نړۍ

نوري المالکي: کربلا دې د مسلمانانو قبله شي

 د عراق لومړي ورزير نوري المالکي ويلي چې کربلا -چې د شيعه ګانو مقدس ځاى دى- دې د مسلمانانو قبله شي. مالکي ويلي چې کربلا کې د رسول الله زوى امام حسين رضي الله عنه خښ شوى، ځکه بايد د مسلمانانو قبله شي. په اسلامي نړۍ کې شيعه او سني په دې متفق دي چې قبله کعبه ده او قبر نه شي قبله کېداى. ځکه خو مالکي دغې خبرې علماو رد کړې. د اسلامي فقهې پروفيسر خالد المصلح د مالکي دغه خبرې غير عقلاني او د اسلام مخالفې بللي.. مالکي شيعه دى او له ايران سره ښې اړيکې لري.

په تېر اکتوبر کې امريکې ته له سفر وروسته، ډېرى امريکايي سناتورانو اوباما ته ليک استولى و چې مالکي د شيعه و په خوا دى او له سنيانو سره خواخوږي نه لري. مالکي که څه هم ديني عالم نه دى او نه يې خبرې کوم مکانت لري، خو کېداى شي د دې خبرو په واسطه ځان ايران ته لا هم نږدي کړي او شيعه ګان نور هم خوشاله کړي.

 

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x