نظــر

حلب نه ماتیږي

عبدالمجید جواد
يُرِيدُونَ لِيُطْفِؤُوا نُورَ اللَّهِ بِأَفْوَاهِهِمْ وَاللَّهُ مُتِمُّ نُورِهِ وَلَوْ كَرِهَ الْكَافِرُونَ

د 616 هـ او 658 هـ کلونو ترمنځ مسلمانان دومره مغلوب شوي وو چې خلکو فکر کاوه چې نور به مسلمانان ختم شي اسلام به ختم شي او قیامت به ډیر نیږدې شي. په ګردې اسلامي نړۍ باندې تاتاریانو ،مغولو او صلیبي داړه مارانو له مختلفو جهتونو نه د ظلم او وحشت پنجې ښښې کړې وې او وار په وار پرله پسې د اسلامي نړۍ سقوط روان وو.د مغولو او تاتاریانو په لاس شام عراق او مصر کنډواله شو ،اولس یې عام قتل شو خزانې یې ټولې لوټ شوې سترې علمي پانګې او مکتبې یې له منځه لاړې .له دې وروسته کلونو کې بیا د خپل منځي اختلافونو ، د ملوک الطوایفي حکومتونو ،د نا اهله مشرانو خاینانو او منافقانو له امله اندلس خپلې وروستئ سلګۍ کولې د اندلس(هسپانیه) له غرناطې نه د مسلمانانو ټغر په ټولیدو وو.

هغه اندلس چې په کال ۷۱۱م کې د موسی بن نصیر او د طارق ابن زیاد په لاس فتحه شوی وو او تقریبا تر ۷۸۰ کلونو پورې مسلمانان پرې حاکم وو خو بالاخر یې د پورته ذکر شوو عواملو له وجې په کال ۱۴۹۱م کې مکمل سقوط وکړ . خو الله تعالی خپل مبارک دین د خپلو خاصو بندګانو په لاس هر وخت تر قیامته ساتي.یو طرف نه د عربو نزول روان وو کمزوري شو خلافت ی له منځه لاړ نو بل طرف ته عجم مسلمانان د عروج په لور روان وو ورځ تر بلې قوي کیدل د مغلو او تاتاریانو د ظلمونو او وحشت له وجې عثماني خلافت منځته راغئ له اندلس نه شړل شوي مسلمانان یې وژغورل خپلې بیړې یې تر اندلسه ورولیږلې.په دمشق کې علما‌ء راټول شول له خپلو پاچاهانو یې نا امیدي او بې وسي څرګنده کړه عثماني خلافت سره یې د بیعت اعلان وکړ او د خلافت او خلیفه ټاکل یې له عربو څخه د لومړي ځل لپاره عجمو ته نقل کړ. او همدا شان د ترکانو عثماني خلافت د مسلمانانو د نجات لامل شو د اسلام عَلَم یې پورته کړ او تر کلونو کلونو پورې یې تقریبا په نیمایي نړۍ اسلامي خلافت وکړ.

همدا شان په کال ۱۲۶۰ م میلادي کې چې کله هلاکو خان ( حلب ) ونیوه نو د مسلمانانو قتل عام یې شروع کړ او حلب یې په کنډواله بدل کړ .مسلمانان بیا نا امیده شو او ګمان کې یې هم نه راتلل چې حلب کې به بیا مسلمانان ژوند وکړي.خو فقط اته ۸ میاشتې لا نه وې تیرې شوې چې د دوو سترو اسلامي اتلانو لخوا (سلطان مظفر سیف الدین قطز چې اصلا د خوارزم وو او اصلي نوم یې محمود بن ممدود بن خوارزم شاه وو ، او ظاهر بیبرس چې اصلي نوم یې سلطان رکن الدین الظاهر بیبرس وو چې دا اصلا د شام وو) تاتاریانو او مغلو ته داسې ستر تاریخي شکست ورکړ چې تر ننه یې د مغولو او تاتاریانو نوم او بدمعاشي ورکه کړه. دغه عظیمه فتحه د (عین جالوت) جنګ وو چې مسلمانانو سره د الله خاص نصرت وو او دغه دوو قهرمانانو په خپلو تکتیکي حربو سره وکولی شو چې په ډیر کم تعداد د مغلو ستر لښکر خپل جال کې محصور او قتل کړي. دغو دوو اتلانو ته عربي تاریخ کې نن هم ( ابو الفتوحات) ویل کیږي.

د مسلمانانو ستر تاریخي حلب تل خپل اسلامي تاریخ ساتلی حلب اوس هم خپله غیږه کې د سلطان عمادالدین زنګي غوندې زمریان لري چې تل به صلیبیانو باندې عذاب وو ، حلب اوس هم خپله غیږه کې د سلطان نورالدین زنګي غوندې عاشقِ رسول او عاشقِ دین ځوانان لري چې تل به ورسره د مسلمه اُمت غم وو، حلب اوس هم خپله غیږه کې د رکن الدین ظاهر بیبرس غوندې قهرمانان لري چې مغوول او تاتار یې د ابد لپاره په ګونډو کړ، هو کې حلب اوس هم په خپله غیږه کې د سلطان صلاح الدین ایوبي غوندې بچي لري چې ګرده صلیبي نړۍ ته یې نه هیریدونکي شکستونه ورکړل.

حلب که هر وخت لوټه لوټه او کنډواله شوی خو مات شوی هیڅکله هم نه دی.

حلب که هر وخت د وحشت په اورونو سوځیدلی خو تسلیم شوی هیڅکله هم نه دی.

حلب به د بشارالاسد خنزیر خلاف محکم دیوال او محکمه قلعه وي حلب د بشار الاسد پلار حافظ الاسد ته سر ټیټ نه کړ نو زوی ته به یې څنګه ټیټ کړي.حلب به ان شاءالله یو وار بیا رامیدان ته کیږي او د بشار او ایران شیعه کافرانو ته، روسانو ته او صلیبیانو ته به له شرمه ډک شکست ورکوي. دوی که د مغولو او تاتاریانو د ظلم او قتل عام تاریخونه تکرار کړل خو ان شاءالله چې د شام او حلب ځوانان به د خپلو اسلافو د عمادالدین ،نورالدین او بیبرس تاریخونه تکراروي. وَمَا النَّصْرُ إِلَّا مِنْ عِندِ اللَّهِ الْعَزِيزِ الْحَكِيمِ
پاې

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x