شعـــــرونه

غزل/ محمد ريحان

محمد ريحان

مینه یې ښکلې ناز یې ښکلی او جانان ښکلی دی
دلته رادرومي یو سړی دی په ایمان ښکلی دی

دا به رښتیا وي که دروغ وي یو چا داسې ویل
له جنت وروسته زمونږ ګران افغانستان ښکلـی دی

ستا په نامه ستا په ادا اوستا په سر مې قسم
چې چا لیدلی یې په خدای هغه انسان ښکلی دی

دا چې خپل ځان په اور سوځمه او ذره ذره شم
لیونی نه یم دنیاوالو زما ارمان ښکلی دی

سترګــې یې پټې کړې مسکۍ شوه بیا داسې ووې
ستا تـورې سترګې او زما دا سور پيزوان ښکلی دی

کلي ته راشي ډکې سترګې بیرته لاړ شي ریحان
څوک چې پرې ګران وو په هغه اوس قبرستان ښکلی دی

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x