شعـــــرونه

عالم/ نور احمد نعماني

نور احمد نعماني

ای د مینې لمره راشه تر محراب او تر منبره
بیا رڼاوې موږ ته راوړه له شفق او له قـمره
ته تیارو لره مشال یې
نیمګړتیاوو ته کمال یې
نازولی د خپل “رب” یې
یې وارث د “پیغــــمبره”
ستا راتلو ته انتظار یو
همیشه سترګې په لار یو
بیا پوره به مو ارمان شي
که راستون شي له سفره
د وحشت نه نور په تنګ یو
له نړۍ سره په جنګ یو
بیا د سولې زیری راوړه
پر موږ ګرانه د زړه سره
د اول “عمر” له عدله
چي ثاني “عمر” رنګ واخیست
تا ثالث “عمر” کړه پورته
هغه توره او هم سپره
کتابونه دي په څنګ وي
ټول فکرونه دي د ننګ وي
د توحید په لاس دي مات کړل
ټول بتان بیا د “آذره”
که د علم په ښکلا کې
سر تر نوکه ځان پناه کې
لا یې تنده نه وي ماته
له ساقي او له ساغره
ته مؤذن ته مو امام یی
ته آذان ته مو الهام یی
“نعماني” در سره مل یم
هم سهار هم مازدیګره
بیا رڼاوې موږ ته راوړه له شفق او له قمره.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x