ورزش

حامد شینواری: د کرکیټ بورډ نوي مشر «شکرالله مشعل» زما طرحه په خپل نامه کړې

نن ټکی اسیا (شنبه، لېندۍ ۲۷مه، ۱۳۹۵ل): د افغانستان د کرکیټ بورډ پخواني اجرائیوی مشر حامد شینواري پر خپل فیسبوک پاڼه لیکلي چې د کرکیټ بورډ لپاره د ولسمشر له لوري نوی ټاکل شوی مشر «شکرالله عاطف مشعل» دده طرحه غلا کړې او ولسمشر ته یې د خپلي طرحي په نامه وړاندې کړې.

نوموړی وایی چې ولسمشر د خپل اصولو له مخې هر هغه څوک په کار ګماري چې «د هیواد د پرمختګ لپاره منظمه طرحه ولري، او ددغه طرحي د عملي کولو لپاره پلان ولري.»

او زیاتوي: «دغه طرحې له مخې ډاډه وو چې دکرکټ بورد دپرمختګ لپاره منظم کار وکړو. له ولسمشره سره مو دطرحې دشریکولو په موخه د هغه د دفتر دکارکوونکي عاطف مشعل په وسیله دلیږلو اراده وکړه موږ طرحه هغه ته ولیږله ژمنه یې کړې وه چې له ولسمشره سره به یې شریکه کړم، نو هغه ددې پرځای چې طرحه له ولسمشر سره زما په نوم شریکه کړي په خپل نامه یی ورته وړاندې کړې او له هماغې یې په ګټه اخیستنه ځان د کرکټ بورډ مشرئ ته ورسولو».

نوموړی وایې چې ډاډه یم، کومه طرحه چې ما جوړه کړې، د هغې د تطبیق لپاره مي هم پلانونه لرل چې «عاطف مشعل» به یې عملي نه کړای شي.
«زه په احتیجاجي ډول سره دغه ګمارنه ناسمه او له تقلب ډکه بولم او د رسنیو له لارې ولسمشر ته خبر داری ورکوم چې دغه ډول خلک چې غواړي کرکټ کې له تاسره تقلب وکړي کرکټ ته به څه وفا دار پاتې شي؟».

حامد شینواری د کال ۲۰۱۰ او ۲۰۱۱ میلادي کلونو تر منځ د کرکیټ بورډ د اجرائوی مشر په توګه پاته شوی، نوموړی یو ځل بیا په کال ۲۰۱۲ کې د هغه وخت ولسمشر حامد کرزي د کرکیټ بورډ د اجرائیه مشر په توګه وټاکی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x