افغانستان

ننګرهار: د امریکايي الوتکو په بمبار کې ۱۶ کسان ووژل شول

نن ټکی اسیا (شنبه، لېندۍ ۲۷مه، ۱۳۹۵ل): د ننګرهار چارواکي وايي چې د ننګرهار ولایت په اچین ولسوالۍ کې د امریکايي بې پلوټه الوتکي په برید کې ۱۶ کسان ووژل شول.

د ننګرهار د پولیسو ویاند حضرت حسین مشرقیوال رسنیو ته ویلي چې د بمبار هدف داعش وسلوال وه، چې ۱۶ تنه یې ووژل شول.

نوموړي ویل چې د اچین ولسوالۍ د عبدالخیلو په کلي کې دغه بمبارې تېره ورځ وشوه.

تر اوسه معلومه نه ده چې رشتیا هم په بمبار کې د داعش وسلوال په نښه شوي او که د ملکي وګړو پر کورونو بمبار شوی.

باید وویل شي چې ددې تر مخه هم بهرنیو ځواکونو د داعش د وسلوالو پر ضد د عملیاتو او وژنو خبرونه ورکړي، خو وروسته معلومه شوې چې ملکي وګړي په نښه شوي دي.

د ننګرهار هغه ولسوالۍ چې ګمان کیږي، داعش باندي واکمن دي، په اړه یې رسنیو ته یوازي هغه خبرونه راوزي چې امریکايي ځواکونه او دولتي چارواکي یې ورکوي. دغه دواړي لوري هره ورځ د لسګونو داعشي وسلوالو د وژلو خبرونه ورکوي.

بايد وویل شي چې ددې تر مخه داسي څیړني نشر شوي چې له مخې ویل شوي امریکايي بې پلوټه الوتکو په بریدونو کې زیاته فیصدي ملکي وګړي وژل کیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x