افغانستان

سلګونو کسانو د کرومیټ د ناقانونه استخراج په اعتراض کې لاریون وکړ

نن ټکی آسیا: نن (شنبه) د پروان ولایت د کوه صافي ولسوالۍ سلګونو اوسېدونکو په دې ولسوالۍ کې د غیر قانوني کېندنو،په ځانګړې توګه د کروميټ معدن د استخراج په خلاف پراخ لاریون وکړ.
لاریون کوونکو په یوه خوله ویل چې حکومت ورته هېڅ کار او ګټه نه ده رسولې او له دې سره – سره یې د دوی په سېمو کې ناقانونه کېندنو ته زمېنه برابره کړي.

د بریالي په نامه یو تن لاریون کوونکي وویل: دا ډېره موده کېږي د دوی په سېمه کې د کروميټ معدن د استخراج چارې روانې دي او هره ورځ ترې موټرې باریږي؛خو د سیمې له خلکو سره هېڅ سلا-مشوره او اجازه نه کېږي.
یو بل لاریون کوونکي هم ورته اعتراض کاوه او زیاته یې کړه چې حکومت چې له موږه معدن وړي، باید موږ ته هم پکې ونډه راکړې او اقلاً زموږ ولسوالۍ ته کار وکړي،د نوموړي په وینا حکومت تر اوسه په دې نه دی توانېدلی چې اقلاً هغه سړکونه ورغوي چې دا معدن پرې لېږدوي.
بل پلو ، حکومتي مسؤلینو د خلکو اعتراض او غوښتنې غیرقانوني وبللې او ویې غندلې.
د پروان ولایت د معادنو رئیس عبدالاحد په غبرګون کې وویل، چې د کرومیټو د استخراج پروسه له دوو کلونو راهیسې روانه ده او په خبره يې چې د معادنو وزارت په حکم د هېوادوال په نوم د خصوصي شرکت سره یې قرارداد لاسلیک شوی.
نوموړي په دې باب له څه ویلو ډډه وکړه،چې آيا د سیمې له خلکو اجازه اخیستل شوي او یا ورسره سلا- مشوره شوې که نه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x