نظــرورزش

هندو هم شوې، ګوړې دې هم ونه خوړې

لیکوال: محمدرحیم سکندر

محمدرحیم سکندر

اول خو څوک دا ذمه واري هم نشي وهلی چې د نسیم الله دانش په بدلون سره به هره ستونزه پای ومومي،

ځکه د شاپور ځدراڼ موضوع اوس هم دغسې جنجالي پاتې ده.

د شاپور بد اخلاقي هم په هر صورت، دلته ستونزه داده چې شاپور کورنی کرکټ نه کوي، غواړي چې دمینوالو پر مټ په زور په لوبډله کې ځان شامل کړي.

هلته د شاپور له پاره بله ستونزه داده چې مونږ نور نوي ځوان با استعداده لوبغاړي لرو، د کورني کرکټ تر څنګ په نړیوالو لوبو کې هم ښه ځلیدلي او هم شي.

ښه مثال یې، کریم جنت، فضل نیازی، ګلبدین نایب، شاهد مندوزی، فرید ملک، یامین احمدزی، دولت ځدراڼ او نور…

زه خفه هغه چا ته یم چې په کرکټ کې له ما هم ښه پوهیږي، خو په دومره کې یې د شاپور موضوع راپورته کړه.

بل په دې ورته خفه یم چې دوی غوښتل د شاپور په اوږه د شاپور د زون ټوپک کیږدي او پخپلو منځونو کې سره وډزوي او یا یې په خپله توره ووهي.

ماته کټه مټه د ډاکټر نجیب کودتا رایاد شي، خو فرق یې په دې کې دی چې د کرکټ بورډ رئیس بیا هم د پکتیا وټاکل شو او متعصبین اوس حق حیران دي چې نه؛ عاطف مشعل له کومه په کې راغیر غشی شو!؟ مونږ خو غوښتل چې دوی ته کوهي وکیندو، بلکې پخپله په کې (دغه) شوو.

دغو متعصبینو هم خپلو پلویانو ته بدرنګه څېره وښوده او هم لاس تر زنې ناست دي، اوس د شاپور پلویان هم په دې دسیسه پوه شول او بېرته ځینې کسان لولم چې افسوس کوي او وايي چې مونږ خپله پښې په تبر ووهلې.

له بله پلوه بې چاره مفکر ولسمشر ته هم خفه یم چې پرته له څېړنې د یو چا په دروغجنو احساساتو تېروځي او اوس شاید دا لار هر څوک تعقیب کړي.

اوس که هر لوبغاړی د جرم له مخې له بندیز سره مخ کیږي او یا د بلې ادارې کارمند د سرغړونې په صورت کې له دندې ګوښه کیږي، نو د یوې نړیوالې رسنۍ له کوم شیطان خبریال سره به په مرکه کې زګیروي کوي او ولسمشر به یې پرته له څېړنې د همغه دفتر رئیس له دندې ګوښه کوي.

وايي: زه دېته نه یم خفه چې مار مې په سینه تېر شو، بلکې خفه دېته یم چې لار یې راباندې جوړه کړه.

ولسمشر دې دوستمیانو او مسعودیانو ته تکړه شي، عطا نور ته دې په خپل ولایت کې سر په پښو کې نه ږدي چې له دندې استفا ورکړه.

ولسمشره ته د ننګرهار د زورواکو غم وخوره، کندوز او هلمند دې وژغوره، تا له کرکټ سره څه ؟

زه والله که په سیاست پوهېږم او ته والله که په کرکټ پوهېږې، ګني راسره کېنه چې کوڼ دې کړم.

زه وایم چې په داسې ناسمو پرېکړو دې نور هیڅ ونه کړل، هسې دې د راتونکي رایه وبایلله.

زه د ښاغلي عاطف مشعل په ګومارلو کې د مبارکۍ او د پرمختګ له دعا پرته د ښه او بد په اړه نور هیڅ نه وایم، ځکه اوس یې کار پیل کړاو نتیجه به یې راتلونکی راښيي.

خو له هغه چا چې پرته د قضیې له څېړلو په دانش تورونه پورې کوي او پرمختګونه یې نه وړاندې کوي، هیله ترې کوم چې ( مېړه ووژنه خو مېړانه یې مه وژنه).

نسیم الله دانش د کرکټ بورډ په رئیسانو کې تر ټولو ټاپ رئیس و، هغه که د لوبغاړو زیاتول وي، د میدانونو جوړول، له دوه میلونو ډالرو اوولسو میلیونو ډالرو ته کلنۍ بودیجه پورته کول، له نړیوالو سره د سریزونو برابرول، په لومړي ځل شپږیزې ته بهرني لوبغاړي راوستل او پخپله اداره کې قانون مراعتول…

خدای دې وکړي چې د جنجال ختمیدا لپاره داسې څوک نه وي ټاکل شوي چې جنجال نور هم ور سره زیات شي.
ځکه دلته د بد نه بدتر ته ډېر ضرورت وي؛ نه د بهتر نه بهترین ته .
زه د هغه چا په غم کې شریک یم چې مبارزه یې د ځان په خاطر وکړه او غیبانه بل څوک راغی!؟

نه خدا هي مِلا، نه وصالِ صنم

نه اِدهر کې رهې، نه اُدهر کې رهې

يادونه: د کرکیټ بورډ کورنیو ستونزو کې نن ټکی اسیا ویب پاڼه خپله بې طرفي اعلانوي او په دې اړه نن ټکی اسیا ته رسیدلي لیکني د لیکوال خپل نظر بولي، که څوک په دې اړه بېل نظر او معلومات لری، کولای سي چې نن ټکی اسیا ته یې د خپرولو په موخه را ولیږې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x