
حزب الله د لبنان د ماليې پخواني وزیر پر وژنه تورن شو
د لبنان د ماليې وزير محمد شطح په بم چاودنه کې وژل شوى د لبنان د ماليې پخوانی وزير محمد شطح چې د جمعې په ورځ په بيروت کې د يو موټر بم په چاودنه کې له اوو نورو سره وژل شوى او تر اويا کسانو ټپيان شوي. محمد شطح په ١٩٥١ ميلادي کې زېږېدلى و. په دې وروستيو کې د سعيد الحريري مشاور و. د شطح د وژل کېدو مسؤوليت هېچا په غاړه نه دى اخيستى خو تيار المستقبل -چې شطح يې له مشرانو و- ضمنا حزب الله تورن کړى، هغوى ويلي چې د شطح د مړينې پړه د هغه چا پر غاړه ده چې د لبنان پخوانى لومړى وزير رفيق الحريري يې هم وژلى او د سوريانو او لبنانيانو په وينو ککړ دى. د لبنان د پخواني لومړي وزير رفيق الحريري په مړينې هم حزب الله او سوريه تورن دي. د محمد شطح د وژنې څو ناکامې هڅې پخوا هم شوې وې. شطح د حزب الله پر پاليسيو سختې نيوکې کولې. حزب الله په دې وژنې خپل قوت ښکاره کړ، او نورو منتقدينو ته يې غير مستقيم اخطار ورکړ.