ټولنیزه برخه

مونږ او زده کړه

هدايت فريد

زده کړه د هر انسان یوه بنسـټیزه رښته ( حق) ده. زده کـړه ژونـد دی، ناپوهـي په ژونـدونې مـرګ دی. زمونږ د وروسته پاتـې کېـدو يو ستر لامل د زده کړې نه تر لاسه کول دي. زمونږ ډېر هـېوادوال لـه زده کړې بې برخې دي، ځینې ورسره لېوالتيا نه لري او ځینې هم زده کړې کوي خو ګوډې ماتې.دا په دې مانا زمونږ ډېری هېوادوال تر لسم، یوولسم… ټولګي پورې زده کړې په ډېرې سختتۍ سره وکړي خو بیا هم ارزښت نه ورکوي. ګڼ شمېر هېوادوال د یو لړ ستونزو په پایله کې نورو اروپايي هېوادونو ته کډوال کېږي.دلته د زده کړې د ارزښت په اړه يوه ډېره په زړه پورې کيسه ستاسو چوپړ ته وړاندې کوم.

ښاغلی شيو چرن د هند د راجستان ولایت اوسېدونکی دی. نوموړی هېښنده (عجیبه ) رېکارډ جوړولو ته خورا ډېر نږدې دی. د خــپل عمر پړاو يې سلیزې او د پاتيالي کېدو ( ناکامېدو) پړاو يې نیمې سلیزې ته نږدې دی. نوموړی ۸۲ کلن دی، بوډا دی، خــو ولې لا هـم د ژوند په وروستي پړاو کې زده کړې ته ارزښت او لومړيتوب ورکوي. اوسمهال د لسم ټولګي زده کوونکی دی. خلک مخته ځي خو ولې دی له بده مرغه ۴۷ ځلې ازموينه ورکوي بیا هم يوولسم ټولګي ته نه بریالی کېږي. تر دې دمه يې واده نه دی کړی په ژڼیتوب کې یې ژمنه کړې وه چې تر لسم ټولګي وروسته به واده کوي. البته ښه طالع( قسمت) به نلري. له کال ۱۹۶۹م څخه را پدېخوا په پرلپسې ډول ازموينه ورکوي او په پرلپسې ډول پاتيالی کېږي.

نوموړی په دې عمر کې هم زده کړو ته ارزښت ورکوي ځکه خو ستر يوناني اند پوه( فیلسوف) اپلاتون وايي چې زده کــړه بايد د ژوند د لومړي پړاو څخه پيل او د ژوند تر وروستي پړاو پورې بايد دوام ولري.نو له خپلو ټولو هېوادوالو مې هيله داده چې زده کړې ته لومړيتوب ورکړو او دغه د سولې ارمانجن ملت د هوسا او په ځان بسیا ژوند څښتنان کړو. دا هېواد مونږ ته او مونـږ دې هېواد ته ډېره اړتيا لرو.ليکنه رالنډوم او د بودیزم د مذهب بنسټګر بودا په دې خبره يې پای ته رسوم.

زده کړه د خپل ژوند لومړی اصل وګرځوئ او خورا ډېر لومړيتوب ورته ورکړئ تاسو چې اوسمهال هم په زده کړو بوخت ياست بايد دا لړۍ همداسې دوامداره واوسي يوازې او يوازې به همدا بسنه وکړي چې د مړستون تيږه مو د زده کړيالۍ بریلیک ( سند ) شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x