
د مينې معراج
نور احمد نعماني
دا د عشق ښکلی سفر دی څه رنګینه قافله ده
بیا د شنه آسمان په غیږ کې تکبیرونه زمزمه ده
دا کاروان د سپینو ستورو د منزل په لورې درومي
بیا راغلې هدیرې ته کومه پیغله میلمنه ده
دا شرنګی د سپینو تورو ګرد غبار دی د آسونو
بیا غازي جانان کړه ښخه د فرعون سر کې نیزه ده
کلیساوې به یی ړنګې بیا بچي د “ابراهیم” کړی
د “بلال” نوم چي وي پاته هر آذان یی ولوله ده
دا د شام ځمکه نارې کړي وای “خالده” یو ځل راشه
موږ په وینو کې لمبیږو هر یو کور کې جنازه ده
دا د مینې و “معراج” ته هر عاشق ختلی نه شي
چي معشوق یې “ذوالجلال” شي وي منقاد غاړه یې کږه ده
دا مو یون دا مو سفر دی هر یو زړه پرهر پرهر دی
“نعماني” وخت د توبې دی د ژوندون نور خاتمه ده