افغانستان

د کندهار هوايي ډګر پنځه ښځینه کارکوونکي وژل شوي

نن ټکی اسیا (شنبه، لېندۍ ۲۷مه، ۱۳۹۵ل): نن سهار اوه بجې د کندهار ښار په څلورمي ناحیې کې د خواجه په سیمه کې نامعلومو وسلوالو د کندهار هوايي ډګر پنځه تنه ښځینه کارکوونکي او د هغوی موټرچلونکی وژلی دی.

د پيښي وروسته وسلوال په تیښته بریالي شوي دي.

تر اوسه د پيښي مسؤولیت چا په غاړه نه دی اخیستی، خو د کندهار په ښار کې ددې تر مخه هم د هدفي وژنو زیاتي پيښي را منځته شوې او د بریدګرو څرک یې نه دی لګېدلی.

ځیني سرچینې وايي چې ښځینه کارکوونکي په هوايي ډګر کې د نظامي روغتون ډاکټراني وې، خو لا چارواکو د هغوی کره پيژندنه نه ده خپره کړې.

د ولسمشریزي ماڼۍ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې ولسمشر اشرف غني دغه دردناکه پېښه وغندله او سخت باندي خواشینی شو.

ددې تر مخه چې د پيښي نور جزئیات ښکاره شي او د عاملینو په اړه یې تحقیقات وشي، نوموړي دغه پيښه پر مخالفینو ور وتپل او دایې د هغوی د «ذلت او ضعف» نښه وبلله.
نوموړي وویل چې د افغانستان دښمنان نه یوازي د اسلامي او افغاني ارزښتونو په مقابل کې قرار لري، بلکي د افغانستان د پرمختګ مانع هم دي.

باید وویل شي چې په دې وروستیو کې د امریکایانو په بمبار په ننګرهار، روزګان، او کندز کې په لسګونو دماشومانو په ګډون نارینه او ښځي وژل شوي خو ولسمشر اشرف غنې ددې پيښو په اړه هیڅ نه دي ویلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x