کمېټې غړي شول. دوی په بلغاریا کښې د دوه اونیو لپاره پاتې شول، دوه اونۍ وروسته د کې جې بي هماغه غړی ورته راغی او ورته یې وویل چې ستاسو د پناه غوښتنه منل شوې ده او تاسو به اوس مسکو ته انتقالوو. کله چې مسکو ته ورسېدل، هلته نوموړي مامور ورته وویل چې تاسو یوازې نه یاست چې د پناه او مرستې غوښتنه مو کړېده دلته نور هم شته چې ستاسو په څېر یې د مرستې او پناه غوښتنه کړې او تاسو باید پخپلو منځو کښې سره یو شۍ څو په شریکه د شوروي اتحاد ته خپل خواست وکړۍ. دا درې کسان یې داسې ځای ته یووړل چې هلته، ببرک کارمل، اناهیتا راتب زاد، نور احمد نور، عبدالوکیل او محمود بریالی ناست ول.

دلته دوی ټولو په اتفاق سره، ببرک کارمل خپل مشر او اسدالله سروري د معاون په توګه وټاکل او پدغه ځای کښې دستګیر پنجشیري هم راپیدا شو چې د ملا د درد په بهانه روسیې ته تللی وه او په هغه غونډه کښې چې حفیظ الله امین د شپې له خوا رابللې وه، او بیا همالته له ډوډۍ وروسته ووژل شو، ده (دستګیر) هم هلته سوپ نه وه خوړلی چې دا ددوی د لومړي سره د لویې توطیې او دسیسې ښکارندویي کوي. د سروري له قوله چې ویلي یې دي، همدغه ډله وه چې له شورویانو یې په افغانستان باندې د یرغل او تیري غوښتنه وکړه او شورویان چې له مخکې دغسې بهانې ته په تیاره ناست ول اعلان وکړ چې موږ د (اصولي مشرتابه) په بلنه راغلي یو چې په نتیجه کښې یې د خلقیانو حکومت ړنګ کړ، امین یې وواژه، ډله ټپله یې ځینې بندیان او ځینې نور ووژل شول او د پرچمیانو دولت رامنځته شو. اصولي مشرتابه هغه پورتني څو کسه فراریان ول چې په مسکو کښې یې پناه اخستې وه. بریژنف به دغه ناقانونه تیري ته قانوني او اصولي رنګ ورکاوه خو نړیوالو هېڅ چا نه ورسره منله آخر یې داسې بهانې وکړې چې تېر رژیم (امین) له موږ څخه څوارلس ځلې غوښتنه وکړه چې افغانستان ته خپل ځواکونه ولیږو خو موږ نه ورسره منله او لازم مو نه ګڼل، خو اوس چې ضرورت پیدا شو نو د تیر قانوني رژیم سره د ۱۹۷۸ کال د دسمبر د میاشتې د دوستۍ او ښو روابطو د ۴ مادې پر بنسټ موږ دلته خپل ځواکونه راوړي دي او دا هیڅ کوم غیرقانوني عمل ندی.

 خو دا خبرې هم چا نه ورسره منلې ځکه که چیرې شورویانو هغه دولت ته د قانوني دولت په سترګه کتل نو ولې یې ړنګ کړ؟ حفیظ الله امین یې ولې وواژه او د خلق ګوند غړي یې ولې ځینې ووژل او ځینې نور یې بندیان کړل؟ خو خبره د امین له هغه مخالفت سره راپورته شوه چې روسانو ته یې د نظامي حضور او عسکرو د پیاده کولو اجازه ورنکړه! او د شورویانو کمزوری سیاست لدې ښکاري چې هغوی په یوه فراري بانډ باندې تکیه وکړه چې د اولس په سترګو کښې خورا ذلیل او منفورترینه خلک ول او د هغوی په حضور کښې اولس دوی په هیڅ ډول نشول منلای. بالاخره ددغو نادودو پایله دا شوه چې ترنن ورځې پورې ۳۵ کاله کیږي چې دا هیواد او ددې هیواد وګړي د هماغه اورله تاوه سوځي او ایرې کیږي.
د کیمیاوي وسلو استعمالول:

ډیو همیلټن  په ۲۰۱۲ کال کښې د نومبر په ۱۶ مه د سي آی اې یو محرم راپور خپور کړ چې په هغه کښې د شورویانو له لوري په بې ګناه افغان وګړو او مجاهدینو د کیمیاوي وسلو د استعمال خبره شوې وه. هغه لیکلي دي چې کره شواهد ښیي چې دغه کیمیاوي وسلې د شوروي د مستقیم تیري څخه مخکې هم استعمال شوې وې. هغه کیمیاوي وسلې چې شورویانو استعمال کړې وې په دې ډول دي: incapacitants, nerve agents, phosgene oxime, trichothecene toxins, mustard, lewsite,  او ځینې نور دودي زهریات استعمال شوي ول. د مجاهدینو، ژورنالستانو، افغان نظامي افسرانو، د امریکا، افغانستان، جرمني او فرانسې طبي متخصصینوله لوري د کیمیاوي وسلو ټولې ۴۷  حملې تشخیص شوې وې چې شوروي پوځیانو په افغانانو ترسره کړې وې. په دغو حملو کښې 3042 تنه یوازې مجاهدین ول چې له دوی سره جنګیدل او د عامو وګړو د مرګ ژوبلې په اړه په دغه راپور کښې داسې خاص څه ندي راغلي.

یو تن چې نوم یې په دې راپور کښې ندی یاد شوی ویلي دي چې د شورویانو له لوري د کیمیاوي وسلو دغه استعمال د شوروي له مستقیم تیري څخه ۷ میاشتې ترمخه پیل شوی وه. د اګست په ۲۱مه، کال ۱۹۸۰ عیسوي کښې شوروي هیلیکوپترو په هرات ولایت کښې دوه کلي بمبارد کړل چې ۳۰۰ تنه مخالفین (مجاهدین او د هغوی خواخوږي) پکښې ووژل شول. له خواخوږو څخه مطلب عام او اولسي وګړي دي. نو اوس تاسو خپله فکر وکړۍ چې د شورویانو په دغه بې رحمانه، غیرانساني، غیرعاطفي او وحشیانه بمباریو کښې به څومره ښځې، ماشومان، سپین ږیري او نور بې ګناه وګړي له منځه تللي وي؟ آیا دومره څوک شته چې اوس په تلویزیونونو کښې د سیاسي مبصرینو په نامه هماغه پخواني خلقیان او پرچمیان دمحاکمې مېز ته راکش کړي او ددغو ټولو غیرانساني اعمالو او جرایمو پوښتنه ځینې وکړي؟ ځواب یې نه دی، او دلیل یې هم دادی چې دا دولت هم د مسلمانانو او مؤمنانو ضدیو دولت دی چې بنسټ یې په ظلم او تعدی کیښودل شوی دی. که چیرې دغه دولت مشروعیت درلودلی نو دا جنګي مجرمین او د کمونستانو بقایا به یې اوس علنا د ټول ملت په مخ کښې د محکمې مېز ته راکش کړي ول او لدوی څخه به یې ددغو جرایمو او وحشیانه اعمالو د ارتکاب پوښتنې کړې وې.

CIA ددغه راپور په ادامه کښې لیکي چې په دغه وحشیانه او زړه بوږنوونکي جنګ کې چې د شورویانو له لوري ترسره شو (Micro bombs) یا (Chemical bombs) استعمال شول او په هغه ترلاسه شوي سند کښې لیکل شوي وه چې دا بمونه باید د مسلمانانو د ختمولو لپاره استعمال شي او استعمال شول. د کمونیزم جنګ له اسلام سره وه او غوښتل یې پدغه سیمه کښې اسلام د خپلو مزدورو او تالي څټو خلقیانو او پرچمیانو په واسطه له منځه یوسي خو بریالي نشول او د همیش لپاره دومره ذلیل ا و رسوا شول چې اوس له شرمه د کمونست نوم هم ځآنته نه خوښوي.

۲۰۰۱ د اکتوبر ۷ مه په افغانستان د امریکا غیرقانوني تېری:
لکه د نورو په څېر دا هم لوی بحث او وخت ته اړتیا لري خو دلته یې په لنډ ډول تشریح کوم. امریکا د اسامه بن لادن او القاعدې په بانه چې په امریکا یې تېری کړی دی د افغانستان اسلامي امارت ته التیماتوم ورکړ چې د اکتوبر تر شپږمې باید اسامه امریکا ته تسلیم کړي او د نه تسلیمېدو په صورت کښې به موږ حمله کوو او خپله به یې له منځه وړو.  دغه تصمیم د امریکا له تیري څخه یوه اونۍ مخکې امریکا او د نړیوالې ټولنې امنیتي شورا په ګډه ونیوه.  امریکا دغه حمله په واشنګټن او نیویارک باندې د القاعده او طالبانو د حملو ځواب تلقي کاوه او دغه جنګ ته یې د خپلواکۍ د لاسته راوړو جنګ وایه چې د نړیوال  تروریزم پر ضد د جنګ  یوه برخه باله شي.  په دغه جنګ کښې ټول صلیبي بلاک د پاکستان او هند په شمول شریک شول او امریکا خپل لومړنی توغندی د هند له ټاپو څخه په افغانستان باندې وتوغاوه چې دا د افغانستان او اولس پر وړاندې یې بل صلیبي تیری دی او د یوې بلې غمیزې پیلامه وه.

د امریکا هوایي بمبارۍ اول په کابل، جلال آباد، مزار ، کندهار  او کندوز باندې شروع شوې  چې طالبانو ددغه تیري په مقابل کښې په ټولو نړیوالو غږ وکړ چې دا د اسلام پر ضد تېری دی او اسامه بن لادن هم په یوه ټیپ شوي غږیز پیغام کښې د الجزیزې تلویزیون له لارې له ټولو مسلمانانو وغوښتل چې د ټولو دخیلو محاربو کفارو په ضد دې په دغه مقدس جهاد کښې شریک شي. د امریکایانو د هوایي بمبارۍ سره یو ځآی د رټل شوې شمالي ټلوالې ملېشو هم پر طالبانو ځمکنیو عملیاتو ته زور ورکړ او د امریکا په مټ یې د نومبر په ۱۲ مه کابل او نورې سیمې له طالبانو ونیولې. د دسمبر په اوایلو کښې کندهار هم د طالبانو له لاسه ووت او امیرالمؤمنین ملا محمد عمر آخوند له خپلو نږدې ملګرو سره ځآن پناه ځآیونو ته ورساوه. القاعده مجاهدین اکثره د ننګرهار ولایت تورې بوړې سیمې ته پناه یووړه چې هلته د هوا له لارې صلیبي یرغلګرو او د ځمکې له لارې د شمالي ټلوالې متحد حضرت علی ملیشو خپلو یرغلونو ته ادامه ورکړه چې ډیر زیات عرب مجاهدین هلته په شهادت ورسیدل  او مالونه یې چپاولګرو په ولجه یووړل. داسې ګونګوسې هم وې چې هلته اسامه هم محصور وه خو زمان غمشریک او حضرت علی  د ډېرو پیسو په مقابل کښې  لاره ورکړه او پاکستان  سرحدي قبایلي سیمو ته واوښت.

د امریکا په هغو حملو کښې چې یوازې  د ۲۰۰۱ له اکتوبر نه د ۲۰۰۲ تر مارچ پورې چې ۶ میاشتې کیږي ترسره شوي دي له ۳۰۰۰ تر ۳۴۰۰ پورې اولسي وګړي وژل شوي دي . ددې پوښتنې په ځواب کښې چې له یوه امریکایي افسر نه وشوه چې دا ولې؟ هغه ورته ډیر ساده وویل: ځکه چې د امریکایي نظامي ستراتیژستانو خوښه همداسې وه چې د افغانستان په ګڼ میشتو سیمو دې بمبارۍ وشي. پروفیسور مارک هیرالډ.
د اکتوبر په ۲۲ او ۲۳ مه کال ۲۰۰۲ عیسوي  کښې  چې کله امریکایي جیټ جنګي الوتکو (AC 130) د چوکار کاریز په سیمه کښې چې د کندهار ښار څخه ۲۵ میله لرې د شمال خوا پرته ده، بمبارد وکړ چې په نتیجه کښې یې ۹۳ کسه بېګناه کلیوالان شهیدان شول چې په اړه یې د پنټاګون یوه مامور رسنیو ته داسې وویل: دا خلک پدې خاطر ووژل شول چې موږ غوښتل دوی ووژنو. په کوم دلیل؟ پدې چې هغوی له طالبانو سره خواخوږي درلوده. کله چې ددې پیښې په اړه له رامسفیلډ نه پوښتنه وشوه هغه یې په ځواب کښې وویل، چې زه د یوه کلي په اړه کومه خاصه توجه نلرم.           

ریچارډ نورټن ټایلر په خپله مقاله ( د B-52 راګرځېدل) کښې چې په ګارډین ورځپاڼه کښې خپره شوې وه، لیکلي وه چې: د امریکايي جنګې الوتکې یوه پیلوټ  چې کارل وینسن نومېده د 2000 پونډه بم اچولو په اړه داسې وویل: هېڅ کومه پروا نلري چې ته دا 2000 پونډه بم چیرې او په چا غورځوې، او د پام وړ او حساسه خبره داده چې هر څوک یې  د یوه میل په شاوخوا کښې متاثره کیږي.

او همداسې نور په لسګونو او سل ګونو امریکایي تعرضات چې په نتیجه کښې یې په لسګونو او سلګونو ملکي خلک وژل شوي دي دوی یې داسې توجیه کوي چې دوی له طالبانو سره خواخوږي درلوده، خو دا چې دوی ددې بې ګناه وګړو خواخوږي په څه او له کومې لارې معلومه کړه، هغه سوال دی چې دوی یې په زغرده ځواب نشي ویلی. ځواب یې دادی چې پورته مو د CIA په هغه خپاره شوي راپور کښې  چې د شورویانو د کیمیاوي وسلو  استعمال  یې ښوودلی وه، یادونه وکړه چې شورویانو ویلي وه دا کیمیاوي وسلې باید د مسلمانانو پر ضد استعمال شي، او اوس چې خپله CIA  دغه جنګ ته داخله شوې ده نو ددوی خو د اجنډا په سر کښې همدا دي چې مسلمان باید پاتې نشي، له مسلمان سره کومک کوونکی باید پاتې نشي او حتی هغه خلک باید تر فشار او څآرنې لاندې ونیول شي چې دوی (طالبانو او القاعده) ته دعاء کوي او ددوی نصرت غواړي. تاسو ته د جورج ډبلیو بوش هغه خبره یاده ده چې ویې ویل، دا صلیبي جنګونه دي..! تاسو د رامسفیلډ او نورو امریکایي چارواکو هغو خبرو ته ښه ځیر شۍ چې ویلي یې وه، هغه کلی موږ ته کوم اهمیت نلري او نه یې پروا لرو حال دا چې په هغه کلي کښې 93 بیګناه وګړي ووژل شول.

 ددې تعرضاتو، بیانیو او غبرګونونو پایله همدا ده چې د غرب او په ځآنګړې توګه د غرب د سالار امریکا دغه جنګ د اسلام او مسلمانانو پر ضد دی، چې لدې لارې دوی غواړي یو تیر او دوه مرغۍ ښکار کړي چې هغه د اسلام ختمول او د خپلو اقتصادي ستراتیژیکو اهدافولاسته راوړل دي چې په لرې آینده کښې یې د چین او روس لپاره لري.  خو سربېره پردې چې ټول افغانان او د نړۍ مسلمانان دغه حقایق په سترګو ویني او په غوږونو یې اوري بیا هم امریکا او غرب ته د دموکراسۍ پلي کېدونکي، د بشر د حقوقو مدافعان، د تروریزم ختموونکي، د مخدره توکو د قاچاق له منځه وړونکي او نور نومونه او القاب کاروي. ددوی ضمیر، ددوی وجدان او ددوی درون ته زه حیران پآتې یم چې دوی أخر له څه نه جوړ دي؟

د ببرک کارمل په مشرۍ چې د پرچمیانو ډله واک ته ورسېده نو بیا به یې په تلویزیون، اخبارونو او رادیوګانو کښې دا ببولالې غږولې چې روسان د نجات پرښتې دي، که روسانو مداخله نه وای کړې، که موږ واک ته نه وو رسیدلي نو افغانستان د تجزیې په درشل کښې وه او له نقشې ورکېده. خو حال دا چې دا ټولې دروغجنې او پوچې دعوې او بې معنی افواهات ول چې دوی د خلکو د اذهانو د تغیر او د خپلو مظالمو او نادودو د پټولو په خاطر کولې. او د امریکا او متحدینو په راتګ سره یې هم ډنډورچیانو چې پکښې زیات شمېر پخواني جهادي رهبران هم شامل دي عین د پرچمیانو دعوې او بې مفهومه افواهات تکراروي چې که امریکا نه وه راغلې نو افغانستان به د نړۍ له نقشې ورک شوی وه، که امریکا نه وه راغلې نو انساني ژوند دلته ختمېده، که امریکا نه وه راغلې نو ښځې به خامې خوړل شوې وې، او همداسې نور په لسګونو پوچ او بې منطقه شعارونه چې ټول یې د مسلمانانو د چل او فریب لپاره جوړ کړي په کار واچول او اچوي یې.  

د روس او امریکا تر منځه دومره توپیر دی چې روس له احمقانه سیاست څخه کار اخست او په احمقانو یې پلی کاوه، د خپلې نظریې تحمیل یې په زور او جبر کاوه، او علناً یې له اسلام سره دښمني راواخسته چې پایله یې زموږ ټولو تر مخ ده. او امریکا چې ده، له زیرکۍ او هوښیارۍ نه کار اخلي، زرنګ عمیل یې راپیدا دی، او په ډېر چل او هنر خپله دښمني مخته بوځي، د خپلې نادودې او وحشت لپاره هم ډیر پروګرامونه په نظر کښې لري چې په آسانه سره یې کنټرولوی شي، د دیموکراسۍ په نامه یې داسې اچار جوړ کړي دي چې بوتل کښې یې هر بلابتر پراته دي، داسې نظام یې رامنځته کړی دی چې دروازه یې د هر بې دینه او سیکولر  او د هرې نظریې د خاوند لپآره خلاصه ده، خو یوازې هغه څوک پدغه دروازه نشي ننوتلی چې هغه د اسلامي نظام او خلافت نشه په سر کښې لري او حقیقت خو دادی چې د اسلام دغه سربازان سره لدې چې هېڅ اړتیا نلري چې په دغه دروازه ننوځي مګر د خپلو وینو، غوښو او هډوکو په قیمت یې له بیخه او بنیاده باسي.

سهار ډېر نږدې دی!

عبدالبصیر عتیقزی

کالم : اُمت
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
ماخذونه:
•    افغانستان در مسیر تاریخ     (غبار)
•    غمیزه څرنګه پیل شوه     (جلیل رشیدي)
•    د پښتنو په سیمو کښې د مارکسیستانو او امپریالستانو ظلمونه
•    د CIA ځانګړی راپور
•    د ګارډین ورځپاڼې راپور
•    د پروفیسور مارک هیرالډ ژورنال

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x