افغانستان

د لوګر د اخستل شوې کانکور ازموینې پایلې لغوه شوې

نن ټکی آسیا: په لوګر کې د تيرې پنجشنبې ورځې د کانکور پايلې د لوړو زده کړو وزارت له لوري لغوه شوې .
  لوګر ته د تلي پلاوي مشر لطف الله صافي وويل چې ګواکې درغلۍ شوې وې او ځکه يي د لغوه کيدو تصميم ونیول شو.

خو ښاغلي صافي دا ونه ويل چې لغوه کيدل پر خپل ځای، خو په وياله کې د سوالونو د کلي او کانکور د ګډون د کارتونو اچول د څه لپاره.
د دې وزارت د چارواکو په وينا په دې پروسه کې د ولسي جرګې د غړو لاسوهنه او د امنيتي ادارو نه همکاري د دې لامل شوې څو د کانکور آزموينه لغوه شي  او په يو بل مناسب وخت کې به ياده ازموينه واخیستل شي.
بل خوا د لوګر د پوهنې رياست بيا وايي چې آزموينه په بريالي ډول سره تر سره شوه او هيڅ ډول ستونزه هم نه وه.
خو په لوګر کې يو شمېر ځوانانو پرون ناوخته په یوه پراخ لاريون کې چې شمېر یې تر زرو اوښت وويل چې دوی کله هم ازموينه نه ورکوي او بايد د کانکور پلاوی چې لطف الله صافی يي په سر کې دی د دوی د حيثت اعاده وکړي او ځواب ورکړي،چې ولې یې د ده خوارۍ په اوبو یووړې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x