شعـــــرونه

دوه دېر شمه آنلاين في البديهه مشاعره

ترتيب: مستور مجاهد

د تېرې جمعې د شپې آنلاين في البديهه مشاعره چې د ښاغلي ( عرفان الله عرفاني ) صاحب د فيس بوک پردېوال تر سره شوه غور چاڼ يې په لاندې ترتيب کتلی شئ.

د معمول سره سم دادی مشاعره د ښاغلي محترم ( دُر محمد ګوهري ) صاحب د شعر په مطلع پيلوو خپل بيتونه مو په همدې قافيه او رديف راپيل کړئ

قرآن په خاورو کې لوغړېږي ته خندېږې په څه
دين او مذهب دې پلورل کېږي ته خندېږې په څه
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
زما ملګريه له دغه يوه پوښتنه کوم
زما له لېمو کې اوښکې څڅېږي ته خندېږې په څه
شفاعت ريحان

لا به تر څو يې لاس تر زنې ورته ناست مسلمه
ده سرو اورو باران ورېږي ته خندېږې په څه
هدايت الله طلحه

دا د وحشيانو بمباري او د معصومو وينې
حلب کې بې درېغه چې بهېږي ته خندېږې په څه
حمزه حسيني

د مظلومانو په سر پيل دی هرې خواته بمبار
په حلب سرې مرمۍ ورېږي ته خندېږې په څه
وړوکی شاعر

حلب مو لاړو بغدار لاړو اوس کابل په تلو دی
دښمنان ټول متحد کېږي ته خندېږې په څه
مظهر احرار

نن ټول و لس ته خدای رسواکړې د ملت غداره
په هره کړنه دې شرمېږي ته خندېږې په څه
کامران خپلواک

ای د ډالرو په نشه کې مست خمار خماره
مظلوم اولس اور کې کړېږي ته خندېږې په څه
حاکمي اشنا

لمبې بلېږي په هر ځای کې مسلمانو باندې
په خپلو وينو کې لمبېږي ته خندېږې په څه
ابراهيم حنفي زرمتی

چنار ځوانۍ مو درنه ځار کړې ازادۍ را درومه
ستا په را تلو مې زړه خوښېږي ته خندېږې په څه
لياقت الله حيدري

له پاسه ګرځي الوتکې بمبارونه کوي
کلي کورونه بمبارېږي ته خندېږې په څه
عبدالمالک وفا

مسلم امت په غم کې ډوب دی د سپېڅلي شهيد
منصور اورونو کې سوځېږي ته خندېږې په څه
اتل نورزی

تورې تيارې دي ته د کلي څنګ کې عيش عشرت کړي
هلته ماشوم په اور سوځېږي ته خندېږې په څه
وفا

د هر چا زړه سره احتياط کوه آزار چې نکړې
دادې اخير پر سر ماتيږي ته خندېږې په څه
عبدالباقي مهاجر

حلب کې تنکي ځوانان سوځېږي ته خندېږي په څه
ظالمه زړه دې نه دردېږي ته خندېږې په څه
سعيدالله حيران

زمونږ ځوانان د پاک اسلام او د قرآن په خاطر
لکه د شمعې ويلې کېږي ته خندېږې په څه
ثاقب ملنګ

لږ د غيرت څادر په سر کړه ای ويده افغانه
مظلوم ملت دې تبا کېږي ته خندېږې په څه
مسلم يار

ای د غفلت په خوب ويده افغانه تاته وايم
د ننګ منار دې رانړېږي ته خندېږې په څه
حميدي

زړه دې د کاڼي ده که څه بلا يې ډارېږه
خويندې غزت مو لوټل کېږي ته خندېږې په څه
ذاهد افغان

ويده ضمير دې لږ راويښ کړه ای بې ننګه وروره
مسلم په هر ځای کې ځورېږي ته خندېږې په څه
صادق خپلواک

مسلم امته سره يوشی اتحاد ضرور دی
اسلام په دې شان غالېبيږي ته خندېږې په څه
ذاهدي سهاک
که مسلمان وې نو په غم خو يې لږ ودردېږه
حلب کې سرې وينې بهېږي ته خندېږې په څه
حامد متوکل

په ګران وطن کې دې غربيان په هره خوا ګرځېږي
ستا په اسلام تل لوبې کېږي ته خندېږې په څه
فريد احمد شهيديار

د اُمت حال نه ځان خبر کړه او هوښيار اوسېږه
نن به نا پوه سړی خندېږي ته خندېږې په څه
حميد اشنا

د مظلومانو اسيرانو زولنو ته مدام
خواره مورکۍ يې تل ژړېږي ته خندېږې په څه
الفت

ولې غافل يې د غيرت ای د ميرويس بچيه
ستا تاريخونه بد نامېږي ته خندېږې په څه
قاري محمد شفيع زهير

ضمير لرې احساس لرې او لا هم نه دردېږې
چې په ملت دې اور بلېږي ته خندېږې په څه
معصوم شهيد زاده
دنيا نن ټوله ورته ګوري تماشه يې کوي
حلب کې سرې وينې بهيېږي ته خندېږې په څه
هجران ګل افغان
ماډرن اسلام يې رائج کړی حقيقت نه لري
هم په مذهب دې لوبې کېږي ته خندېږې په څه
محمد عزيزالله حنفي

زما او ستا مثال د سترګې او د کسي دی اوس
کسی چې سترګې نه بېلېږي ته خندېږې په څه
رحيم الله شېرمل

شهيد شهيد سو څنګه وران شو لوټې لوټې حلب
ړانده بمونه پرې ورېږي ته خندېږې په څه
علا محمد درخان خېل

ظالم کافر مو په حلب کې سخت ظلمونه وکړل
هر مؤمن وينو کې لمبېږي ته خندېږې په څه
عابد حقيار

ډېر بې حيا شولې بې ننګه اربکيه اشنا
مظلومان اور کې کبابېږي ته خندېږې په څه
منتظر نجرابي

پر حلب سرې مرمۍ ورېږي ته خندېږې په څه
عزت د پېغلو لوټل کېږي ته خندېږې په څه
حمزه احرار

ای د خېوې مظلومه ستابه څه فرياد واوري څوک
چې په سپين ږېرو تېري کېږي ته خندېږې په څه
محمد نيازی

د ګران هېواد ناسور زخمونه دې شړېږي ياره
ته لا پردي ډول ته ګډېږې ته خندېږې په څه
احمدي سجاوندي

هسې نه وايم بې وفا چې نه شې مړ به شمه
سراج له دې غمه ژړېږي ته خندېږې په څه
صميم اسلامپال

مسلم امت مو وژل کېږي ته خندېږي په څه
حلب کې سرې وينې بهيږي ته خندېږې په څه
قاري وقاص
په دې مسير په ښه تدبير درومي تردار د مينې
ټول عاشقان ترېنه ځارېږي ته خندېږې په څه
غريب کوچی

د مسلمه امت ځوانانو ولې غلي ناست ييئ
پېغلې مو هر ځاي کې ځورېږي ته خندېږې په څه
احمد جان
زما په زړه باندې ستا سترګو دهماکې کړي دي
له بې دردۍ درته ژړېږي ته خندېږې په څه
جنتي ملنګ

توتکۍ مړې دي امام بل کلي ته کډه وکړه
ستا د جومات محراب نړېږي ته خندېږې په څه
وهاج مسافر

چې په سرو وينو کې لمبېږي دا تنکي ماشومان
حلب کې بيا وينې توييږي ته خندېږې په څه
طالب خطرناک
نور د غفلت له خوبه پاڅه مسلمانه وروره
د خور عزت دې لوټل کېږي ته خندېږې په څه
حقيار نيازی

ماشومان ژاړي پيغلې کړي نور له غيرت خودکشي
حلب په اورو کې نن سوځېږي ته خندېږې په څه
ذاهد

دا چې ځوانۍ کې د سنګر د ننګ ونه لېدلو
څه لرې څه باندې نازېږي ته خندېږې په څه
اجمل صابر
وطن مو بيا د لوټمارانو لاس ته ځي افغانه
زرداد ته بيا کابل ژړېږي ته خندېږې په څه
هدايت بدر
جانانه روغ وجود مې و خوړ د دروغو وعدو
وينه مې ورځ په ورځ کمېږي ته خندېږې په څه
بشير وصال
د وحشت څلی بيا رغېږي ته خندېږې په څه
د شهيد وينې پلورل کېږي ته خندېږې په څه
نورالله خالد

بايد د اوښکو په ځای سترګو څخه وينې توی شي
عربي پېغلې سرتورېږي ته خندېږې په څه
تسل منيب
آه د مظلومو غم ځپلو نن تر عرشه رسي
دا چې تنکۍ غوټۍ رژېږي ته خندېږې په څه
فريادي جانان

له سترګو اوښکې څڅوو او ګرېوان لوند وي مدام
زړګی له غمه مو ژړېږي ته خندېږې په څه
نقيب الله سهار

ستا په شان ستا نه ښايسته ځوانان نن ټول شول قربان
فدايان اورته ورګډېږي ته خندېږې په څه
محمد عمر هاشمي زرمتی
روانې کړي ظالمانو د اُخدود قيصې بيا
د مسلمان نسل ختمېږي ته خندېږې په څه
سيف الرحمن عزام
غافله خوب درته په سره پالنګ کې څنګه درځي
حَلب کې سرې وينې بهېږي ته خندېږې په څه
خالد احمد صميم
بس پرې مين شم او نامه يې په زړګي وليکم
دستا په نوم چې څوک يادېږي ته خندېږې په څه
صلاح الدين ايوبي
لکه ګلاب نازک وجود يې په سرو وينو رنګ دی
حلب کې مظلوم يتيم ژړېږي ته خندېږې په څه
چنار مجاهد
د وطن خوندې سر تورېږي ته نازېږي په څه
د پلار نيکه شمله دې لوېږي ته خندېږې په څه
کندزی

حلب کې ګوره څومره خوندې در په دره شولې
اوښکې يې سترګو کې غړېږي ته خندېږې په څه
عابد مقبل

مرګي خوړلي دوطن ها ړنګ او بنګ ګلونه
تنکي تنکي زلمي رژېږي ته خندېږې په څه
منير احمد نوري

نن د مظلوم پر سرباران د سرو اورونو اوري
له غفلت ويښ شي که پوهېږي ته خندېږې په څه
فتحان حنفي

بې غمه نه شې ای سلطانه بې پروا ولې يې
د دې پوښتنه به هم کېږي ته خندېږې په څه
بدرالدين عمري

نن د خزان سيلۍ راغلې د مسلمو پر بڼ
تنکي ځوانان مو خزانېږي ته خندېږې په څه
کندهاری ملنګ
رب خپل کلام کې دي ويلي وليبکوا کثيرا
ټول عاشقان رب ته ژړېږي ته خندېږې په څه
احمد مختار

په بارودي لوخړو خړپر مو باغونه شوله
ها دمېوې ونې غور ځېږي ته خندېږې په څه
صياد افغان
موږ ورته ګورو ښه يې وينو چې تېری پرې کوي
خوندې او لوڼه مو ځورېږي ته خندېږې په څه
منصور افغان

د بې ننګۍ په بستر خوب کوي بې ننګه زلمي
پېغلې له دين نه قربانېږي ته خندېږې په څه
مهاجر

تر خاورو لاندې ماشومان لکه تنکي ګلونه
کلي کورونه بمبارېږي ته خندېږې په څه
حقمل نيازمند

غبرګې خوارانې اربکي په نکاح کړي ځان ته
د مسلمان عزت لوټېږي ته خندېږې په څه
اجمل بارکزی

ای د وطن زلميه وژاړه د مرګ ځای دې دی
خوندې په زوره نکاح کېږي ته خندېږې په څه
مسروری

مور يې له ځوي ،ځوی يې د مور له حاله نه دی خبر
په حلب داسې څه تېږېږي ته خندېږې په څه
هلال مهاجر
له دردو جوړ چې په اوروکې سوځېدل ګلونه
نن يې ناموس چې پلورل کېږي ته خندېږې په څه
صهيب ذاکر تګابي

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
محمد عبداللہ

تا دمظلوم فر یا دپہ شرق او نہ پہ غرب زغملو
اوس ئ دحالہ نہ دردیگی تہ خندیگی پہ سہ

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x