peter-wall-british-Loy-drsteez

د برتانیا د لوی درستیز اندیښنه څومره پرځای ده؟

د بریتانیا لوی درستیز “سر پيټر وال” د جمعې په ورځ له ټیلګراف ورځپاڼې سره په مرکه کې وویل؛ طالبان به هڅه و کړي، هغه سیمې بېرته ونیسي چې دوئ ورڅخه وځي.

نوموړي په خپلو څرګندونوکې د هلمند ولایت د موسی کلا ولسوالۍ مثال ورکړچې برتانوي ځواکونو د هغې د نیولو لپاره ډیر تلفات ورکړل ،خو د دغو ځواکونو تروتلو وروسته طالبان هڅه کوي چې هغه بیرته ترخپلې ولکې لاندې راولي ؛ ځکه داسیمه د هغوئ لپاره خاص اهمیت لري .

که څه هم چې د کرزي د دفاع اوکورنیو چارو وزارتونو د انګلستان د لوي درستیز سر پیټروال دغه څرګندونې په ډیرجدي ډول ردې کړې ،خو د افغانستان ځمکنیو واقعیتونوته په کتلو سره داخبره حقیقت لري چې نه یواځې په هلمند بلکې په ټول هیواد کې دکرزي نظام بي روحیې امنیتي او دفاعي ځواکونه هیڅ د دې وړتیانه لري چې په یواځیتوب سره دې د طالبانو مقابله وکړای شي او یادې هغه سیمې په خپل کنټرول کې وساتي چې بهرنیان یې یو پربل پسي تخلیه کوي .

د دې عمده علت دادی چې د کرزي په فاسد نظام کې په ټولیزه ډول اصلا د تسلط او واکمنۍ روحیه اوسیک نه دی پاتي ، له ملکي لوړ پوړو دولتي چارواکو رانیولې تر امنیتي او دفاعي ځواکونو پوري ټول په فساد او درغلي کې داسې غرق دي چې له هیچاسره هم د دولت او دولت داري خیال نشته .

هغوئ ټول له دولتي منصبونو څخه دیوه عائداتي منبع په توګه کار اخلي ، هریو داکوښښ کوي په دغه څو ورځني فرصت کې چې د بهرنیو ځواکونو تر وتلو پوري په لاس ورغلی څه ډول زیاتې پیسې او مادیات ترلاسه کړي ؟

همدا اوس چې بهرني ځواکونه دکابل په شمول په اکثرو ولایاتو کې موجود دي د ملي اردو ځواکونه د خپل شپې تیر په غرض په ټولو ولایتونوکې خپل پوځي امکانات، وسلې ،مهمات او حتی نقلیه وسلې د ډیرو کمو پیسو په مقابل کې په طالبانو پلوري . همدا اوس د کابل کندهار په لویه لاره ټولې پرتې امنیتي پوستې له سیمه ایزو طالبانو سره په تفاهم اوهغوئ ته په ورځني باج ورکولو شپې ورځې تیروي .

هغوئ په ښکاره طالبانو ته وايي چې تاسو په مونږ کار مه لرئ ، مونږ نه د بهرنیانو په قصه کې یو او نه دکرزي د حکومت ، مونږ يواځي د خپلو معاشاتوترلاسه کولو په خاطر دلته پراته یو ، حتی ډیر داسې پښیږي چې کله طالبان د بهرنیو ځواکونو په اکمالاتي کاروان برید وکړي په ځای د دې چې دغه امنیتي ځواکونه یې امنیت ونیسي خپله دوئ د هغوئ د سامانونو په چور اوتالان کې برخه اخلي او ډیر ځایونه خو دغه بریدونه د همدغو امنیتي پوستو ترڅنګ او د هغوئ په مرسته ترسره کیږي .

اوس چې لا په هیواد کې بهرني ځواکونه موجود دي د کرزي د رژیم د امنیتي ځواکونو دغه وضعیت دی ، خو کله چې هغوئ له افغانستانه پرشاتګ کوي بیاخوبه د هغوئ دتسلط وضعیت تر دې هم کمزوری کیږي او په طبیعي ډول به یې په سیمه کنټرول له لاسه وځي . د کرزي د د فاع او کورنیو چارو د وزارتونو ویاندویانو په مطبوعاتي بیانیوکې داسې اتلان له ځانه جوړ کړي چې د امریکا او ناټو ترځواکونو هم ځان ځواکمن او فعال معرفي کوي ، هغوئ تر اوسه هم د طالبانو په مقابل کې د خپلو ځواکونو په کمزوري اعتراف نه دی کړی ، حال دا چې د امریکا او ناټو د مجهزو ځواکونو پوځي ماهرین او لوړرتبه چار واکي د طالبانو په پوځي برلاسي اعتراف لري .

خلاصه خبره داده چې دبهرنیانو په حمایت روزل شوي ځواکونه په هیڅ ډول د خپل هیواد دساتنې وړتیانه لري ، همدا لامل دی چې بهرنیانو دغه حقیقت درک کړی او اوس د یوه ترخه واقعیت په توګه ورباندې اعتراف کوي ، د هیواد دحاکمیت ساتنې او دفاع اصلي وړتیا هغه څوک لري چې دملي او اخلاقي مسؤلیت له مخې دغې سپیڅلې دندې ته حاضرشوي او په دې لاره کې قربانۍ ورکوي.

د نن ټکي آسیا سرمقاله

 

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د