دیني، سیرت او تاریخ

رسول الله صلی الله علیه وسلم د غیر مسلمانانو په آند (۳۶برخه)

لیکنه او څېړنه: عبدالغفار جُبیر

پروفيسر الفريډ کرونر (Professor Alfred Kroner) دنبي کريم صلی الله علیه وسلم په هکله وايي:

پروفیسر الفریډ کرونر چې د آلمان د مینز (Mainz) پوهنتون د جیولوجی څانګې یو نامتو پروفیسر او په نړیواله سطحه یو منلی استاد دی، دی دساینس په نړۍ کې په دې باندې ډېر شهرت لري چې یو یې عملي کار ډېر کړیدی او بل دا چې پر نورو باندې تنقیدونه ډېر کوي، کله چې له یو زندانی سره مخامخ شو، نو هغه ډېر ایاتونه او احادیث ورته وړاندې کړل او وروسته یې داسی وویل:

زه د حضرت محمد صلی الله علیه وسلم په دې معلوماتو درلودلو سره ډېر حیران یم چې څو پېړۍ مخکې ساینس پوهانو د عصري تجهیزاتو په درلودلو سره وتوانیدل چې څه ناڅه په پوه شي؛ خو رسول اکرم صلی الله علیه وسلم ۱۴۰۰ کاله مخکې پرې خبر ؤ، د پوره توجه خبره خو لا دا ده چې دی په هغه وخت په هستوی علم (نیوکلیرفزیکس) باندې هم خبر ؤ، چې په هغه وخت کې پر ځمکه باندې هیڅوک نه پوهیده او د قرآنکریم سر چې نه ضرور د اسمانو څخه ده.

که چېری د قرآنکریم ایاتونه او د ساینس حقایق د ځمکې د پیدایښت په اړه سره پرتله کړو، نو دا به وویل شي، چې دواړه یو شانته دي او د دوی اصطلاحات سره موافق دي۔ او که په ساده ژبه سره ووایم نو قرآنکریم د ساینس پوره او مکمل کتاب دی ، چې په راتلونکې کې به دهغه هر آیت نوی ساینس ثابت کړي.

داسې سوالونه کیږي چې حضرت محمدصلی الله علیه وسلم د کوم ځای څخه راغی؟ په حقیقت کې دی د صحرا له خلکو څخه دی، دا مسئله او څېړنه ډېره پیچلې ده. په هستوي فزیک باندې همدا اوس ساینس پوهان پوه شول او حضرت محمد صلی الله علیه وسلم ۱۴۰۰ کاله مخکې پرې خبر ؤ، د ځمکې او اسمانو په پیدایښت او جوړښت باندې، زه درته ویلای شم چې قرآن کریم په ساده ژبه د ساینس یو کتاب دی، د ساده خلکو لپاره، زه دا هم درته ویلای شم چې په هغه وخت کې چې کوم ساینسي حقایق نازل شول، انسانانو ته ثابت نه وو، خو اوسنی ساینس هر څه چې حضرت محمد صلی الله علیه وسلم ۱۴۰۰ کاله مخکې ویلی دی هغه ټول ثابتوي او تائید یې کوي.

امريکايي ساينسپوه پروفيسرپالمر(Professor Palmer) دنبي کريم صلی الله علیه وسلم په هکله وايي:

کومه وحې چې الله جل جلاله حضرت محمدصلی الله علیه وسلم ته لیږلې ده؛ د هغې لږه برخه موږ په اوسنیو وختونو کې کشف کړې او کوښښ کوو چې ساینس په قرآن کې مطالعه کړو، په ځانګړي ډول سره ځمکه پوهنه (جیولوجي)

نور بیا…

لمنلیکونه:
Professor Alfred Kroner who is one of the world’s most famous geologists / Professor Kroner is one of the world’s most famous geologists, becoming well known among his colleague scientists for his criticisms against the theories of some of the major scientists in his field
Professor Palmer a scientist from the U.S

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x