
غزل/ محمد علي عمري
ستا مېرمن يوه هېنداره درسره ده
ورته ګوره دې دپاره درسره ده
وارخطاچي داهاړ له لمره نه شې
دسایې غوندي پر لاره درسره ده
داخلاص دانا لحق په سلسله کې
دمنصور غوندي ترداره درسره ده
ته ددې او داجامه ستا دبدن ده
درنژدې په څوڅو واره درسره ده
نه دمياشت نه دیوکال په ټوله عمر
که هرڅه کيږي بې خاره درسره ده
عمری د ژوند پر لوړو او ژورو
دخپل ځان رنګه یې څاره درسره ده
محمدعلي عمري
مسلم باغ