نظــر

افغانانو! د حاجي دينار خيل دخلاصون لپاره لاس په کار شئ

ډاکټر عبد القادر

تېره ورځ يو شمېر رسنيو خبر ورکړ چې د پلچرخي زندان ترټولو سپين ږيری او ناروغ بندي دمرګ په حال دی .

۹۰ کلن حاجي دینارخيل د عبدالکريم زوی د غزني ولایت د ناوې ولسوالۍ اوسېدونکی له تېرو څو کلونو راهيسي په پلچرخي زندان کي بندي دی ، نوموړی له سختو ناروغیو له کړيدو سربېره د چارواکو لخوا له توهين آميزه چلند او نه پاملرني سره هم مخ دی .

رسنيو ته رسېدلي معلومات ښيي چي حاجي دينارخيل د نژدې دريو کلونو راهيسي له سختي عصبي ناروغۍ سره سره د عمر د ډېروالي او ضعف له وجهي د فلج له ناروغۍ هم کړيږي ، د نوموړي د ناروغۍ له سختېدلو سره بندیانو څو ځلي د زندان چارواکو ته خبر ورکړی چي که يې درملنه ونه کړئ د نورو بنديانو په شان به دا بوډا بندي هم خپل ژوند له لاسه ورکړي .

د پلچرخي محبس بنديان وايي چي د دغه سپين ږيري بندي د ناروغۍ په شدت سره شپږ ورځي مخکي چارواکو نوموړی د کابل څلورسوه بستريز روغتون ته انتقال کړی او هلته يې دده جراحي عمليات تر سره کړيدي مګر دوه ورځي مخکي يې زندان ته بیرته پداسي حال کي راوړ چي د بېهوښۍ په حال کي وو او د علميات شويو ځايونو سم پانسمان يې لا هم نه وو ورکړی .

حاجي دينارخيل چي اوسمهال د ډېر عمر او سختي ناروغۍ له امله د مرګ او ژوند پر پوله ولاړ دی په زندان کي د نور وخت تېرولو توان نلري او له خپلو مسلمانو وروڼو هيله لري چي دده په خلاصون کي مرسته وکړي .

يو څوک چې انساني عاطفه او دبشرپالنې احساس ولري دداسې خبرونو په اوريدلو يې غوني زيږه او وينه يې په جوش راځي .

يو عمر خوړلي شخص په بند کې ساتل او رنګارنګ تعذيبونه ورکول دا جوتوي چې دلته د انسانيت جنازه وتلې او هر لوري ته وحشت خپور دی .

ليکوالان ، خبريالان ، مطبوعاتي فعالان ، دپارلمان وکيلان او عام افغان مسلمان ولس بايد د دغه مظلوم بندي په حق کې ږغ پورته کړي ، په حکومت باندې فشار راوړي ، دخلاصون لپاره يې جدي هلې ځلې وکړي ، ځکه دداسې نارواو په وړاندې سکوت مجرمان نور هم زړور کوي او هغوی ته جرات ورکوي چې خپل ظلمونه نور هم زيات کړي ، په دې ښه ځان پوه کړئ چې دظلم په وړاندې چوپتيا هم جرم دی .

کله چې موږ دخپلو جرائمو او ظلمونو په مټ الهي عذاب ته دعوت ورکوو ، کله چې په موږ کې دداسې سپينو ږيرو قدر نه وي نو په کومو سترګو به دسولې سوکالی او هوساينې تمه ولرو .

دنوموړي دکورنی يو غړی وايې چې له داسې ناروا ظلمونو څخه دچارواکو هدف څه شی دی ؟ داسې سپين ږيري ته تعذيب ورکول خو دمروت ، افغانيت او انسانيت خلاف عمل دی ، له دې خو ښه دا ده چې نوموړی په شهادت ورسول شي ، زموږ غوښتنه له ټولو افغانانو څخه دا ده چې دنوموړي دخلاصون لپاره اواز اوچت کړي او خپله ایماني او وجداني وجیبه دي ادا کړي .

د حاجي دينارخيل دوسیه نمبر : 0427 دی، د پلچرخی محبس ، د ۴ بلاک ، په ۲ منزل کې د خپل ژوند وروستی شیبې شماري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
افغان

زما د اسلامی معلومات له مخی : الله ج فرمایی هر نفس د مرګ څکونکی دی، دا معنی چه مونږ ټول یوه ورځ یا بله مرو ، مظلومان او ظالمان ټول مری، د چا مرګ چه د چا له خوا وی او له کومی ناروغۍ یا ستونزو وی نه بدلیږی او که د چا مرګ د چا له خوا نه وی که د ټولی نړۍ پاچا هم وی هغه نه شی وژلی. خبره ده خپلواکۍ او غلامۍ مړینه ده ، دینار خیل صاحب د پل چرخی په زندان کی خپلواک او غنی په ارګ کی د غلامۍ شپی ورځی تیروی.… نور لوستل »

نا پيژاند

د 90 کلن حاج دینارخیل چی دعبد الکریم زوی دغزنی دولایت دناوی ولسوالی اوسیدونکی دی دکورنی دتیلیفون شمیره پکاردی دین محمد دینارخیل مزار شریف

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x