ادبي لیکني

د لیکلو په ارزښت پوه شئ

قدیرالله شیرزوی

له څو نږدې پیړیو راهسې نړۍ د ډول ډول نوښتونو شاهده ده. په هره برخه کې د پام وړ تغیرات راغلي دي او ددې نړۍ هر وکړي ته یې د ارامه ژوند ضانت ورکړی دی، خو هیره دی نه وي، چې دا ټول د اوس زمانې زیږنده نده، بلکې دا هر څه پخوا موجود او تثبیت شوي و. چېلیکل شوي اثار  یې، د شتون ستر لامل بلل کیږي ، په دې مانا ،چې هر څه پخوا لکل شوي او یا هم اوس لیکل کیږي چې د راتلونکي لپاره به د کار وړ وي.دا چې موږ ولي لیکنه وکړو؟ څه مو اړتیا ده؟ څومره ګټوره ده؟ په نشتون کې یې څه پیږي دلته به له ځینو اړخونو ورباندې خبرې وکړو.

لومړی دا چې د اسلام دین تر ټلو دیننو غوره دی. ستر او سپیڅلی کتاب قران کریم یې د لارښود دی، چې په نبي کریم( ص) نازل شوي دی، تر څو خلک سمې لارې ته برابر کړي. خو اوس کیسه دلته ده، چې اوس دا ټول څنګه تر موږ رارسیدلي دي؟ که د لیکنې پس منظر ته ځیر شو کله چې اولو کې قران کریم نازل شو، نو نبي کریم (ص) به اصحابو کراموته ویل چي قران کریم حفظ کړي، خو ورورسته د وخت په تیریدو سره نبي کریم(ص) وفرمایل، چې باید قران کریم راټول او د خورما په لرګیو، کاڼو او پوستوکو ولیکل شي، چې ځیني نسخې اوس هم د مصر او اندونیزیا په پوهنتونو کې شتون لري. نو دا دلیکنې ارزښت دي چي موږ مکمل قران کریم لرو که څه هم د ساتلو ذمه واري یې خدای تعالی په خپله هم کړې ده. حدیث هم په ورته لیکل شوي بڼه راپاتې دي. دوهمه خبره، د پیغمبرانو په وخت کې به چې کله کوم پیغام لیږل کیده نو یواځي همدا لیکل و ، چې د دوي تر منځ د اړیکو وسیله وه. په اخیر کې، داسي ډير څه پخوا نه موجود دي چې د لیکنې ارزښت راته په ګوته کوي.

دوهم سره لدې، یوه بله خبره، چې د لیکلو ارزښت موږ ته په ګوته کوي. هغه د ثبوت په حیث یعنې ، چي یو شاید راته کیدلي شي. تاسې په ټولینز ژوند کې داسي ډير وروڼه به مو لیدلي وي، چې د یو مور او پلار زامن وي، ټول کوچنیتوب به  بې سره یوځای تیر کړی وي، خو دوی بیا هم یو پر بل د اعتماد لپاره څه نه لري، ځکه دوی اوس سره بیل شوي او هر یو  د بیلې غوا څښتن دی. خو اوس د دوي ترمنځ سرمایه او نور هر څّه سره جلا کیږي او تقسیمږي، خو خبره دا ده، چې دوی یو پر بل باور نه لري، چي کیدایشي وروسته بیا کومه لانجه راشي، ځکه نو بیا خلک راپاڅیږي دا هر څه په یو لیک لیکلو سره پای ته رسوي، ددوي ترمنځ داسي لیکل شوی کاغذ کیښودل کیيږي، چي د عمر تر پایه به یې څوک سرکشي ونه کړي. خبره دلته ده چي دوی سره وروڼه هم دي، خو بیا هم نه مني او د یو سپین کاغذ خبره مني.

همداسې که بله ساده خبره تر بحث لاندې ونیسو، کله ، چې تاسې د کور لپاره غواړۍ څه په بازار کې راونیسۍ نو حتما به ستاسې هر څیز د کور لپاره اړین وي، خو که مو فکر کړی وي تاسې د یوکاغذ په لټه کې یاست، چې هر هغه توکی چې باید راوړل شي په کاغذ لیکل کیږي، ځکه چې په هیڅ ډول ته له کومې ننګونې سره نه مخ کیږې او هر کار به دې په صحیحي ډول پر مخ روان وي.

تر ټولو اړینه خبره چې پکې د لکنې ارزښت له ورایه څرک وهي، هغه هم د کلتور، ژبې او ادبیاتو ساتل دي. زموږ اوسني کلتور چې پښتانه پرې یادیږي له چانه اخیستی نه دی او نه راته ډالۍ کړيدی، بلکې دا زموږ هغه کلتور او رواج دی، چې موږ ته له نیکونو او پلارونو راپاتې دی او پخوانیو کیسو او ناولونو کې یې څرک ښکاري چي بیا خوشحال بابا او رحمان بابا په ټولو ادبیاتو کي هم د پښتون لپاس ته اشاره شوي ده، که دا لیکل نه وایې خدای خبر موږ به څه اغوستل! که تاسې په نړۍ کې وګورئ هغه ژبه زیات ویونکي لري ، چې زیات کتابونه او معلومات ولري چې یوه یې هم انګلیسي ژبه ده، تاسې وګورئ ولې د زیاتو وګړو انګلیسي یاده ده، هغه ځکه چې په دې برخه کې زیات کتابون لیکل شوي او زیات کار ورته شوی دي. همداسې که ، ادب په برخه کې وګورو، چې د ځینو پوهانو په اند ادب تعریف هم داسي کوي، چې هر لیکل شوي څيز ادبیات دي. او بیا ادبیات د ټولنې اینه بلل کیږي چي د ژوند ټولو پیښو ته انعاکاس ورکوي او څوک چې د لیکنې په ارزښت پوه شي ښآیي د ادب برخه وګرځي او یو ادیب شي.

بل ډول ته  که راشو طبي اړخ ته یې موږ ډیر ځلې له ډآکټر سره مخ کیږو او  د درملنې لپاره هلته مراجعه کو، خو ډآکټر بیا له لیکنې خالی نه دي او باید یو څه راته ولیکي.  تاسې خو به ډاکټر ته تللي یاست ځان به مو هلته ماینه کړی وي، که فکر وکړئ ډاکټر درته یو نسخه لیکي او بیا تاته وايي چي دوا واخله، ښه نو دا ولې؟ ډاکټر باید راته همداسي ویل واي په ساده ورقه به یې راته لیکلي واي، د رنګینې ورقي او خپل نوم او ادرس ته څه ضرورت. اې! خبره دا ده چې که خدای مه کړه هغه دارو چي تاته درکړل شوي ستاسې باندې بد اغیز وکړي نو یواځني همدا کاغذ دی چي ستاسې د حق دفاع به وکړي او هغه غلط یا بې ځآیه دارو چي تاسې ته درکړل شي په یاده ورقه کي موجود وي نو همدا ثبوت  یاد ډاکټر محکمې ته راکش کړي.

که د انسان باطني او معنوي کړنو ته ځيرشو هم له لیکنې خالي نه دی، د انسان جذبات، احساسات، فکري، تخیلي کیسې او د زړه درد هم په لیکلي شکل خلکو ته وړاندې کوي، که شاعر ته وکتل شي هغه  دزړه ټوله خبره په خپلو بیتونو کې رانغاړلې وي او له ورایه پکې د هغه هر ډول نیت ښکاري. همداسې کیسې چې د ژوند انځور بلل کیږي او لیکوال پکې ډول ډول پیغامونه وړاندې کوي، چې دا ټول لیکل دي، چې انسان یې لوستلوته کیښني او خوند ترې اخلي. کله کله داسي مقالې هم لیکل کیږي، چې خبري وي او یواځې د خلکو د معلوماتو او خبرو ولو پربنیاد لیکوال کیښني او څه لیکي.

په اخیره کې، دا یادونه کوم ډير نور داسي موارد هم شته چي خلک د هغې لپاره لیکنه کوي، لکه څوک د شهرت په موخه لیکل کوي، څوک د پیسو د اخیستلو په موخه او یو څوک هم د خوند او ذوق په موخه. خو ما دلته هغه موارد ذکر کړل، چې موږ ټول ورته اړ یو او هره ورخ پورته کارونه ترسره کوو، خو په ارزښت او مقصد یې پوه نه یو. موږ باید تل او هر څه ته لیکلې بڼه ورکړو ټول ورځني یادښتونه ولیکو. هر شیبه باید وساتل شي. په هر وخت کې اوهر چیرته باید یو د یاداښت کتابچه ولرو. ځپل هر کار مو باید په لیکلي شکل وي تر څو د ژوند هدف ته ورسیږو او خپله لاره چې مو ځآنته ټاکلې باید په هاغه لاړ شو، چې نه خپله د تېروتنې ښکار شو او نه مو بل څوک تېر باسي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x