نړۍ

تونس: د بې پېلوټه الوتکو جوړونکی مسلمان انجینر وژل شوی دی

نن ټکی اسیا (شنبه، لېندۍ ۲۷مه، ۱۳۹۵ل): محمد الزواري د تونس د هوايي الوتنو پخوانی پېلوټ وو، بيا د تونس د جنوب د پېلوټانو د ټولني مشر سو. د تونس د انجنيرۍ د ملي اکاډمۍ استاد هم وو. دمخه د تونس د پخواني ولسمشر زين العابدين بن علي له ظلمه سوريې ته کډه سو، بيا په سوريه کي تر بدامنيو وروسته په ۲۰۱۱ ع.کال بيرته تونس ته ولاړی او هلته د خپل پلار په کور کي د خپلي سوري مېرمني سره اوسېدی. اوس يې په يوه خصوصي شرکت کي د سوداګرۍ د مدير په توګه کار کاوه او په عين وخت کي د دکتورا محصل هم وو. هغه په دې توانېدلی وو چي ډېري پرمختللي بې پېلوټه الوتکي جوړي کړي او دغه کار يې خپلو تونسي شاګردانو ته هم ورزده کاوه.

د روان ميلادي کال د ډسمبر پر ۱۵مه تونسي او نړیوالو رسنيو خبر ورکړ چي د الوتکو دغه ۴۹ کلن انجنيرد تيري پنجشنبې په ماپښين د صفاقس د ولايت په العين سيمه کي، د خپل کور په مخ کی، کله چي له کوره د تلو په موخه په خپل موټر کي کښېنستی د ناپېژاندو وسله والو له خوا د بې ږغه تفنګچې په شلو مرميو وويشل سو. کله چي د ورغونډو سوو خلکو له خوا وليدل سو، په موټر کي په وينو کي لژند مړ پروت وو.

تر اوسه د دغي وژني په اړه څو تنه تونسيان او بهرنيان چي په هغو کي روسان هم دي نيول سوي دي او پېښه تر څېړني لاندي ده.

له دې امله د تونس د ملي امنيت مشر له کاره ګوښه کړی سو او کارپوهان وايي چي په دې وژنه کي د اسرائيلو د استخباراتو ”موساد “ لاس دی.

عبدالمالک همت

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x