ورزش

د افغانستان د کرکیټ بورډ ته نوی مشر «شکرالله مشعل» رسما ور وپيژندل شو

نن ټکی اسیا (شنبه، لېندۍ ۲۷مه، ۱۳۹۵ل): نن د افغانستان د کرکیټ بورډ د رسنیو په تالار کې د یوې غونډي په ترڅ کې «شکرالله عاطف مشعل» د عمومي رئیس په توګه وروپيژندل شو.

د کرکټ بورډ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې په دغه مراسمو کې «د مشرانو جرګې رئیس فضل هادي مسلمیار، د مالي وزیر اکیل حکیمي، د ښارجوړونې وزیر سید سادات منصور نادري، د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال حکمت خان خلیل کرزی، د بورډ غړی احمدشاه سنګدل، د ولسي جرګې غړی نذیراحمد احمدزی، د ولسي جرګې غړی اکبرستانیکزی، د ولسي جرګې غړی عبدالقادر ځاځی، د عدالت ګوند مشر عبدالرشید ایوبي او د لوګر ولایت د ولایتي شورا غړې نفیسه هجران برخه اخیستې وه.».

په خبرپاڼه کې همداراز ویل شوي چې نوي عمومي مشر عاطف مشعل وویل: «د افغانستان له جمهور رییس او کرکټ بورډ غړیو څخه مننه وکړه چې په ده یې باور وکړ او د دې ادارې د عمومي ریاست له پاره یې غوره کړ.

نوموړي وعده وکړه چې د کرکټ د لا ځلیدا له پاره به په نړیواله او داخلي کچې هلې ځلې او د دې ادارې د لا ملي کیدو له پاره به هڅې وکړي.

مشعل وویل چې د کرکټ له پاره به بنسټیز کارونه وکړي، د ده په وینا کرکټ ملي لوبه ده، نو له دې کبله باید دا اداره نوره هم ملي شي ترڅو د هېواد هر وګړی په کې ځان وویني.

مشعل زیاته کړه: (( د ملي لوبډلې له پاره د غوراوي کمیټه به خپلواکه وي او په دغه برخه کې به زه د هیچا تر فشار لاندې رانه شم، یوه خپلواکه او مسلکي د غوراوي کمیټه به جوړه کړم.)).

نوموړی تر دې وړاندي یو شمېر مهمي دندې تر سره کړې چې ځیني يې په لاندي ډول دي: د لوی څارنوال د دفتر رئیس، د سیمه ییزو ارګانونو د چارو د انسجام ريیس، په اداره امور کې د نړیوالو اړیکو د انسجام ريیس، د ټول ټاکنو د کشمیرانو د غوراوۍ کمیټې د دارلانشا ريیس، د امریکايي پوهنتون د محصلین رییس، شپږیزه لیګ کې د کابل بازانو کرکټ لوبډلې مشر ا.و د ولسمشر د برنامو د دفتر ريیس پاتې شوی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x