
د مړ وجدان چيغه نو کله تر حلبه رسي!؟
تهذيب
د مسلمان ضمير مړ سوی جنازه ئې تر لحده رسي
د مړ وجدان چيغه نو کله تر حلبه رسي
حلبه! نن چي ستا تر زړه د وحشت تېغ ختلی
د عيسايي، يهود، شعيه له خولې څه اور و تلی
ماشوم دي ژاړي، او مورکۍ په خپلو اوښکو اوبه
شهۍ دي شال د غم پر سر کړ، ځوان په وينو اوبه
بوډا دي لوېږي پر خوله، ځان د خدای تر کور رسوي
نن مسلمان خپله جذبه په څو پيسو خرڅوي
د وخت قارون، نمرود، فرعون لاس يو کړی سره
د يهودي شعيه او روس په نوم ټول سوی سره
يو دي وجود خرڅوي، ځان ته شتمني ډېروي
بل د ازر په تېشه ستا له جسمه بت جوړوي
درېيم لګيا دئ، ماشومان دي له دې بېري وژني
چيرته پيدا نه سي موسی، د حق سرتېري وژني
حلبه! نن که ستا تر زړه د وحشت تېغ ختلی
له مړ وجود څه دي د آه کولو سېک ختلی
زما پر زړه باندي هم ښخي د لېوه منګولي
زما له وجود څخه هم ويني دي وينه زبېښلي
زما وجود ته ئې هم اور دئ نمرودي بل کړی
دلته هم ورور د ابوجهل کُشت او خون جوړ کړی
زما د وجود و نړېدو تې ابرهه لېږلی
ماتې آیساف بل ئې ناټو، تاتې شعيه لېږلی
زما د مورکۍ ګوله هم نن ده په سرو اوښکو لنده
د وخت فرعون د ماشوم خوله کړه په زهرو ترخه
دلته شهيد سو معتصيم، ځای ئې يو پاپ نيولی
نسته حجاج، ځای ئې د هند مودي راجا نيولی
د محمد بن قاسم ځای نن سلمان نيولی
د موسی بن نصير ځای بېغيرته شاهنشاه نيولی
د مسلمان ضمير مړ سوی جنازه ئې تر لحده رسي
د مړ وجدان چيغه نو کله تر حلبه رسي