افغانستان

نيمروز: په ترافيکي پېښه کې ٣٦ مسافرينو ته مرګ ژوبله واوښته

نن ټکی اسیا (شنبه، لېندۍ ۲۷مه، ۱۳۹۵ل):  د نيمروز ولايت مرکز زرنج ښار ته څيرمه يو ۳۰۴ ډوله بس د چپه کېدو له امله ۳۶ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د نيمروز ولايت د ترافيکو مدير حاجي زرين وايي چې دغه پيښه نن مازديګر مهال هغه مهال رامنځته شوه چې د ميوند وردګ د ترانسپورتي شرکت دغه بس له کابل څخه د نيمروز ښار ته روان وو.

هغه وويل چې د چخناصور د ولسوالۍ اړوند د کمين ګا او انتن د امنيتي پوستو په منځ کې دغه بس د پيښې ښکار شوی دی، چې له امله يې څلور تنه مسافرين وژل شوي او ۳۲  تنه نور ټپيان شوي دي.

په ټپيانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي چې له پيښې وروسته د درملنې له پاره روغتون لېږدول شوي دي.

د يادې پيښې علت تر دا مهاله نه دی معلوم خو په افغانستان کې زيات وخت د ترافيکي پيښو لامل د موټر چلوونکي بې احتياطي ښودل کيږي.

افغانستان يو له هغو هيوادونو څخه دی چې ولسي وګړي يې د جنګونو تر څنګ د ترافيکي پيښو هم قرباني کيږي، خو تر دې مهاله دولت او يا د ترانسپورت مسوولينو د دومره ډيرو ترافيکي پيښو د مخنيوي له پاره کوم جدي ګام نه دی پورته کړی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x