افغانستان

پنټاګون: افغان ځواکونه تصفيه شوې سيمې نشي ساتلی

نن ټکی اسیا (یکشنبه، لېندۍ ۲۸مه، ۱۳۹۵ل): د امريکا د دفاع وزارت په يو خپاره شوي راپور کې ويلي چې افغان امنيتي ځواکونه د دې توان نه لري چې له طالبانو تصفيه شوې سيمې وساتلی شي.

دغه راپور نن ورځ د امريکا دفاع وزارت«پنټاګون» لخوا نشر شوی، په راپور کې دولتي ځواکونه خورا کمزوري او امريکايي ځواکونو ته اړ ښودل شوي دي، راپور کاږي چې افغان امنيتي ځواکونه له طالبانو سره د مقابلې توان نه لري او که يوه سيمه تصفيه کړي بيا يې د ساتلو وس نه لري.

راپور په ځانګړي ډول د کندوز، روزګان، ننګرهار او هلمند ولايتونو نومونه اخيستي، چې که څه هم امنيتي ځواکونو په دې وروستيو کې د طالبانو مخه ډب کړې خو په يادو ولاياتو کې بيا هم طالبان د ځينو سيمو په نيولو بريالي شوي دي.

په دې راپور کې راغلې ارزونه ملي دفاع وزارت هم تائيد کړې او په يو لړ ستونزو يې اقرار کړی خو وايي چې له را روان ژمي او د طالب جنګياليو له کمښت نه په استفاده به د طالبانو په ضد او د هغوی هستوګنځايونو د له منځه وړلو لپاره به جدي قدم پورته کړي.

د ملي دفاع وزارت د وياند مرستيال محمد رادمنش هم له رسنيو سره په خبرو کې ويلي چې په روان ژمي کې به په طالبانو فشار راوړو.

د پوځي چارو د شنوونکو په اند که د افغان ځواکونو جګړه ييزه ستراتيژي تغير نشي راتلونکی کال به يې کمزوري لا زياته او طالبان به پراخې سيمې تر خپل کنټرول لاندې راولي.

طالبانو سږ کال په ډيرو ولايتونو کې پراخې سيمي تر خپلې ولکې لاندې راوستې او له دې علاوه يې ګڼ امنيتي سرتيري د دعوت له لارې خپلو ليکو ته جذب کړي او يا يې له دندو پښيمانه کړي دي.

د پوځي چارو پوهان سږني کال ته په کتلو وايي چې راتلونکی کال به د امنيتي ځواکونو لپاره لا زيات خونړی وي او زياتې سيمي به طالبانو ته په لاس ورشي، دوی وايي سږ کال طالبانو ډير عسکر نيولي، زيات اسيران يې پريښي او ډير نور بيا د طالبانو د دې سلوک او پوځي ډيريدونکي ځواک له امله له خپلو دندو تښتيدلي دي، چې له وجې يې د دولتي ځواکونو په تعداد کې کمښت راغلی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x